د کډوالو بېرته راتلل په افغانستان کې د سولې د تامین او د افغانستان د حیثیت د ساتلو له پاره یوه خورا مهمه خبره ده. 

د دې تر څنګ چې په ګاونډیو هېوادونو کې د ملیونونو کډوالو حضور د دغو هېوادونو په لاس کې د افغانستان پر ملت او دولت د فشار راوړلو یوه خورا اغیزمنه وسیله جوړوي، د افغانستان دښمنان او د دولت وسله وال مخالفین هم د کډوالو په منځ کې د سربازنیونې پراخه سرچینه لري. همدا راز د کډوالو کمپونه د وطن د دښمنانو له خوا د وسله والو ډلو د جوړولو، ساتلو، تنظیمولو او سوق کول ډېر په زړه پورې چاپېریال بلل کېدای شي. 

د کډوالو د ستونزې یو بل مهم اړخ دا دی چې هماغه حکومتونه او دولتونه چې کډوال ورته د خپل سیاسي نظامي ځواک یو رکن ښکاري، د همدغو کډوالو په نامه له نړۍوالې ټولنې په پراخه پیمانه امکانات ترلاسه کوي چې ډېر کم یې تر کډوالو رسېږي. دا خبره له هیجا پټه نه ده چې که په پاکستان کې په میلیونونو افغان کډوال نه وای او د پاکستان حکومت دا بشري ناورین په خپله ګټه نه وای کارولای ناشونې وه چې پاکستان د اټومې وسلې په ګډون، خپل نظامي ځواک دومره پیاوړی کړی وای. 

که افغانستان ریښتیا هم د سولې پر لور ګام اخیستل غواړي نو په کار ده چې هېواد ته د کډوالو راستنېدل د خپلو لومړیتوبونو په سر کې راولي. 

د کډوالو د راتګ له پاره چې تر دې دمه کوم اقدامات شوي، په ښکاره دا څرګندوي چې د افغانستان حکومتونه له دې ستونزې سره د مناسب برخورد په اړه کوم معقول او د پلي کولو وړ سیاست نه لري. 

هر وار چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د کډوالو د راستنېدو له پاره اقدام شوی، ملګرو ملتونو هر چاته دومره پیسې ورکړې دي چې ایله پرې د کډې چلولو لګښتونه تامین شوي دي. ځینو کډوالو ته په هېواد دننه د ځمکو ورکولو طرحې هم وړاندې شوې دي خو دا طرحې د دې پر ځای چې د کډوالو د بېرته مېشتېدلو له پاره لار هواره کړي، د کډوالو کورنیو لاسونه یې د یو شمېر فاسدو، محلي زورواکانو تر پښو لاندې کړي دي. د ځمکو د توزیع هرې پروژې د فاسدې ادارې او محلي زورواکانو له پاره د لنګې غوا حیثیت درلودلی چې کډوال یې په څرولو ستړي شول. 

د کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره یو لړ بنسټیز تدابیر په کار دي چې د ستونزې ټول اړخونه (انساني او ټولنیز موضوعات، روغتیا، تعلیم، اقتصاد، فرهنګ، سیمه ییزه پراختیا، ملي یووالی او داسې نور...) یې دقیقاً په نظر کې نیول شوي وي. 

د کډوالو د بېرته راستنېدو موضوع یو جامع، دقیق، عملي او له اقتصادي لحاظه د پایښت وړ پلان غواړي. دلته به یې په لنډ ډول ځینې ابعادو ته اشاره وکړو. 

ننګونې 

۱ – د کورنیو قومي، سیمه ییز، ژبني، فرهنګي او ټولنیز اړیکي 

کله چې د جنګ په پیل کې د افغانستان وګړي دسته جمعي مهاجرت ته اړ شول د هر کلي او هرې سیمې وګړو د امکان تر حده هڅه وکړه چې خپل عنعنوي روابط او له یو بل سره د ټولنيزې تړلتیا کورنی جوړښټ روغ وساتي. د یو کلي څو کورنۍ به د مهاجرینو په کمپونو کې هم په یوه ګاونډ کې سره راټولېدې چې عنعنوي اړیکي سره و نه پاشل شي. په وروستیو وختونو کې چې د مهاجرینو د کمپونو عمومي جوړښتونه بشپړ شوي وو، که نوي کډوال به ورتلل نو په یوه متشکل، متجانس ټولنیز جوړښت کې به یې د ځان له پاره ځای پیدا کاوه. د مهاجرینو کمپونه له ټولنیز اړخه د کلیوالي او ښاري مناسباتو د یوې منفردې ګډولې په شکل تنظیم شول چې نه کلیوالي پاتې شول او نه پوره ښاري شول. 

که څه هم د کلونو په اوږدو کې کمپونه په یو ډول نیمه ښاري جوړښتونو بدل شول خو د پیوستون عنعنوي اړیکي پر خپل حال پاتې شول. بل لوري ته د دویم او دریم نسل په را پورته کېدو، د نفوسو په زیاتېدو او د کلیوالي اړیکو په کمزوري کېدو ډېر خلک چې پخوا یې په کلي کې ایله ګوزاره کېدله، څلوېښت کاله وروسته یې وروستي نسلونه له خپل اصلي ټاټوبي سره ډېر کم اقتصادي او عاطفي ارتباط ساتلای شي. 

په ګاونډیو هېوادونو کې له ژوند کولو سره افغان کډوال که څه هم په «څو ژبي» فرهنګي چاپېریال کې پاتې شول مګر د افغانستان د ملي او رسمي ژبو سره اشنایي یې تر ډېره محدوده شوه. په بل عبارت که له جنګه مخکې ښارمېشتو افغانانو کولای شول چې تر یو حده په پښتو او دري دواړو افهام او تفهیم وکړي اوس دا حالت د پخوا په څېر طبیعي نه دی پاتې. 

په دې شرایطو کې که کډوال بېرته په کتلوي بڼه راستنېږي نو په کار ده چې نوي ایجاد شوي اړیکي او مناسبات تر یو مناسب حده باقي پاتې شي یانې بېرته راستنېدونکي کدوال باید داسې و نه پاشل شي چې بیا یو نسل وګړي له فرهنګي او ټولنیزو سالمو اړیکو بې برخې شي. 

۲ – اقتصادي واقعیتونه 

څلوېښت کاله پخوا افغاني ټولنه تر ډېره کلیوالي ټولنه وه چې د معیشت عمده برخه یې پر کرنه ولاړه وه. د جنګ په اوږدو کې یوه برخه پخوانۍ ابادې ځمکې شاړې شوې خو د شاړو ځمکو د ابادېدلو بهیر ټکنی شو. 

د کورنیو د غړو ډېرېدل او د استوګنځي د ستونزو پراخېدل د دې باعث شو چې په ډېرو سیمو کې کرنیزې ځمکې د کورونو د ابادولو له پاره وکارول شي. 

د دې تحولاتو یو مستقیم اثر دا شو چې ډېری هغه وګړي چې تر جنګ د مخه یې په کلي کې ګوزاره ممکنه وه، اوس نه شي کولای چې په خپلو پلرنیو ټاټوبیو کې د خپل ژوند د دوام په اړه فکر وکړي او مجبور دي چې په ښاري مرکزونو کې مېشت شي. 

د بېرته راستنېدونکو له پاره د مېشتېدنې د یو معقول سیاست نه شتون د دې لامل شو چې شته ښارونه په انارشیکه توګه پراخه شي او ښاري پراختیا د یو منسجم ښاري سیاست پر ځای د یو ډول سرطاني ودې قرباني شي. پخواني ښارونه له حده ډېر ستر شول، د اوبو طبیعي زېرمې او د ځمکو نوعیت د چاپېریال له شدید تخریب سره مخ شول. 

صنعتي فعالیتونه چې د ښاري ژوند یوه بنسټیزه مشخصه ده رامنځ ته نه شول او د افغانستان ښارونه په یو مصنوعی خدماتي اقتصادي چاپېریال کې یوازې د نفوسو د تراکم ساحې پاتې شوې او د ښاري فرهنګ د ودې له پاره یې لازم زېربنایي او روبنایي شرایط برابر نه شول. 

که د مېشتېدنې له یوه جامع او معقول سیاست پرته په ملیونونو کډوال راستانه شي نو هم به کلیوالي ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ شي او هم به ښاري چاپېریال د لا سرطاني کېدو تر ګواښ لاندې شي. 

۳ – د اراضیو مدیریت 

د ځمکو مدیریت د افغانستان د حکومتولۍ هغه برخه ده چې لا تراوسه پرې د پام وړ کار نه دی شوی. په عنعنوي توګه په افغانستان کې د ځمکو ستونزې ته یوازې د ملکیت او مالیې له زاویو کتل شوي دي. د ځمکو د ستونزې په اړه چې په تېرو لسیزو کې کومې ادارې را منځ ته شوي د همدې سیاسي لیدلوري پر بنسټ دي. حتی د ۱۳۹۷ کال وروستۍ پرېکړه چې د ځمکو خپلواکه اداره یې د ښارجوړولو له وزارت سره یوځای کړه دا خبره لا ډېره جوتوي چې حکومت د ملي قلمرو د ځمکو د مدیریت له پاره کومه جامعه طرح نه لري. 

د کډوالو بېرته راستنېدل کېدای شي چې پر موجودو سیاستونو د نظر د نوي کولو په ترڅ کې د هېواد د فزیکي قلمرو هر اړخیز مدیریت ته هم لاره هواره کړي. 

د کډوالو د ژوند ښاري یا نیمه ښاري کیفیت دا ناشونې کړې ده چې کډوال دې بېرته خپلو اصلي ټاټوبیو ته ورشي. نه هلته د ټولنیز پیوستون لازم عناصر پاتې دي (کورنۍ وېشل شوې او خورې ورې شوې دي) او نه د ژوند د اقتصادي اړتیاوو د پوره کېدلو امکانات په کې شته. 

بلخوا، موجودو ښارونو او موجودو ښارونو ته په څېرمه سیمو کې د کډوالو مېشتېدل نه یوازې دا چې هغوی ته د ژوند د اقلو امکاناتو چمتوکول ستونزمنوي، تر څنګ یې د ښارونو پر ټولنیز جوړښت هم منفي اغیز ښندي او د ښارونو اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي، امنیتي او اخلاقي چاپېریال له شدید ګواښ سره مخ کولای شي. 

د کډوالو سوسیولوژي 

د افغانستان د کډوالو ستونزې د څلورو لسیزو په اوږدو کې شکل نیولی دی نو واضحه ده چې ټول کډوال د کډوالۍ د عواملو او د کډوالۍ د شرایطو له مخې یو شان نه دي. تر هر څه د مخه لازمه ده چې د کډوالو د بېلابېلو کتلو مشخصات په دقیق ډول وپېژندل شي. په یو آفاقي، لومړني، سرسري تحلیل کې افغان کډوال پر دریو کتګوریو وېشل کېدای شي: 

په پاکستان او ایران کې مېشت راجستر شوي کډوال 

شاوخوا دوه نیم، تر دریو ملیونو کډوال په پاکستان او ایران کې راجستر شوي دي چې اکثره یې له ډېرو کلونو راهیسې د کډوالۍ ژوند کوي. 

دا کډوال په ګڼو شمېرو کې هغه وګړي دي چې د جنګي شرایطو تر اغیز لاندې یې خپل اصلي ټاټوبي پرې ايښي او له کلونو راهیسې په دوو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې شوي دي. ډېری دا کډوال په خپلو اصلي مېشت ځایونو کې د بیا مېشتېدلو له پاره کافي امکانات نه لري، اقتصادي بنیه یې ضعیفه ده خو د مهاجرت په هېوادونو کې یې ځان ته د یو بې ثباته ژوند دشرایط برابر کړي دي. 

دا هغه مهمه کتله ده چې راستنېدل به یې یو لومړیتوب وي. 

په پاکستان او ایران کې ناراجستر شوي کډوال 

دا اکثراً هغه وګړي دي چې د وروستیو کلونو د جنګ او نا امنیو له کبله کډوال شوي دي. په دوی کې یو غوڅ اکثریت اقتصادي کډوال دي چې د مهاجرت په هېوادونو کې په سختو نا مطمینو شرایطو کې ژوند کوي.  

د دې کډوالو بېرته راستنېدل هم اړین دي خو په غالب ګومان به دا وګړي په داوطلبانه شکل هېواد ته راستنېدلو ته په اسانه زړه ښه نه کړي. 

په نورو هېوادونو کې افغان مهاجرین 

هغه افغانان چې بریالي شوي دي چې په غربي هېوادونو او د خلیج په هېوادونو کې ځای پر ځای شي، که هغه د جنګونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ دي او که د اقتصادي عواملو پر بنسټ یې د کډوالۍ لاره نیولې ده، غالباً دې ته نه حاضرېږي چې په داوطلبانه ډول بېرته راستانه شي. 

کله چې د کډوالو د بېرته راستنېدلو پر مسئله غور کوو نو لومړیتوب باید د لومړۍ کتګوري کډوالو ته ورکړل شي. 

دریمه کتګوري مهاجرین په هېڅ ډول د جمعي بیا راستنېدلو له پاره لېوالتیا نه لري او دویمه کتګوري که د فرصت طلبه دریځ له مخې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه بېرته راستنېدو ته حاضر هم شي په لنډه موده کې به د بیا مهاجرت هڅه وکړي. د دویمې کتګورۍ کډوال غوڅ اکثریت په هېواد کې دننه کورنۍ اړیکې او مېشت ځایونه لري، نو د کډوالو د بیا راستنېدو عمومي طرح باید دا حالات هم د امکان تر حده په نظر کې وساتي. 

د افغانستان حکومت ته په کار ده چې هم د خپل ملت د ګټو د خوندي کولو په پار، هم د خپل امنیت وضعیت د ښه کېدو له پاره او هم د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې د مخنیوي په خاطر او هم د نړۍوالو تعهداتو د عملي کولو په منظور د لومړۍ کتګوري کډوالو د بېرته راستنېدلو له پاره لازم تدابیر ونیسي. 

د افغانستان امنیتي او سیاسي شرایط دا ایجابوي چې د مهاجرینو د بېرته راستنېدلو موضوع په راتلونکو دریو کالو کې په اساسي ډول حل شي. تر اوسه د افغانستان حکومت د کډوالو په داوطلبانه راستنېدلو ټینګار کوي او تر یوه حده نړۍواله ټولنه هم له همدې نظریې سره همغږې ده. د دې نظریې منفي اړخ دا دی چې په داوطلبانه توګه د کډوالو بېرته راستنېدل په عادي شرایطو کې د مدیریت وړ خبره نه ده. 

دافغانستان د ملي منافعو تقاضا دا ده چې د راجستر شوو کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره مشخص، سنجول شوی، زمان بندی شوی پلان جوړ شي. د دې پلان له مخې باید د دریو کالو په اوږدو کې هر کال د یوملیون تنو د بیا مېشتولو له پاره امکانات ترلاسه شي. 

د تېرو کلونو د مهاجرینو د بیا مېشتولو ناکامې تجربې باید نورې تکرار نه شي. د مهاجرینو د راستنېدلو له پاره په کار ده چې حکومت یوه جامعه طرح ولري او ټول درې ملیونه وګړي د یو منظم، زمان بندي شوي پلان پر بنسټ بېرته راستانه کړي او په هېواد دننه یې مېشت کړي. 

د بېرته راستنېدو له پاره په نخښه شوي کډوال په دوو ډلو وېشل کېدای شي: 

د ټولو کډوالو شاوخوا شل سلنه به داسې وګړي وي چې د خپلې اصلي استوګنې په ځای کې به هم د ټولنیز پیوستون لازم اړیکي لري او هم به د مېشتېدلو غوښتنه او یو څه امکانات لري. دا کډول چې و پېژندل شي، نو باید ورته د مرستې یو مشخص پکېج ورکړل شي او په خپله خوښه د بیا مېشتېدنې اختیار ورکړل شي. 

شاوخوا اتیا سلنه کډوال به داسې خلک وي چې د جنګ په اوږدو کلونو کې یې په خپل اصلي ټاټوبي کې د بیا مېشتېدلو له پاره انګېزه او امکانات له لاسه ورکړي وي. دوی ته باید د بیا مېشتېدنې له پاره هم د استوګنځي غم وخوړل شي او هم د اقتصادي فعالیت. که دا وګړي پر خپل حال پرېښودل شي نو ډېر ژر به بېرته د کوردننه بې ځایه شویو لښکر سره یو ځای شي. دا وګړي، چې شمېر به یې غالباً د یونیم ملیون تنو شاوخوا وي، د بیا مېشتېدني ملي پروګرام کې د شاملېدو وړتیا لري. 

د کډوالو د بیا مېشتېدنې ملي پروګرام 

د کډوالو بیا مېشتېدنې ته د پورته ذکر شویو ننګونو په پام کې نیول سره د هېواد په کچه د یو منظم، عملي، زمانبندي شوي او تمویل شوي پروګرام اړتیا ده. 

۱ – مېشت ځایونه 

د ځمکو د مدیریت اصل ته په کتو په کار ده چې د کډوالو د بیا مېشتېدنې له پاره د هېواد هغه سیمې په نظر کې ونیول شي چې ځمکې یې ډېرې او نفوس یې کم دی. د نفوسو تراکم (پر هر کیلو متر مربع د اوسېدونکو شمېر) یو مناسب شاخص دی. 

همدا راز لازمه ده چې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې له پاره داسې شرایط برابر شي چې هم د بیا مېشتېدنې پروسه له انساني اړخه د زغملو وړ وي او هم له اقتصادي اړخه پایېدونکې وي. 

د کډوالو د بیا مېشتېدلو له پاره باید لازمې جغرافیایي ساحې داسې انتخاب شي چې نه یوازې د کډوالو راتګ پر ځایي ولسونو و نه غمېږي بلکې برعکس د کډوالو راتګ د هغو سیمو او ولایتونو له پاره د پرمختګ او ټولنیزې-اقتصادي پیاوړتیا یو مهم محرک ځواک شي. 

د بیا مېشتېدنې له پاره به په لومړي نظر کې د پینځه زره کورونو ښارګوټي یو مناسب ظرف وي. 

د یو نیم او دوو ملیونو کډوالو د بیا مېشتولو له پاره د شاوخوا درې سوو زرو استوګنځایونو اړتیا لیدل کېږي چې په شاوخوا شپېتو، پینځه زره کوریزو واحدونو (ښارګوټیو) کې تنظیمېدلای شي. 

دا ښارګوټي باید د یو معقول، تخنیکي لحاظه دقیقاً سنجول شوي ښاري پلان له مخې داسې جوړ شي چې له هماغه پیله په کې په ښو شرایطو کې عادي ژوند ممکن وي، د ښار پراختیا په کې په نظر کې نیول شوې وي او د هېواد په لوی اقتصاد کې خپل ځای و موندلای شي. د دې ښارګوټیو اساسي ځانګړتیاوې داسې اټکل کېدای شي: 

پینځه زره کورونه: دا کورونه باید د یو متوسط فامیل د اوسېدو له پاره مناسب وي خو د دولتي ځمکو بې رویې بندولو ته به زمینه نه برابروي. په یو سل او پنځوسو مربع مترو کې د څلورو خونو، پخلنځای او تشناب تر څنګه یو کوچنی انګړ به مناسبه طرح وي. ټول کورونه به د یوې نقشې له مخې، یو ځای جوړېږي. 

هر ښارګوتی به د یو نیم مېګاواټ په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید امکانات ولري. 

د ښارګوټي د کانالیزاسیون، برېښنا او اوبو رسولو شبکې او سهولتونه به له هماغه پیله په نظر کې نیول شوې وي. 

د کوڅې په کچه د کوچنیو هټیو، د مشخص شمېر کورونو د بلاک په کچه د محل تجارتي مرکز، درملتون، مسجد، ښونځي لازم تسهیلات او د ښارګوټي په سطح اداري مرکز (ښاروالي، امنیت، عامه خدمتونه)، لېسې، عیدګاه، عمومي مارکېټ او... د اساسي اړتیاوو په لړ کې راځي. 

دوکانونه او مارکېټونه به د لومړیتوب د حق پر بنسټ د ښارګوټي اوسېدونو، د شاوخوا ولسوالیو او اړوند ولایت پر پانګوالو د دولت له خوا پلورل کېږي. همدا راز به د ښاګوټیو اړوند کرنیز جوړښتونه هم د ښارګوټیو اوسېدونکو ته د پیسو په مقابل کې وېشل کېږي. له دې درکه لاسته راغلي وجوه به د ښارګوټي د عامه تاسیساتو د تمویل له پاره کارول کېږي. 

ښارګوټي ته څېرمه د پینځه سوو شاوخوا د خوراکي موادو د تولید فارمونه 

... 

د نفوسو تراکم ته په کتو د نیمروز (۴)، فراه (۹)، هلمند (۱۵)، غور (۱۷)، بدخشان (۲۰)، کندهار (۲۰)، پکتیکا (۲۱)، بادغیس (۲۲)، هرات (۳۱) هغه ولایتونه دي چې د ښارګوټو د جوړولو له پاره به مناسب وي. البته د بدخشان غرنۍ جغرافیه به د ډېرو مهاجرو د هرکلي له پاره مساعده نه وي. د غور ولایت، کېدای شي د ډېرې تکیې وړ وي، ځکه چې د نوو ښارګوټو جوړېدل به په هغه ولایت کې د اتصالاتي زېربناوو له پراخېدو سره مرسته وکړي او د هېواد دغه مهم ولایت به له جغرافیایي-مواصلاتي بندښت څخه راوباسي. 

په دغو ولایتونو کې د ښارګوتو ځای پر ځای کول به ځمکو ته د لاسرسي له اړخه کمې ستونزې جوړې کړي او ولایت ته د نوو، ښاري اوسېدونک په راتلو به په کې د متوازنې پراختیا له پاره لا ډېر سهولتونه رامنځ ته شي. همدا راز د هېواد له بېلابېلو جغرافیو او قومونو په یو ځای کولو د ملي یووالي له پروسې سره هم مرسته کېږي. 

۲ – د ملکیت اصول 

د ښارګوټو د جوړولو مهالوېش ته په کتو به په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت کډوال د بېرته راستنېدلو په ملي پروګرام کې تنظیمېږي. د بیا مېشتېدلو له پاره به طرح داسې جوړېږي چې هم په کې د امکان تر حده د کډوالو غوښتنې په نظر کې ونیول شي، هم په نوو جوړو شویو ښارګوټو کې دیموګرافیک انډولونه او د ټولنیز پیوستون اصول مراعات شي. 

د ښارګوټو د جوړولو په چارو کې د استخدام لومړيتوب به هغه کډوالو ته ورکول کېږي چې په همدغو ښارګوټو کې مېشتېدونکي دي، په دویم قدم کې به د اړوندو ولسوالیو اوسېدونکي او په دریم قدم که به د شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکي په دې ښارونو کې په کار ګومارل کېږي. 

کورونه به مېشتېدونکو کډوالو ته په ښارګوټي کې د پرله پسې پینځو کالو اوسېدلو د ژمنې پر اساس وړیا ورکول کېږي. په دې پینځو کالو کې به کور د دولت ملکیت وي، څوک به یې د پېر او پلور او په کرایه ورکولو حق نه لري. 

له ښارګوټیو سره تړلې کرنیزې ځمکې به په ښارګوټیو کې پر مېشتېدونکو کورنیو په ټيټه بیه، په اقساطو پلورل کېږي. د دغو ځمکو د پېر او پلور له پاره به خاص شرایط وضع کېږي چې د ځمکو د مافیاوو د فعالیت مخه ونیول شي. 

پورته یاد شوی چوکاټ به دا شونې کړي چې د ښارګوټیو له جوړېدو سره سم به د ښارګوټیو د اقتصادي ژوند بنسټونه هم رغول شوي وي. 

۳ - زماني چوکاټ 

د ټولو کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره درې کاله وخت په نظر کې نیول کېږي. د بیا مېشتېدنې پروسه به په لاندې پړاوونو کې تنظیمېږي: 

د کوربه هېوادونو او نړۍوالې ټولنې په مرسته د راستنېدونکو کډوالو عمومي سروې. 

د دې سروې په ترڅ کې به دا هم جوتېږي چې څومره وګړي کومو ولایتونو ته استول کېږي. 

د سروې په نتیجه کې، د تمویل سرچینو ته په کتو د ښارګوټیو د جوړولو پلان 

په تدریج سره د ښارګوټیو جوړول او د اړوندو کډوالو انتقال 

د یو کال له پاره د نوو راستنو شوو کډوالو د مجدد اسکان له پاره د مرستو پروګرام 

د پروګرام له پیله، که شپږ میاشتې د سروې او د ښارګوتو د طرحې او ډیزاین له پاره ځانګړې شي او په اوسط ډول د هر ښارګوټي د جوړولو له پاره شپږمیاشتې وخت په نظر کې ونیول شي نو د کډوالو لومړۍ جوپه به د پروګرام تر پیل یو کال وروسته وطن ته راشي. 

په دغه یو کال کې به د ناراجستر شوو کډوالو او د هغو کډوالو د بیا راستنېدلو کار پر مخ وړل کېږي چې په داوطلبانه ډول خپلو اصلي مېشت ځایونو ته ورګرزي. 

د لومړیو ښارګوټو له اماده کېدو سره سم به د دوو کلونو په اوږدو کې هره میاشت شاوخوا سل زره کډوال بېرته راستنېږي. 

۴ – تنظیم 

د کډوالو د بېرته راستنېدو او بیا مېشتېدو د پروسې د بریالۍ اجرا له پاره د یو خاص مدیریتي چوکاټ جوړول حتمي دي. 

د کډوالو د راستنېدو پروسه باید د یوې واکمنې او ځواکنې مرجع له خوا رهبري شي. دا مرجع، کېدای شي چې یا د ملي امنیت شورا یو معاونیت وي او یا هم یو خاص کمیسیون وي چې مشري یې په خپله ولسمشر یا د ولسمشر په نامه د کډوالو په چارو کې د ولسمشر خاص نماینده کوي او د مهاجرینو، ښارجوړولو، کورنیو چارو، مالیې وزارتونه او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به یې د وزیرانو یا د معینانو په سطح غړیتوب لري. ټولې ادارې به د کډوالو د چارو په ارتباط دې کمیسیون ته ځواب ورکوي. واکمنه مرجع به په خپله، په هره میاشت کې یو وار، د پارلمان د دواړو خونو د اداري هيأتونو ګډ مجلس ته ګزارش ورکوي.