تیره سه شنبه د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکو د استرالیا څخه امریکا ته د کډوالو د انتقال لپاره د نایرو توقیف خونې له کډوالو د ګوتو اخیستلو پروسه پیل کړه.

د مهاجرت چارواکي وایي د استرالیا په دوهمه توقیف خونه مانوس کې به هم له کډوالو د ګوتو اخیستلو پروسه د اپریل میاشتې په لمړیو کې پیل کړي.

تیر کال د متحده ایالاتو د اوباما تر مشرۍ لاندې ادارې د استرالیا سره تړون کړی وه چی یو زیات شمیر هغه افغان، ایراني او د نورو هیوادونو پناه غوښتونکي به امریکا ته انتقال کړي چی د اسټرالیا د مانوس او نایرو توقیف خونو کی د غیرقانوني مهاجرت په جرم بندیان دي او په بدل کې به اسټرالیایی حکومت هغه پناه غوښتونکي خپل هیواد ته انتقال کړي چی د هندوراس ,ګواتیمالا او السلوادور هیوادونو څخه امریکا ته په ناقانونه ډول مهاجر شوی.

د دغه تړون د عملی کیدو په اړه ځینی پوښتنی د ولسمشر ټرمپ له واک ته رسیدو وروسته پیدا شوې وې، نوموړي سره له دی چې دغه معامله احمقانه وبلله خو استرالیایي حکومت ته یې بیا هم د دغه تړون د عملي کیدو ژمنه ورکړه.

د استرالیا په دغو دوو سمندري توقیف خونو کې لږترلږه دوه زره کډوال د کلنو راهیسې ژوند کوي چې زیات وختونه ترې د جنسي تیریو، ځان ځورونې او ناوړه وضعیت راپورونه ورکول کیږي.

سره له دې چې د استرالیا د حکومت د کډوالو پالیسي له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ ده، خو دغه حکومت په ډاګه وايي چې هیواد به یې په ناقانونه لارو او د بیړیو په واسطه د راغلیو کډوالو کوربه نشي او راغلي کسان به دغو سمندري توقیف خونو ته ولیږي.