استرالیا کې ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړي چې ګواکې د دغه هیواد د سرحدي ځواک ځینې څارونکی کښتۍ د سونګ د موادو د کموالي له امله ممکن په بندرونو کې متوقف پاتې شي او ښايي خپلې سمندري ګزمې او څارنې ترسره نه کړي.

خو د چهارشنبې په ورځ د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن یاد خبرونه رد کړل او د استرالیا سرحدي ځواک ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې سمندري ګزمې او څارنې دې له اوسنۍ کچې سره سمې وساتي.

ډوټن وویل، « د استرالیا سرحدي ځواک د نورو ادارو په شان باید د خپلې بودیجې دننه کار وکړي او که په ځینو مواردو کې د سونګ موادو له کموالي سره مخ کیږي، باید له هوايي څارنو ګټه واخلي ترڅو د استرالیا سمندري سرحدونه هیڅکله بې څارنې پاتی نشي.»

نوموړي زیاته کړه، « که د کال په لړ کې زیاتې پیښې رامنځته شي نو طبعآ لګښت هم زیاتیږي او که له دې امله سرحدي ځواک د امکاناتو له کموالي سره مخ کیږي، نو زه ډاډه یم چې هغوی کولای شي د خپلې کلنۍ بودیجي دننه هغه په موثره توګه اداره کړي.»

پیټر ډوټن یادې خبرې په داسې حال کې کوي چې د راتلونکي کال مۍ میاشت کې استرالیا کې ټولټاکنې ترسره کیږي او وار له مخه حکومت او د اپوزیسیون کارګر ګوند د سرحدونو د امنیت په هکله سره په توده شخړه کې دي.

د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر بېل شارټن حکومت تورن کړې چې ګواکې د سرحدونو د امنیت په اړه د کمپاین د ترسره کولو لپاره هیله کوي چې د استرالیا سرحدونو ته د کډوالو نوې کښتۍ راورسي ترڅو دوی خپل کمپاین ته نوې جامه واغوندي.

نوموړي ویلي، « دا د شرم ځای دی چې د سکاټ موریسن حکومت د سرحدي ځواک بودیجه نشي اداره کولی. که چیرې زه لومړی وزیر شوم، ډاډه یم چې په کښتیو کې به مو تیل نه ختمیږي او د سرحدونو امنیت به مو له ګواښ سره نه مخ کیږي.»