داچې دپښتو ژبژغورنې ملي غورځنگ په ډير لږ مهال کې لوالتيا ډيره کړه دا يوه اړتيا انگيرل کېده ، تشه وه چې ‏بايد ډکه شواى واى خو د رب پر سترې لورينې دا تشه مخ په ډکېدو ده ‏
اوس مهال يې مينه پال ، مينه وال ، او ليوال يې مخ پورته کېدو دي نو له دې سره د غورڅنگ پازه هم ډيريږي ‏او بايد د مېنه والو وړانديځونو ته هم ځير وي
رغنده نيوکوته هم ځواب ولري ‏
دا غورځنگ د خپل کار د ژبې دپالنې لپاره د هېواد اساسي قانون ١٦ ماده د استدلال لپاره وړاندې کوي ‏
ماده په دې ډول ده ‏
شپاړسمه ماده
‏ د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه ‏پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.‏
‏ دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.‏
‏ د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي. ‏
بيا د همدغه مادې په بله کرښه کې وايي (او په هېواد كې د نورو ‏مروجو ژبو له جملي څخه( پښتو او دري ) د ‏دولت رسمي ژبې دي.‏
اوس نود ژبژغورنې ملي غورځنگ بايد د خپل غورځنگ د لاښه ملي کېدا لپاره د پښتو ترڅنگ د دري، ‏اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو ويونکي له ځان سره مله کاندي ‏نو په دې سره به دولت اړشي چې دهېواد ټولو دوديزو (مروجو) ژبو ته پام وکړي او يوازې به پريوې رسمي ‏ژبه ټينگار نه کوي او د نوروژبو ويونکي به په پښتو ژبې سره له بې ځاى تربگنۍ لاس پر سر شي ‏
او مروجې (دوديزې ) لږ سر راپورته کړي
په دې سره به دا ١٦ ماده ټکي په ټکي د پلي کېدا لپاره لاره اواره شي ‏
دا غورځنگ بايد د ملي ټرمنيالوژۍ دودونې ته د رسنيو او دولت پام ورځير کړي ‏
بله دا چې غورځنگ دا څرگنده کړي چې د دري او فارسي تر منځ څه توپير دى ، دواړه يوه ژبه ده او که ‏بيلابيلې دا خبره بايد روښانه شي ‏
ايا فارسي د ايران او دري د افغانستان ژبه ده او که بيا هم ترمنځه توپير شته او که نه ؟
دپښتو ژبژغورنې ملي غورځنگ بايد د خپل غورځنگ پر کال هېنداره ( کالني مهالويش) ‏
د فبرورۍ ٢١ د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ او مى ٢٩ چې د غبرگولي له اتمې نيټې سره سمون خوري ‏
دپښتو دنړيوالې ورځې ته ډيره پام ولري دا دوه ورځې به پر پرتمينومراسمو لمانځي ‏
دپښتو ژبژغورنې ملي غورځنگ د فيسبوک په گروب ياډلې کې نامتو پوهاند او ليکوال او دولتي چارواکي لکه ډاکټر لطيف ياد ، ډاکټر مجاوراحمد زيار ، ستانک مير زهير شينوارې ‏اوداسې نور
که په دې گروپ يا ډلې کې خېبرپښتونخوا او کويټې پښتانه ليکوال هم ور ډير کړاى شي نو ښه خبره ده ‏
او په پاى کې د ولسمشريزو ټاکنو کې د هرهغه چا ملاتړ چې دپښتو ژبژغورنې ملي غورځنگ موخې پلى کړاى ‏شي اوبس ‏