پښتوژبه نن په افغانستان ، پاکستان او په سيمې کې خپل ځانگړى ځاى لري گڼ شمير ويناوال لري ‏
پوره د يو(ملت) ژبه ده، که څه هم داپښتون ملت ويشل شوى خو پښتو ژبه يې يوه ده ‏
نن ورځ په رسنيز چاپيريال کې پوره او غوښن ځاى لري، خو د حکومتونو او د ځينوناپوهو پښتنو له خوا پامه ‏غورځولې ده ‏
ځينې سياسي ، کورني او بهرني لاملونه هم شته چې د پښتو د ودې او پرمختگ په لاره کې خنډ دي ‏
‏ دا يوڅو د گوتوپه شمير ورځې کيږي چې د فيسبوک له لارې د ژبژغورنې ملي غورځنگ پرنوم يوگډه گروپ ‏جوړشوى نن يې په ننگرهار کې غونډه هم وکړه ځينې لوحې يې هم پرپښتو ليکلي دي ‏
‏ ما د ژبژغورنې ملي غورځنگ ملاتړ وکړ خو ځينو بيا پرما نيوکې وکړى او ورسره يې پوښتنې هم وړاندې ‏کړى چې زه يې دې ليکنې ته اړ ويستم ‏
پوښتنې په دې ډول دي ‏
نو پاکستان کې ولې اردو ليکل کيږي ؟ ‏
نو هیڅ یو پاکستاني ونه ویل چې ولې پښتو نه لیکل کيږي؟؟
په پاکستان کی هم پښتانه شته او کنه؟
لومړى پوښتنې ځواب ‏
په پاکستان کې دري ډول ژبې دي
‏ يوډول ته يې رسمي ، بل ډول ته يې قومي ( ملي ) او دريم ډول ته يې علاقه يي( سيمه ايزې) ژبې ويل کيږي ‏
لومړي ډول ‏
رسمي ژبه
‏ دپاکستان رسمي (دولتي سرکاري )ژبه انگليسي ده او بيا د برټش د بريتانيا انگليسي ‏
ټول دولتي او سرکاري کارونه په انگليسي ژبه دي دا يې رسمي ژبه ده او زده کړه يې اړينه او ضروري ده ‏
دويمه ډول يې ‏
قومي ژبه ‏
دلته قومي د ملي په معنا ده ‏
اردو ژبه بيا د پاکستان د ټولو پاکستانيانو لپاره د پوهاوې راپوهاوي ژبه ده چې په ټول پاکستان کې پرې خلک ‏له يو بل سره خبرې کوي دا هم په دولتي کچ رسمي ده خو له انگليسي څخه پورته نه ده ‏
اوس ورته د عمران خان پر مشرۍ حکومت دومره کار پيل شوي دى، چې عمران خان د لومړي وزارت ‏سوگند پراردو ژبه پورته کړ ، په دې کې د پاکستان د پخواني ولسمشر ممنون حسين ډير لاس وه ‏
د پاکستان پخواني ولسمشر ممنون حسين ته اردو ژبې خپل ارزښت درلوده خوښه يې وه ‏
دا لومړى ځل دى چې د ملگروملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پر ‏اردو ژبه خبرې وکړى ‏
دپاکستان په ښوونځيو کې هم دوه ډول نصاب دى يوه يې اردو او بل يې انگليسي دى ،خوخلک يې د انگليسي ‏نصاب ډوله ښوونځيوته ډيره پاملرنه کوي او خپل اولاد انگليسي ښوونځيوته وليږي اوښوونځي يې خپله رسمي ‏ژبه انگليسي کاروي او ورته ډيره پاملرنه کوي.‏
‏ د ښوونځيو لومړۍ ژبه يې انگليسي او دويمه ژبه يې اردو ده ‏
دپاکستان د ملي اسمبلي غړي د اسمبلى د غونډې پر مهال په انگليسي يا په ارود ژبه خپل رسمي دريځ وړاندې ‏کولاى شي او ليکلي دريځ يې بايد په انگليسي يا اردو وي ځکه يوه يې ژبه يې رسمي (دولتي )بله يې قومي يا ‏ملي ده ‏
دريم ډول علاقه يي (سيمه ايزې) ژبې دي ‏
دا ډول ژبې بيا ډيرې دي چې نه رسمي دي اونه ملي يا قومي خويوازې سندي ژبه ترې وتلې ده چې په سنده ‏کې رسمي ده ‏
پښتو ، هندکو، پنجابي ، کشميري ،سرايکي ، بلوچي ،اونورې ‏
دويمې پوښتنې ځواب ‏
نو هیڅ یو پاکستاني ونه ویل چې ولې پښتو نه لیکل کيږي؟؟
پښتو ، هندکو، پنجابي ، کشميري ،سرايکي ، بلوچي ويونکي دوى ټول په پاکستان کې د خپلو خپلو ژبو د ودې ‏او پرمختگ لپاره کار کوي ‏
خپلې خپلې ادبي ټولنې لري چې د خپلو ژبو د حق د ترلاسه کېدا لپاره کار کوي او اوبله دا چې د ټول هېواد په ‏کچ دولتي ټولنې هم لري ، چې قومي (ملي) وحدت ته کار کوي د ټولو ژبو استازي په کې شته د خپلو خپلو ‏ژبې استازيتوب کوي او جلاټولنې هم پر مخ وړي ‏
په پاکستان کی هم پښتانه شته او کنه؟
دا مهال د خېبرپښتونخوا د پخوانيو قبايلي سيمو په گډون او د بلوچستان په ډيرو سيمو کې پښتانه شته او دوي ‏ټول په پاکستان دننه او بهر د پاکستان اساسي قانون په رڼا کې خپلې پښتو ژبې ته کار کوي په پاکستان کې ‏پښتوژبې ودې او پرمختگ ته کار کوي ډيرې ادبي ټولنې لري ،پاکستان له حکومت څخه په خپلوخپلو سيمو کې ‏د ښوونځيو لپاره د پښتو د نصاب غوښته کوي ، په اردو او انگليسي ښوونيږ نصابونو کې د خپلو ملي اتلانو د ‏نومونو راوړل غواړي ‏
دا مهال د( خان تحريک) په نامه يوه غورځنگ له ډيره پخوا راهسې کار کوي او شعار او موخه دا ده چې ‏خپلو پښتنوته تعليم پرپښتو ژبه غواړو اوپښتنوته د خپل کلتور غوښتنه کوي ‏
مونږ په خپله ژبه کې يو شان نظام تعليم غواړو ‏
همدارنگه پر يوازې او انفرادي ډول هم د پښتونخوا پښتنو د خپلې پښتو ژبې د ودې او پر مختگ لپاره کارکړى ‏او لايې هم کوي
سيد صابرشاه د خپل اوسيدانې په ځاى کې لوحې پر پښتو ليکلې وې اوس يې هم د کور ترڅنگ پښتوکوټ ‏پرنامه ديره برابره کړې ده ‏
د قومي وطن گوند مشر افتاب شير پاوو په خپل کور د (وطن کور) نوم ايښودې دى ‏
د صابرشاه درڼا تحريک موخه هم همدا ده په کليوالو سيمو کې پښتو عامه شي ددې لپاره مشاعرې کوي اود ‏سيمي دولتي اوسياسي مشران راغوړي او ورته دپښتو د دودولو خبره او وړانديځونه کوي دالړۍ دپښتونخوا ‏لرې پروتو سيمو ته غزوي نودا کار دلته هم روان دى پښتانه د خپلې ژبې څخه بې پروا نه دي ‏
د صابر درڼا د تحريک شعار (ناره) ده ( پښتو به ليکو ،پښتو به وايو ،اوپښتو به کوو
د خېبر پښتونخوا ټول وسيدونکي پښتانه دي ،خو د نورو ژبو ويونکي هم ورسره شته لکه د هندکو ژبې ويونکي ‏
که څه هم په خېبر پښتونخوا کې پښتو رسمي او دولتي ژبه نه ده خو په ايالتي اسمبلۍ کې د نوموړي اسمبلۍ ‏غړي ته اجازه شته چې خپل رسمي دريځ په پښتو ژبه د وينا پرمهال وړاندې کړي، خو بيا به يې خپلې اړوندې ‏ادارې ته په انگليسي يا اردو ژبه په ليکلي بڼه وړاندې کوي معنا په پښتو به يې نه ليکي
دبلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې پرپښتو خبرو اجازه شته خو قانوني مسودې به پر اردو اويا انگليسي ژبه ليکي ‏
‏ خو د پاکستان په سند ايالت کې د انگليسي او اردو ترڅنگ سندي ژبه هم رسمي ده او د سند وسيدونکي پرسندي ‏ژبه خپل دولتي يا سرکاري کارونه کولاى شي ‏
د پاکستان د جوړيدو څخه وړاندې په دې سيمه کې دپښتو د پرمختگ لپاره هم ډيرې هلې ځلې شوي ښه بيلگه د ‏پيروښان روښاني غورځنگ دى چې خپل تصوفي افکاريې پښتنو ته پرپښتو ورسول گڼ کتابونه يې د پلويانوله ‏خوا پرپښتو وليکل شول ‏
دويمه بيلگه يې د خان عبدالغفارخان (فخرافغان) د خدايي خدمتگار غورځنگ دى چې په هغه مهال کې يې ‏دپښتنو په سيمو کې پرپښتو ښوونځي جوړ کړل او ماشومانو ته يې پرپښتو زده کړه ورکوله
اود پښتون ژغورني دا اوسنى غورځنگ خپلې ډيرې خبرې په پښتو کوي ‏
پښتونخوا ملي عوامي گوند د لاريون پرمهال خپل شعارونه د اردو سره سره پرپښتو هم ليکي ‏
خو افغانستان د پښتنو لوى کور دى دانوم تاريخ ورکړى نو د پښتونخوا ،کويټې او نورو سيمو پښتانه د تمې او ‏هيلې ستر گې د افغانستان پر لوري کړي دي .‏
د پښتونخوا ،کويټې او نورو سيمو پښتانه هم افغانستان خپل لوى کور گڼي‏
‏ بل داچې افغانستان ځکه د پښتنو لوى کور دى چې لومړى د ډ يرکي يا اکثريت له مخې يې په سلو کې ٨٠ ‏سلنه پښتانه دي او دا ٢٠ سلنه يې د نورو ژبو ويونکي دي ، ‏
نوافغانستان کې بايد ملي ژبه پښتو وي ملي ژبه په خپله رسمي وي ‏
امير شير علي خان د افغانستان په دويم ځل بادشاهۍ (امارت ) پرمهال دفاع وزارت د مسنوبينو رتبو نومونه ‏پښتو کړل ‏
تورن ، جگړن ،ډگروال، لومړى بريدمن دويم بريدمن اونور ‏
وزير محمدگل خان مومند بابا رسما پښتو په دولتي ادارو کې ورداخله کړه ‏
پخوانى باچا ظاهرشاه پښتون وه، پرپښتو پوهېده خو پرې يې خبرې کولاى نه شواى ‏
سردار دواد هم په همدې ډول وه ‏
يوازې نورمحمد ترکي پښتو ته کارپيل کړل خو ژر پرې نسکوره شوه ‏
ډاکټر نجيب پښتو د ملي مقام څخه راکوزه کړه پښتو ته يې دومره جدي پاملرنه ونه کړه تر رسمي کېدا پورې ‏وساتله خپله يې ډيره دري ويله ‏
يوازې د طالبانو پرمهال افغانستان پردولتي ډول پښتون شوى وواوبس ‏
کرزي پرمهال د اساسي قانون په لوى جرگې له ډيرو خبرو وروسته پښتو او دري ژبه رسمي شوه او نورې ژبې ‏هم ورسره په خپلو خپلو سيمو کې رسمي شوې ‏
نن پښتو داساسي قانون له مخې له دري سره يوځاى رسمي ژبه ده ‏
خوله بده مرغه په کابل او نورولايتونو کې پښتو ژبه له رسمي چوکاټ څخه هم پريوتې ده اوس د ژبژغورنې ‏ملي غورځنگ د ځينو ځوانانوله خوا پيل شوى غورځنگ ملاتړ بايد وشي ‏
داغورځنگ په اصطلاح د تبليغانو په څېر يوه ډله ده په خوله او سړه سينه خپلو پښتنو ته وايي چې خپل کار، او ‏خبرې ، يا دالوحې پرپښتو ليکه ، يادولتي ادارې ته وايي چې خپل رسمي کارونه پر پښتو کړه داخو ښه گام دى ‏