د ګارډین ورځپاڼې یو ریپوټ وايي، د پاپوا نیوګینیا په مانوس ټاپو کې د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړه جوړ شوي ساتنځای کې د پناه غوښتونکو نویو زیږیدلو ماشومانو ته د پاپوا نیوګینیا حکومت د زیږون سندونه نه ورکوي، باوجود د دې چې د یادو ماشومانو میندې ځايي میرمنې دي او د دغه هیواد تابعیت هم لري.
دغه ورځپاڼه لیکي، د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د مانوس ساتنځي لسګونو پناه غوښتونکو له ځايي میرمنو سره ودونه کړي، خو اوس دغه هیواد یې د ماشومانو له قبلولو انکار کوي او له امله یې یاد ځوریدلي پناه غوښتونکي او د هغوی کورنۍ له یوې نوي سرخوږي سره مخ شوي.
د ورځپاڼې په حواله، په پاپوا نیوګینیا کې د دغو ډول اړیکو په پایله کې د زیږیدلو ماشومانو شمیر اوسمهال ۳۹ تنو رسیږي.
بل خوا د پناه غوښتونکو او کډوالو د حقونو کارپوهان خبرداری ورکوي چې یادو ماشومانو ته د زیږون د اسنادو نه ورکول، هغوی د بې هیوادۍ سره مخ کوي او په راتلونکي کې به دا کار هغوی ته ګڼې ستونزې پیښې کړي.
یاد کارپوهان وايي، د سمو اسنادو او پیژندپاڼو د نه شتون له امله دغه ماشومان ممکن په راتلونکي کې د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ شي او د هغوی ټولنیز، اقتصادي، ملکي او سیاسي حقونه ښايي تلف شي.
په پاپوا نیوګینیا کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر په وینا، د مانوس ټاپو توقیف خونه که څه هم په ۲۰۱۷ کال کې رسمآ تړل شوې خو لا هم دغه ځای کې ۷۵۰ پناه غوښتونکي د کډوالو په یو ساتنځي کې ساتل کیږي.