ولسمشر غني ان د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ولس ته ویلي وو چې بهرنۍ مرستې او بسپنې د اوږدمهال لپاره زموږ ستونزې نشي حلولی، نو د همدې لپاره یې له ولس سره یوه مهمه ژمنه دا وه چې واک ته له رسېدو وروسته به د افغانستان د کاواکه او جنګ ځپلي اقتصاد د ودې لپاره پام وړ او اساسي کارونه کوي.

واک ته له رسېدو وروسته چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتلووو، نو لومړۍ شپږ میاشتې ولسمشر غني خپل تمرکز په امنیتي وضیعت باندې زیات کړ. د همدې لپاره یې بهرني سفرونه وکړل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره یې د نړیوالو ژمنې تازه کړې. ځکه د ټولنیزو، انکشافي، اقتصادي او نورو چارو لپاره امنیت تر ټولو مهم و چې د افغانستان د بقا مسله ورپورې مستقیماً تړلې وه.

 د دې ترڅنګ تر څو چې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه وي، نو پانګوال او تاجران په افغانستان کې پانګونې او سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي او له دې مه واره اقتصادي وده ستونزمنه او ان ناشونې ده. د دې ترڅنګ یې د انرژۍ تولید ته هم پام ډېر کړ او په دې برخه کې یې د کار او پانګونې ګڼ فرصتونه نړیوالو او ملي پانګوالو ته تشریح کړل او هغوی یې په دغو برخو کې پانګونې ته وهڅول. دا مهال د هیواد په داخل کې د ابي، لمریزې او بادي برېښنا د تولید په برخه کې ګڼې پانګې جذب شوي او لا هم د جذب په حال کې دي، ځکه ولسمشر برېښنا د زیربنا زیربنا بولي او په هیواد کې د صنعت او اقتصادي ودې لپاره برېښنا د امنیت هومره اړینه او مهمه ده.

ولسمشر غني د دې لپاره ترانزیتي او هوایي دهلېزونو ته هم پام ډېر کړ او دا مهال افغانستان له ګڼو هیوادونو سره هوایي دهلېزونه لري چې وروستی هغه یې له چین سره پرانیست او د دغه دهلېز له لارې یې د افغانستان جلغوزي چین ته صادر کړل. ښاغلي غني د پکتیکا،پکتیا،او خوست ولایتونو خلکو ته وویل چې د دغو ولایتونو جلغوزیو ته به خاصه پاملرنه کېږي او ستاسو مسوولیت هم همدا دی چې د جلغوزیو له ونو  څخه ساتنه وکړئ. همدارنګه د هوائي دهلېزونو له لارې به شااوخوا یو میلون ټنه افغاني توکي صاریږي چې تر دې دمه ۵۰۰ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي دي،چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړي ځل دی چې نړۍ ته یې هوايي دهلېز لاره پرانیستله.

همدا شان څو ورخې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د لاجوردو لاره چې پخوا به ورته د ورېښمو لاره هم ویلې په هرات ولایت کې پرانیسته چې په دې سره یې یو تاریخي موقیعت بیا راژوندی کړ.اوس افغان تجاران کولی شي چې په اسانۍ سره خپل مالونه اروپایي هیوادونو ته صادر کړي،او افغان حکومت په دې باور دی چې له دې لارې به افغان محصولاتو ته بازارونه پرانیستل شي او سوداګري به ورسره اسانه شي.

ولسمشر غني په دې کارونو سره داخلي عواید زیات کړ، د افغانستان په لوېدلي اقتصاد کې یې یو ځل بیا تحرک ایجاد کړ او باور دی چې په دې برخه کې به نور ډېر داسې پرمختګونه وشي چې د هیواد او خلکو د ژوندی اوسنی وضعیت ورسره مثبت بدلون ومومي. ولسمشر غني له دې سره د افغانانو زړونه یو ځل بیا لاسته راوړل. او کړې ژمنې یې عملي کړې.