تېره اوونۍ د استرالیا د فدرال حکومت لخوا د نوي مالي کال لپاره بودیجه اعلان شوه چې د استرالیا د اصلي اوسیدونکو ترڅنګ به پر نویو کډوالو هم اغېز ولري.

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د (اس بي اس) شبکې سره په خبرو کې ویلي چې نوي کډوال هم په استرالیا کې مالیه ورکوي، روغتونونو ته ځي‌ او له روغتیایي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي نو ځکه د بودیجې بدلونونه به د نورو په څېر پر دوی هم اغېز ولري.

د فدرال حکومت لخوا د ۲۰۱۹ کال په اعلان شوې بودیجې کې داسې ځینې بدلونونه هم راغلي چې د کډوالو د راتګ په شمېر او شته سهولتونو مستقیم اغیز لري. د بیلګې په توګه تر دې وروسته به په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۹۰ زره کډوالو پر ځای هر کال ۱۶۰ زره کډوالو ته د استرالیا ویزه ورکول کیږي چې له دې ډلې څخه به شاوخوا ۱۰۸ زره کسان د مهارت او شاوخوا ۴۷ زره کسان به په فامیلي ویزو استرالیا ته کډوالیږي.

د ویزو په شمېر کې د کموالي ترڅنګ د استرالیا حکومت د وېزو لپاره په ټاکل شوي فیس کې ۵.۴ سلنه زیاتوالی راوستلی چې له دې برخې به حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې ۲۷۵ میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کړي.

ددې لپاره ترڅو نوي کډوال د استرالیا د لویو ښارونو پرځای په کوچنیو ښارونو کې ځای پرځای شي، حکومت د راتلونکي مالي کال په بودیجې کې ۵۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولې ترڅو په یادو سیمو کې په صحیح ډول سره نویو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د ۲۰۱۹ کال له نومبر میاشت وروسته کډوال کولای شي د کار دوه ډوله نویو ویزو ته هم خپل غوښتلیکونه وسپاري چې د ویزې له ترلاسه کولو وروسته باید د استرالیا د لویو ښارونو پر ځای نورو سیمو ته ولاړ شي او هلته ژوند وکړي.

د راتلونکي‌ کال په مالي بودیجې کې حکومت پریکړه کړې ترڅو نوي کډوال د ۶ میاشتو پرځای د کډوالۍ لومړۍ ۱۲ میاشتې په استرالیا کې انګلیسي ژبه زده کړي او خپل نوی ژوند پيل کړي چې لدې کار سره به حکومت ته نیږدې ۷۸ میلییونه ګټه ورسېږي.

د کډالو پلویان له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو دغه پیسې بیرته په داسې برخو کې ولګوي ترڅو کډوال ته یې ګټه ورسېږي.

همدا راز د ۲۰۱۹ کال په بودیجې کې حکومت ۶۴ میلیونه ډالره په استرالیا کې د مېشتو کډوالو لپاره ځانګړي کړي ترڅو په ټولنه کې د کډوالو د ځای پرځای کېدو او یوالي په موخه وکارول شي.