په روښاني تصوف کې د وحدت الوجود برخه
لومړی به پيرروښان وپيژنو، چې څوک ؤ؟
پيرروښان: پيرروښان په ميا روښان، بايزيد انصاري، او بايزيد مسکين سره مشهور دی، همدا رنګه د ده مخالفينو لکه اخوند درويزه او د هغه استاد ملا محمد چې په ملا زنګي مشهور و، پيرروښان يې په پيرتاريک سره هم ياد کړی دی، پير روښان د عبدالله زوی او د شيخ محمد لمسۍ دی، د مور نوم يې ځينو ماخذونو بيبڼ یاد کړی؛ خو په حالنامه نومي اثر او ځينو نورو يې د مور نوم آمنه ذکر کړی او د پلار نوم يې ابابکر ذکر کړی دی غالباً دغه روايت صحيح ښکاري، بایزيد (پيرروښان) په جلندر (پنجاب) کې په يوې متوستې کورنۍ د اورمړو په قبيله کې په ۹۳۱ هجري چې ۱۵۲۴ ميلادي کال کيږي زيږيدلی دی، چې همدا د اورمړو کورنۍ تر اوسه پورې د وزيرستان په کاڼي ګرم کې ميشته دي د دغو خلکو څخه يې يوڅه په اوس وخت کې هم د لوګر په برکي برک او برکي راجان کې اوسيږي او اورمړي ژبه وايي، پيرروښان خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار او د هغه د شاګردانو خليفه ملا پاينده او سليمان کالنجري څخه کړي دي، پيرروښان د ديني علومو سربېره په فلسفه کې هم مطالعه کړې ده ، پيرروښان له کوچنيوالي څخه د تصوف سره مينه درلودله او له کوچنيوالي څخه د يوه کامل پير په لټه کې و، اوس به راشو تصوف ته چې تصوف څه مانا لري؟ (۲: ۲۵ ـ۲۶)
روښان او تصوف: تصوف یو پراخ مضمون او له بحث څخه ډکه موضوع ده نشي کيدای، چې په څو کلمو او ياهم په څو جملو کې وپيژندل شي ځکه چې په بيلا بيلو مهالونو کې د اهل معرفت او تصوفي ډلو له اړخه په بيلا بيلو الفاظو کې تعريف شويدی، که څه هم دغه کلمې او الفاظ سره ورته ندي؛ خو يو شی چې د ټولو عارفانواو صوفيانو پرې اتفاق شته هغه دا دی، چې د دوی موخه د کشف او معرفت له لارې خدای پالنه، د الله (ج) له ذات سره مینه په خفي اوجلي ډول، د الله تعالی ډير ډير يادول، په عبادت سره د زړه صفايي کول، نور خلک د الله ج پيژندنې او د الله ج پالنې ته رابلل دي، اوس به د تصوف په اړه د بيلا بيلو پوهانو نظرونه راواخلو: ۱ـ لوی استاد علامه ارواښاد عبدالحی حبيبي د ابو ريحان البيروني له خولې ليکي: “د تصوف کلمه د صوف له کلمې څخه جوړه شوې ده او صوف په يوناني ژبه کې پوهې او حکمت ته وايي؛ نو د دې لپاره چې په اسلام کې ځينې خلک د پوهې او حکمت په لاره لاړل؛ نو ځکه د صوفي په نامه ونومول شول”. ۲- ارواښاد پوهاند صديق الله ريښتين د ۱۳۱۴ کال په وږمه مجله کې په (۱۲) مخ کې داسې وايي، چې تصوف د صوف له کلمې څخه اخيستل شوی، چې صوف په عربي کې وړیو يا پشمينه مانا ورکوي دا ځکه چې صوفيانو به وړينې جامې اغوستلې؛ نو ځکه په دغه نامه سره ياديږي. ۳ـ بله نظريه داسې ده، چې تصوف له تيوصوفي څخه اخيستل شوی دی، چې په يوناني ژبه کې د خدای د دوستۍ مانا ورکوي. اوس به د تصوف په اصطلاحي مانا باندې د پوهانو له خولې ځانونه پوه کړو؛ خو بيلابيلو پوهانو په بيلابيلو مهالونو کې د تصوف لپاره بيلا بيلې اصطلاحي ماناوې کړې دي، دلته يې يواځې د يوڅو پوهانو د خولې خبرې راخلم: ۱ـ تصوف په اصطلاح کې هغه رياضت دی، چې د کشف او شهود له لارې تر لاسه کيږي. جنيد بغدادي (رح) ويلي دي، چې تصوف له خدای ج سره داسې نږدې کيدل دي، چې په ماهيت يې پرته له الله (ج) انسان نشي پوهيدلی. ۲- د کشف المحجوب ليکوال ابوالحسن علی الهجوري بيا داسې وايي چې تصوف د ښه خوی او ښو اخلاقو نوم دی. ۳- خواجه عبدالله انصاري په خپل اثر مناجات کې داسې راپېژندلی دی: " تصوف کار کول او مزد نه غوښتل دي" البته زما په اند له انسان څخه مزد نه غوښتل يې مطلب دی. ۴- محمد بهاوالدين نقشبندي چې د نقشبندي طريقې مشر و تصوف ته په دې نظر ګوري او وايي: " تصوف یو ځانګړی ادب دی ". ۵- حضرت شبلي معماني نظردرلود: "پرته له کومې انديښنې دالله ج ذکر ته تصوف وايي”. ۶- ابوعبدالله خفيف وايي: " تصوف له اعتراض او انتقاد څخه ځان پاکول دي". دغه او دې ته ورته نور ګڼ شمېر تعريفونه شته، چې د تصوف او اهل معرف پلويانو له خوا يې تعريفونه شوي دي؛ خو لنډه دا چې تصوف يوه روښانه او ځلانده لاره ده، چې په مسلکي ډول د سالکينو له خوا پر مخ ځي. د تصوف په اړه خو مو يو څه د پوهانو اصطلاحي تعريفونه راوړل اوس به دې خبرې ته راشو، چې بايزيد پير روښان تصوف ته څنګه ؟ ولې ؟ او څه وخت مخه کړه؟ په دې به هم پوه شو، چې د تصوف د رامنځ ته کيدو لامل څه و؟
دا چې روښان څنګه د تصوف لمنه ونيوه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې بايد وویل شي، چې دا وخت د تصوف بازار دومره عام شوی و، چې هره خوا د پيرانو او مريدانو لړۍ تر لرې لرې ځايونو غزيدلې وې، د تصوف د رامنځ ته کيدو لامل دا و، چې له ۶۰۰ هجري نه تر ۹۰۰ هجري پورې د مغلو د فاتحانو تاړاکونو د دې سيمې ملتونه يو په بل پسې مات کړل او د دوی روحيه يې بيخي ووژله، د همدغو تاړاکونو او ماتې په نتيجه کې خلک دومره ناهيلي شول، چې ګوښه توب يې غوره کړ، بيا همدغه ناهيلي او ګوښه توب د دې سبب شو، چې له هند نه تر مصره پورې د تصوف په نامه يو تفکر خپور شو چې خلکو به د روحاني تربيت او رياضت په وسيله د ځان لپاره يو خلاصون غوښت په همدې توګه خلکو تصوف ته پنا یوړه او تصوف دومره خپور شو، چې لوی لوی ښارونه له خانقاوو څخه ډک شول او د تصوف ډير لوی شخصيتونه په اسيا کې پيدا شول، په هند کې مغلي شهزادګانو او په ايران کې صفوي کورنۍ تصوف ته ميلان پيداکړ، په دې توګه له شمال، شرق او غرب څخه د دې روحاني نهضت څپې په پښتونخوا هم راتللې او د پښتونخوا په سيمه کې يې دوه لوی نمايندګان سيدعلي ترمذي او د ده شاګرد اخوند درويزه لوی پيران وو. پيرروښان تصوف ته ولې مخه کړه ؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ويلی شو چې پيروښان د خپل ولس مظلوم حالت او د مغلي حکمرانانو ظلمونه له نږدې نه ګوري حتی تردې چې دی په خپله هم د قندهار په سفر کې د بيرم خان د لښکرو د ظلم ښکار کيږي، د يوې پښتنې پيغلې مظلوميت او د مغلو د سپاهيانو د ظلم ننداره د سر په سترګو ويني د خپل ولس تير تاريخ له دغه حالت سره پرتله کوي د هيواد او خلکو د خلاصون او ازادۍ په فکر کې لويږي خپل هدف ته د رسيدو لپاره د تصوف د لارې نيول يواځينۍ لاره ګڼي او په دې توګه د تصوف حلقې ته داخيليږي.
د دولت لواڼي په وینا د پیر روښان کورنۍ د مذهب په لحاظ یوه سني مذهبه کورنۍ وه؛ دولت لواڼی ( د روښاني کورنۍ مرید او د روښانیه طریقې خلیفه هم وو) وایي:
زه دولت سني مسلم چار یار منمه هم په خدای رسول راوړی دی ایمان ما (۷: ۲۲)
د پیر روښان فلسفه د وحدت الوجود فلسفه وه، دا فلسفه د انسان د وجود معنوي او قلبي هستي په څلورو عالمونو سره تقسیموي، د زړه عالم، د نفس عالم، د روح عالم او د شیطان عالم دی. د وحدت الوجود په فلسفه کې د روح عالم ته ډېر اهمیت ورکړل شوی دی. د دغې فلسفې له مخې روح د دایمي او ابدي حقیقت یوه برخه ده، چې د لوی روح څخه رابیله شوې او د انسان د وجود په تپ و تیاره کالبوت کې یې ځای نیولی دی، د وحدت الوجود د فلسفې هاند او زیار دغه دی، چې د انسان دارنګه تربیت وکړل شي، چې د هغه په بدن کې د لوی روح څخه رابیله شوې دغه وړه ذره خپل اصل ته ور وګرځوي او د هغه سره وصل او یګانه کړي، چې دې ته توحید ویل کېږي، د پیر روښان ټول علم او عمل د همدغه توحید لپاره و، د عقیدو او نظریو دارنګه فلسفي یون تصوف بولي د تصوف په علم کې د ایمان غرض او نتیجه همدغه توحید دی، دې نتیجې ته د رسیدلو په غرض صوفیانو د ریاضت او مجاهدو بیلې بیلې طریقې او ذریعې رایستلې دي، چې د هغو په مرسته انساني روح د نفس او شیطان له منګولو څخه ازادوي او د عناصرو له تیارو څخه یې راباسي تر څو چې خپله اصیله رڼا او ځلا بیا ومومي.
د پیر روښان د زمانې نه څو پیړۍ د مخه دا فلسفه هندوستان ته رارسیدلې وه او دا د تصوف د رهبرانو د هلو ځلو برکت و، چې په هندوستان کې د اسلام دین پراختیا او ټینګښت وموندلو، خو د پیر روښان په زمانه کې دا فلسفه ډېره عامه او خاصه مقبوله شوه، د هندوستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې داسې ځای نه و چې هلته دې کوم صوفي بزرګ او یا پیر موجود نه وي ، بلکه د دوی د ارشاد او تلقین دایره تر پښتونخوا پورې هم پراخه شوې وه، خدای پاک په دې وخت کې پیر روښان په پښتنو کې پیداکړ، په نتیجه کې پیر روښان یوه نوې او مستقله سلسله او طریقه رامنځ ته کړه، چې د روښاني تصوفي طریقې په نوم سره یادیږي.
د پیر روښان په طریقه کې اوه خویونه چې د روښانیه طریقې اصول او اهداف تشکیلوي چې زما د لیکنې موضوع نه ده؛ خو یوازې د دغو اوو خویونو نومونه به دلته ذکر کړو (توبه، توضیع، مراقبې، مجاهدې، عزلت، خلوت، ذکر او طلب څخه عبارت دي ) او اته مقامونه چې په تفصیل سره به یې ولولو.
روښان د یوه سالک لپاره اته مقامات مقرر کړي دي، چې سالک باید دغه اته مرحلې طی کړي او د کمال لوړې مرتبې ته ورسیږي پخپله روښان وایي : چې ما په خپل سیر او سلوک کې دغه مراتب طی کړل، دی تاکید کوي، چې دغه علم باطن دی او باید سړی یې له پیر کامل څخه زده کړي. پیرکامل هغه دی، چې دغه اته مقامونه یې طی کړي وي، د روښان دغه اته مقامات ارزاني داسې بیانوي:
شریعت دی، طریـــــــقت دی حقیقت یې مــــــعرفت دی
هر چې دا څلور یې خپل کړل د بابا ادم پــــــــر پـــــت دی
بل قربت ،بل یې وصلت دی بل وحدت، بل سکونت دی
د روښاني تصوفي دورې مقامونه به اوس له لږ تفصیل سره ولولو.
۱ــ شریعت : د روښانیه طریقې د مریدانو لپاره د شریعت مقام ډېره سخته او ستوغه مرحله وه، د اخوند درویزه په قول پیر روښان به د شریعت په مقام کې په خلکو دومره سختي راوستله، چې د خلکو زړه به یې له شریعته شین کړ، پیر روښان به په خپلو مریدانو د شریعت د امر او نهی او د اسلام د پینځو بناوو سخت تاکید کاوه، له دروغو او ناوړه خبرو څخه به یې منع کول، د اسلام په پینځو بناوو پوهیدل او پرې عمل کول یې امر او د اسلام د پینځو بناوو ترکول یې نهی ده.
میرزاخان انصاري وایي :
ریښـــــــــــــــتیني لار دغه ده چې عمل په شریعـــت کا
شریعت ریښتیا ګفــــــــتار دی صادقان دې صداقـت کا
د اسلام پینـــــــــــــځه بینا دي مومنان دې یې طاعت کا
ناروا دروغ دې پـــــــريږدي او پرهیز دې له غیبت کا
چې ثابت په شریعـــــت شي ترو دې یون په طریقت کا
دولت لواڼی وایي :
شریعت ریښتیا ګفتار د پیـــــــغمبر حذر کړه له غلا ،زنا،له غیبتونه
پنج بنا،حلال،حرام پیژندګلوي ده عمل کړه په واړه حکم په رکنونه(۷: ۲۲)
ارزاني وایي چې شریعت پنځه حرفه دی او هر حرف یې بېل مقصد لري : ش: شرم له خدایه ، ر: روا چارې، ی: یاري لربه ، ع : عبادت ، ت: توبه ده.
۲ــ طریقت: د طریقت په مقام کې په سالک باندې د څلورو عالمونو پیژندل دي، دا څلور عالمونه دا دي: د زړه عالم چې د فرښتو عالم هم ورته وایي، د روح عالم، د نفس عالم او د شیطان عالم، د زړه او روح عالمونه سړی د طاعت او طلب په لور بیایي او د نفس او شیطان عالمونه سړی د دنیا په چارو ګماري او د ګنا، کبرو غرور په لور یې کشوي. په دې مقام کې باید سالک په خپل ځان کې د فرښتو خوصوصیات پیدا کړي.
د طریقت په مقام کې په سالک باندې امر دا دی، چې د زړه او روح د عالمونو په نغوته به عمل کوي یعني طلب او طاعت ته به اوږه ورکوي او نهی د شیطان او نفس په نغوته عمل کول دي.
میر زاخان انصاري وایي:
طریقت خوی دې فرښتو دی چې بندګي په هر ساعت کا
دغه زړه په مثال تخـــــت دی پرې دوه څیزه عـــداوت کا
که په نغوته د شیطـــــان شي ډېر به خوار په ضــلالت کا
که په نغوته د فرښــــــتو شي په پاکۍ به عــــــــــبادت کا
دولت وایي:
طریقت، فعــــــــــــــل کردار دایم فرض شوی د صانع طاعت په واړه انـــــــــــــــدامونه
خمس حواس بندي کول خوی د فرښتو دی په صافي پاکي همیش دي ریاضـتونه
ارزاني د طریقت پنځه حرفیزه کلمه هم تحلولوي: ط: طوق بندګي ، ر: ریاضت تن، ی: یون په ورځ په شپه،ق: قدم راستي، ت: تن پاک.
۳ــ حقیقت : د حقیقت په مقام کې په سالک باندې په تفصیل سره د ارواګانو پیژندل دي، اروا ګانې په بدن کې درې دي، یو جاري روح دی، چې لس ګونې حواس ور پورې تړلي دي، دا جاري روح انساني روح بلل کېږي، جاري روح د خوب په وخت له بدن څخه وځي او په ویښه بیرته ورننوزي، همیشه ژوندی دی دا چې عقل ورسره ملګری دی د خیر او شر پوښتنه له دغه څخه کېږي، دویم مقیم روح دی، چې د هرې اسوېلې سره راوزي د انسان وجود په دې روح سره ژوندی او قایم دی؛ خو لکه د جاري روح غوندې تمیز نه لري او حیواني روح دی، دریم روح روح الامین دی، چې روح اعظم هم ورته وایي، چې په ټول عالم لکه د درياب غوندې محیط دی، دا روح له جاري روح او مقیم روح سره تړلی دی، دغه ډول د عالم څلور واړه ارواح یعني جمادي، نباتي، انساني او حیواني ټولې د لوی روح ( روح الامین) له برکته قایمې دي. په دې مقام کې اساسي عنصر خفي ذکر دی، له دې امله د باطن صفایي حاصلیږي.
امر د دې مقام دایمي ذکر او غفلت یې نهی ده.
میر زاخان انصاري وایي :
د ګمان مورچه دې واخلي د خدای یاد دې مشغلت کا
تل دایم دې په یـاد اوسي او پرهیز دې له غــــفلت کا
بیهوده عمل دې پـرېږدي ترو دې مینه په خــلوت کا
دولت وایي :
حقیقت د زړه طاعت د نبي حال دی المدم د مذکور یاد دی
۴ــ معرفت : د معرفت په مقام کې په سالک باندې د حق ذات پیژندل دي، د حق ذات لکه د بحر په څیر دی چې هر څه په کې ډوب دي لکه د نور په شان دی چې هر څه پرې روښانه دي، لکه د آب حیات په شان دی چې هر څه پرې ژوندي دي، د حق ذات لکه د دریاب غوندې دی او بندګان یې لکه د ماهیانو په شان دي، چې په دغه دریاب سره ژوندي دي، او ماهي چې هرې خوا ته مخ وګرځوي مخ یې د اوبو په خوا وي؛ نو په سالک لازم دي، چې دا وپیژني چې بنده په هر لوري مخ اړوي؛ نو یې مخ د حق تعالی جل جلاله په لوري وي. لنډه دا چې په دې مقام کې سالک د حق تعالی دیدار ته رسیږي.
د دې مقام امر دا دی، چې سالک به د زړو په سترګو د تل لپاره د حق تعالی جل جلاله د ذات کتنه کوي، او نهی یې دا ده، چې د حق تعالی جل جلاله ذات نه ګوري.
میر زاخان انصاري وایي:
د ارواح تــــــــــــــــــــــــجلی دا ده چې د دیدن د مـــعرفت کا
دی بې مثله لوی دریـــــاب دی چې د زړه په دید عزلت کا
نه یې رنګ نه یې مکان شـــــــته یــــــو بې مثــله اشارت کا(۱: ۱۱)
۵ــ قربت: په دې مقام کې په سالک باندې دا زده کړه ده چې په دې ځان وپوهوي چې د حق تعالی جل جلاله قربت په اعلی په ادنی په فرښتو، په شیطان او په انسان په اول او اخر په باطن او په ظاهر یو شان دی، سالک ته په کار دي، چې په دې مقام کې ځان دې شیانو په اوازونو پوه کړي، سړی چې هر اواز اوري هغه دې د حق تعالی څخه ګڼي؛ خو دا اوازونه به له دوو حالتونو څخه بهر نه وي، یا به د رحم اواز وي او یا به د قهر اواز وي، د رحم اواز هغه اواز دی د کوم په ذریعه چې سړي ته یقین او هدایت حاصل شي، چې هغه د ګناه او غفلت څخه راوباسي او دا د کاملانو اواز دی او سالک باید دغه د رحم اواز چې رحماني اواز دی اختیارکړي، د قهر اواز د ناقصانو اواز دی چې سړی یې په اوریدو سره ګناهګاریږي او د حق د ذکر څخه یې غافلوي. په دې مقام کې د سالک غوږونو ته دحق اواز رسیږي .
امر په دې مقام کې دا ده، چې سامع عارف به هر اواز دې حق اواز ګڼي د هغه په تسبیحاتو به ځان پوهوي او نهی یې دا ده چې هر اواز د حق اواز ونه ګڼي.
میرزاخان انصاري په دې اړه وایي:
اواز کل واړه له یـــــــوه دي ګهی قهر ګاه رحمت کا
چې په ځمکه په اسمان دي د یوه مـــــــولی صفت کا
کر بعـــــید پرې نه پوهیږي ثنا واړه په لغــــــــت دی (۱: ۱۰)
۶ــ وصلت: په دې مقام کې سالک خپل ځان خدای جل جلاله ته سپاري، ژوند چې د خدای جل جلاله امانت دی سالک به دغه امانت خپل څښتن ته سپاري.
د دې مقام امر دا دی چې سالک به خپل ځان د مرګ نه وړاندې په مړه حسابوي، غږیدل، لیدل تګ او راتګ ،خوراک او څښاک او ژوند او ژواک به یې ټول په حق تعالی جل جلا له پورې وي، خپل ټول صفتونه به د حق له خوا ګڼي، نهی یې دا ده، چې سړی خپل صفتونه لکه پوهیدل، غږیدل، اوریدل او نور د وجود د صفتونو څخه وګڼي نه د حق تعالی جل جلاله څخه.
ارزاني وایي :
په وصلت د واصلانو یوکیده دي له یوه وجود شمېرل د واړه وجودونه
۷ــ وحدت: د وحدت مقام د فنا فی الله مقام دی، په دې مقام کې به سالک ځان د حق په ذات کې محوه ګڼي او ځان به د حق د ذات سره داسې رنګه یو او یګانه بولي، لکه د مالګې په کان کې چې هر څه لوېدلي وي؛ نو مالګه بلل کېږي، او لکه د باران څاڅکي چې په درياب کې پريوزي؛ نو دریاب بلل کېږي. د وحدت په مقام کې به ذاکر د کل ذکر کوي ، د ځان څخه به ناخبره وي، موحد د کل ذکر په اختیارولو سره کل بلل کېږي، د دویۍ او غبرګون خیال به په زړه کې نه راولي په دنیا کې چې څه علم او عمل دی هغه د همدغه توحید لپاره دی.
د وحدت د مقام امر دا دی، چې موحد هره خوا خپل مخ اړوي؛ نو خپل مخ به ویني که ښکلی مخ وي او که ناولی هغه به خپل مخ ګڼي، هر اواز چې اوري؛ نو خپل اواز به یې ګني، که د چا صفت کوي که غیبت که چاته زیان یاګټه رسوي؛ نو داسې به یې ګڼي لکه له خپل ځان سره يې چې کوي، نهی یې دا ده چې هر څه لکه ځان نه ګڼي او هر عمل چې کوي داسې یې نه ګڼي چې د خپل ځان سره یې کوي.
د وحدت په مقام کې د شیطان خطر او د موحد او ملحد فرق: په دې مقام کې شیطان کوشش کوي، چې موحد تېر باسي، شیطان ورته وایي، چې ای د خدای سره یو شویه موحده! د خلکو مال د خدای مال دی د خلکو مال موحد ته حلال دی ځکه چې موحد د خدای سره یو شوی دی په موحد د امر او نهی پابندي نشته ځکه چې په پادشاه د چا حکم نه چلیږي هر څه چې کوي کوه یې ځکه له تا نه پوښتنه نه کېږي.
هر هغه څوک چې د شیطان په دې خبرو تیر وزي هغه ګناهګار او ملحد دی ځکه چې دا د نفس او هوا لاره ده ، موحد وای هغه څوک دی چې د نفس د هوا او حق تعالی جل جلاله تر منځ فرق وکړای شي د نفس هوا تر پښو لاندې کړي او د خدای سره یګانه شي.
میرزاخان انصاري وایي:
هر واصل چې یګانه شــــي ننداره به د وحدت کا
واحد خلاص له بندګی دی او نه جرم جنـــایت کا(۱: ۱۰)
۸ــ د سکونت مقام: د سکونت مقام د وحدت بام دی ، د سکونت په مقام کې د روح او تن صفتونه سره بېلېږي، روح لکه د سواره او تن لکه د تیزوني په شان وي، روح لکه د رب او تن لکه د مربوب غوندې وي، د تن صفتونه راشه درشه، اورېدل، خوړل، څښل، کیناستل، او پاڅېدل؛ خو روح له دغو صفتونو څخه خلاص دی، د تن صفت د روح لپاره عذاب دی د حق تعالی جل جلاله صفت د روح لپاره راحت دی، ساکن به (تخلقو باخلاق الله) ته په پام کولو سره خدایي خوی اختیاروي، خپل بشري صفتونه به پرېږدي، د سکونت د مقام نهی بشري صفات درلودل دي، ساکن چې کله خدایي خوی اختیار کړ؛ نو مسکین وبلل شي، مسکین هغه څوک دی، چې طلب او غوښتنې څخه کراري ومومي.(۱۲: ۱۲۵)
د پورته اته مقامونو ترڅنګ هغه کسان چې د بایزد د طریقت پر لار روانیږي؛ نو بایزد ورته اووه صفته ټاکلي دي. د روښاني لارې یو پیرو باید دغه صفات ولري .
هغه اووه صفتونه دا دي:
۱- له حرامو دې ځان وژغوري.۲- اسراف دې نه کوي، لږ دې خوري او لږ دې څښي.۳ : خبرې دې لږ او په نرمۍ کوي، او بدې خبرې دې نه کوي.۴ ـ خوب دې لږ کوي، په خوب او ویښه دې خدای په یاد ساتي.
۵ـ دې نیکانو صحبت دې کوي او د بدانو د صحبت دې ځان ژغوري.۶ ـ لوی خدای ج دې تل پټ یادوي .۷ ـ لوی خدای ج به په یووالي پیژني او تل دې د خدای ج په یاد کې وي.(۵: ۱۳ـ۱۵)
بایزید په خپله تصوفي لار کې د یوه سالک لپاره لوړ ياد شوي اته مقامات مقرر کړي دي او د دې لارې هر لاروی باید دغه اته مرحلې تېرې کړي، د دوی په وینا چې د کمال مرتبې ته ورسیږي؛ خود اسلامي علماوو له نظره دا عقیده چې د وحدت الوجود عقیده ده غلطه او له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده بله عقیده چې د وحدت الشهود عقیده ده، چې د وحدت الوجود په مقابل کې رامنځ ته شوې صحیح او له شریعت سره موافقه عقیده ده، د وحدت الوجود ما نا دا ده، چې همه اوست(ټول دی دی) هر څه بېرته ورګرځېدونکي دي او له خدای سره یوځای کېږي؛ خو د وحدت الشهود مانا همه از اوست( ټول له هغه دي) یعنې هیڅ وخت بنده له حق ذات سره یوکېدای نشي خدای پاک چې ټول موجودات یې پیداکړي دي بېل او بنده ګان او نور موجودات بېل دي، د حق ذات الله جل جلاله دی او له خپلو بندګانو به د ښه او بد پوښتنه کوي. الله جل جلاله هغه ذات دی چې په خپله موجود دی او په هر کمال سره موصوف دی، او د هره عیبه څخه پاک دی، د دې ذات پر شته والي او یګانګۍ ډېر دلایل موجود دي:
اول دلیل: ټول انبیأ علیهم السلام او ټول حکماء او په هر دور کې د هر قوم اکثریت د دې ذات یګانګۍ او شته والي باندې باور او یقین لري، دې دلیل ته اجماع ویل کېږي.
دوهم دلیل: په دې جهان کې یو مکمل نظام موجود دی، د دې جهان د هر شي خپله خپله وظیفه وي او د فکر کولو څخه وروسته دا معلومیږي، چې د دې جهان دا نظام قابل دې زوال دی، مثلاً چې د سپوږمۍ څخه یوه کیلو ماده راوړل ممکن دي؛ نو د ټولې سپوږمۍ راوړل او د سپوږمیز نظام ختمیدل هم ممکن شول او چې د ځمکې څخه یوه کیلو ماده وړل ممکن شول نو د ټولې مځکې زوال هم ممکن شو، او چې د یو کیلو اوبو څخه بخارات جوړیدای شي ، نو ټولې اوبه هم په بخار بدلیدی شي، چې د یو انسان مړه کیدل ممکن دي نو ټول انسانان مړه کیدای شي، د ستورو او شمسي نظام ختمیدل هم ممکن دي نو معلومه سوه چې دا جهان پیداکړل شوی دی، ازلي او ابدي نه دی؛ نو کله چې دا ثابته شوه چې دا جهان پیداشوی دی؛ نو سوال پیدا کېږي چې د دې جهان پیداکوونکی څوک دی، ایا پیداکوونکی یې ۱ـ یو جز دی ۲ـ دا ټولې اجزاوې دي ۳ـ دا جهان پخپله دی او که ۴ ـ د جهان څخه یو خارج ذات دی. ۱ـ دا ناممکنه ده، چې پیدا کوونکی د دې جهان یو جز شي ځکه چې دا جهان معدوم وو او معدوم پیداکول نشي کولای۲ـ دا هم ناممکنه ده، چې د دې جهان پیداکوونکی دې دا ټول اجزاوې وي ځکه چې دا ټولې اجزاوې معدومې وې؛ نو دا اجزا هم معدوم وه، او معدوم پیداکول نشي کولای. ۳ـ د دې جهان پیداکوونکی دا جهان یعني دا مربوطې او منظمې اجزاوې نشي کیدای ځکه بیا هغه خبره چې معدوم پیداکول نشي کولای. ۴ـ نو لازمه شوه چې د دې جهان پیداکوونکی یو داسې ذات دی، چې د دې جهان څخه خارج لکه د میل، ساعت او نورو شیانو جوړوونکی، چې خارجي ذات دی او په لازمي طور سره به دا خارجي ذات هر قسم کامل وي، حیات، علم، قدرت اراده به لري. مړ، بې علمه، بې شعوره، عاجزه او مجبور پیداکول نسي کولای، او دا ذات به کوڼ، ړوند او ګونګی نه وي که وي نو داسې ذات خو ناقص ذات وي، او محتاجه وي، دی قابل د پیداکولو نه وي. خلاصه دا چې که دا خارجي کامل ذات موجود نه وای نو دا سلسله د وجود به نه وای شروع شوې.
دریم دلیل: د اوبو طبیعت او خاصیت دی، چې خپله سطحه همواره ساتي او اختلاط او ګډون غواړي نو پر دې قاعده باندې دا ضروري وه، چې د سمندرونو د اوبو یو رنګ او یو خوند وای لیکن دوی مختلف دي او د دې طبیعت څخه مانع بل شی نسته ماسوا د یوه خارجي طاقت څخه چې الله جل جلاله دی.
۴ـ انسان چې کله په یو مشکل کې ونښلي او د ظاهري اسبابو څخه مایوسه شي نو الله جل جلا له ته زاري شروع کړي او مشکل یې حل سي؛ نو معلومه سوه چې یو ذات مشکل کشا شته، چې هغه الله جل جلاله دی.
الله جل جلاله یو دی، یعني ده لره شریک نسته، نه په ذات او نه په صفاتو کې، نه په افعالو کې او هر څوک چې د الله جل جلاله په صفاتو او افعالو کې ځان شریک بولي نو هغه مشرک، کافر او ملحد دی، د یوالي مانا دا ده، چې الله جل جلاله یو دی، د الله جل جلا له د ذات په شان دوهم ذات نسته، الله جل جلاله د همیشه دپاره ژوندی دی او دا ژوند د ده ذاتي دی. ماسوا د الله جل جلاله څخه پرته د نورو شیانو حیات نه ذاتي او نه دایمي دی، د مخلوقاتو علم نه دایمي دی او نه کلي دی؛ خو د الله جل جلاله علم کلي او دایمي دی. خدای دې وکړي، چې د پیر روښان، تصوف، روښاني تصوف او اسلامي علماوو د نظریو په اړه چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوې وې د لوستونکو لپاره یو ګټور ماخذ واوسي.
ماخذونه
۱ـ ارزاني، خویشکی.(۲۰۰۵م). دیوان. کابل: پښتو اکاډمي.
۲ـ انصاري، میرزا خان .(۱۳۵۴ل)، د میرزا خان انصاري دیوان. کابل: پښتو ټولنه.
۳ـ ایوبي کندهاری، محمد نادر.(۱۴۴۸ هـ ق).عرفان، دوهم چاپ.لاهور:صحاف نشراتي مؤسسه.
۴ـ حبیبي،عبدالحی.(۱۳۸۴ ل ل).د پښتو ادبیاتو تاریخ،لومړی او دویم ټوک. پیښور : دانش خپروندیه ټولنه.
۵ـ رفیع، حبیب الله.(۱۳۸۰ل ل) کتابونه دریابونه، د بایزید روښان ژوند او اثار. پیښور: د امان خپرولو موسسه.
۶ـ ریښتین،صدیق الله.(۱۳۷۷ل ل). د پښتو ادب تاریخ، دویم چاپ. کابل: پښتو ټولنه.
۷ـ زغم ، احمد شاه.( ۱۳۹۰ل ل). تصوف په پښتو ادب کې. کابل: د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د لنسانس دورې لېکچر نوټ.
۸ـ ښکلی، اجمل(۱۳۸۹ل).تصوف او ادب. کابل: صمیم ادبي ټولنه.
۹ـ لواڼی ، دولت.(۱۳۹۱ل ل)، د دولت لواڼي دیوان، دویم چاپ، د پوهاند عبدالشکور رشاد په سریزه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۱۰ـ هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۸۸ل ل ) د بایزید روښان یاد. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ.
۱۱ـ هیوادمل، زلمی.(۱۳۷۹ل ل). د پښتو ادبیاتو تاریخ. پیښور: دانش خپروندیه ټولنه.