رېښتینی دین
(لومړۍ برخه)
یادونه: «رېښتینی دین» د رېښتینو پېښو پر بنسټ لیکل شوی دی

تاج محمد د ۲۰۰۱ زېږدي کال د اکتور میاشتې په اوومه نېټه، کله چې امریکایانو په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل، نړۍ ته سترګې وغوړولې. تاج محمد د نوي پېر رېښتینی زوی و: کله چې یې عمر ۱۵ کالو ته ورسېد، نو هغه د دې نړۍ د ټولو حرامو شیانو خوند څکلی و. د کابل په «ډيپلومات» نامه نڅاځي کې داسې څوک نه و، چې له تاج محمد سره د شرابو څښلو او نجنو ته په پیسو ورکولو کې سیالي وکړي.
یوه ورځ تاج محمد په «ډيپلومات» کې د خپلو ملګرو مېلمستیا کړې وه. خپلو ملګرو ته یې مسکایي وویل: «نن تاسې ټول زما مېلمانه یاست! ژوند یو دی - خوند ورڅخه واخلئ! هر یو مو کولای شي، چې یوه نجلۍ خوښه کړي، پیسې یې زه ورکوم، خو هغه غټې غټې سترګې لرونکې نجلۍ زما ده، پام کوئ، چې حتی ور ته و نه ګورئ، که نه نو، سترګې مو راباسم!» تاج محمد له دې وینا وروسته ګوته د نڅاځي په بله خوا کې ناستې ښکلې نجلۍ ته ونیوله او چوپړوال ته یې ورږغ کړ:
- هلکیه راشه! د هغې پرښتې نوم څه دی؟ زه پر مئین شوی یم.
- د هغې نوم انجیلا دی. پر ساعت ۲۰۰ ډالره اخلي.
- نه، په یوه ساعت زما تنده نه ماتېږي، د ټولې شپې لپاره یې غواړم.
- د ټولې شپې لپاره ۵۰۰ ډالره غواړي.
- ډېر ښه! ورشه ور ته ووایه، چې زه یې غواړم.
چوپړوال نجلۍ ته ورغی او په غوږ کې یې د تاج محمد پیغام ورواوره. نجلۍ تاج محمد ته په زړه ویلي کوونکو سترګو وکتل او مسکايي یې چوپړوال ته وویل: «پر ساعت ۳۰۰ او پر ټوله شپه ۷۰۰ ډالره غواړم، خو نن ټوله شپه نه شم ورسره تېرولای، ځکه یو بل مشتري لرم. ملګري ته ووایه، چې پښېمانه به نه شي. لوړه کوم، چې دا شپه به دی هیڅکله هېره نه کړي!»
چوپړوال بېرته تاج محمد ته ستون شو او د نجلۍ ټولې خبرې یې ور ته تکرارې کړې. تاج محمد وویل: «دا دې راووځي، د ټولې شپې په اړه به په موټر کې وږغېږو. زه چمتو یم، چې پر یوه شپه زر دالره ورکړم. د دې ښکلا په یو میلیون ډالره هم ارزي!»
تاج محمد خپلو ملګرو ته دوه زره ډالره ورکړل، ترڅو هغوی هم د مینې پرښتې کرایه کړي او پخپله له «ډيپلومات» څخه ووت. یوه ګړۍ وروسته له «ډيپلومات» څخه نجلۍ هم راووتله او دوی دواړه په موټر کې سپاره شول. کله چې تاج محمد انجیلا له نژدې څخه ولیدله، نو پوه شو، چې په هغو سلو ښځو کې، چې ده ورسره جنسي اړېکې درلودلې، دا تر ټولو ښکلې ده. انجیلا نه یوازې ډېره ښکلې وه، بلکې په سترګو کې یې ځانګړې برېښېدا وه، چې د عقل او ځېرکتیا څرګندويي یې کوله. انجیلا پوښتنه وکړه:
- په موټر کې غواړې د جنت خوند ووینې او که کوم بل ځای ته ځو؟
- نه، زه په ګلبهار پلازه کې ډېر ښه کور لرم، هلته به ما ته جنت راښکاره کړې.
- ولې نه، خو لکه څنګه چې ما چوپړوال ته په «ډيپلومات» کې ویلي وو، زه یوازې یو – دوه ساعته وخت لرم، بیا باید خپل دایمي مشتري ته لاړه شم.
- نه، نن ته هیڅ ځای ته نه شې تللای، نن یوه یوازې زما د زړه ټولواکه یې!
- ګوره، ته ډېر ښکلی هلک یې او ډېر هوښیار هم ښکارې، زه چمتو یم آن له پیسو پرته ستا سره یو ساعت تېر کړم، خو زه په رېښتیا هم باید پر ۱۲ بجو خپل دایمي مشتري ته لاړه شم. هغه په څارګره اداره کې یو ډېر لوړپوړی چارواکی دی، که لاړه نه شم، ستونزې راته پیدا کوي.
- هیڅ تشویش مه کوه، زما پلار په بهرنیو چارو وزارت کې ډېر لوړپوړی چارواکی دی او هره ستونزه لېرې کولای شي، پر ما باور وکړه. زه غواړم، چې ته زما دایمي نجلۍ شې.
انجیلا تاج محمد ته وکتل، خو څه یې و نه ویل. دا نه پوهېدله، چې په زړه کې یې څه تېرېږي. له ځان سره یې وویل: «زما څخه حساب ورک شوی دی، چې ما څومره نارینه درلودل، زما څخه د ټولو مخونه حتی هېر دي، خو دغه هلک یو ځل بیا زما زړه راژوندی کړ، دی ډېر زما لومړۍ مینې نجیب ته ورته دی». یوه شېبه وروسته انجیلا تاج محمد ته وویل:
- نه، تا نه پوهېږې، هغه زورواکی دی، خدای مه کړه، مړ دې نه کړي.
- هیڅ تشویش مه کوه، زما پلار ډېر ملګري لري! که اړتیا وه، آن ولسمشر ته ټېلېفون کولای شي.
- راځه داسې وکړو: اوس به ګلبهار ته لاړ شه، یو ساعت به تېر کړو، بیا به ان شاء الله سبا سره ووینو.
- نه، زه دا نه شم منلای، ته باید یوازې زما اوسې.
- هیله کوم، که زه په رېښتیا ستا خوښېږم، زما خبره ومنه. سبا زه له پوهنتون وروسته وزګاره یم، سره وبه وینو.
تاج محمد څه و نه ویل. دوی ګلبهار پلازه ته ورسېدل او پټه خوله اپارتمان ته پورته شول. تاج محمد انجیلا ته وویل:
- اوس نو ته باید خپلې هغې خبرې په داګه کړې، چې په «ډيپلومات» کې دې کولې. زه غواړم، چې په مینه کې لاهو شو! زه غواړم، چې ته او زه یو شو! زه غواړم، چې جنت ته سفر وکړ!
- زه تل پر خپلو خبرو ولاړه یم او اوس به ته په دې ډاډه شې. زما په مشتریانو کې حتی د اروپايي هېوادونو د سفارت کارکوونکي دي او ټول په یوه خوله وايي، چې هیڅکله او هیڅ ځای یې له ژوند څخه داسې خوند نه دی اخیستی، لکه زما سره.
یو ساعت وروسته انجیلا وویل، چې نور دلته نه شي پاتې کېدای، باید په بېړه لاړه شي:
- زه باید لاړه شم، خو ما و تا به سبا ووینو.
- نه، زه تا نه پرېږدم، له دې وروسته ته یوازې زما یې!
- لېونتوب مه کوه، ښه پوهېږې، چې اوس باید لاړه شم، خو زما زړه به ستا سره وي.
انجیلا له کټ څخه پورته شوه، چې کالي واغوندي، خو تاج محمد هغه له لاس څخه ونیوله او بېرته یې کټ ته پورې وهله. انجیلا هڅه وکړه، چې خپل لاس خوشې کړي، خو تاج محمد هغه ډېر کلک نیولی و، نو دې په ژړانده ږغ وویل: «ته زما له برخلیک سره لوبې کوې. کله چې زه وایم، چې دایمي مشتري مې ستونزې راته پورته کوي، دا ټوکې نه دي. هیله کوم، لاس مې خوشې کړه، زه باید لاړه شم».
تاج محمد د انجیلا لاس خوشې کړ، هغه بیا پورته شوه، چې کالي واغوندي، خو نابوبره بېرته پر کټ ولوېدله - تاج محمد دا په سوک ووهله او چیغې یې ووهلې: «هیڅوک هیڅکله ما ته ٫٫نه٬٬ نه شي ویلای، زما هره خبره امر او قانون دی!» انجیلا ساندې ویلې او زارۍ یې کولې، خو تاج محمد نه څه اورېدل او نه یې څه لیدل. لس دقیقې وروسته د تاج محمد پام شو، چې انجیلا غلۍ شوه. یوازې اوس دی پوه شو، چې څه یې وکړل – لاسونه یې په وینو ککړ وو او د انجیلا په مخ کې ژوندی ځای نه و. تاج محمد د انجیلا لاس ونیو او پر خپل زړه یې کښېښاوه او بخښنه یې ورڅخه غوښتله، خو هغه مړه وه...

نور بیا

پامیر زیارمل