د سیاه سنګ انتقادی مقالی ته می د جهانی صاحب ځواب ولوست. زما غبرګون دا دی چی کاشکی داسی چټیاتو ته یی دومره درنښت نه وای ورکړی چی ټکی په ټکی یی رد کړی د خپل شعر نه دفاع وکړی. شاعر د کوم سیاسی ګوند رییس یا ویاند نه دی او هیحکله دا مجبوریت نه لری چی خپل شعر د کومی سیاسی اصولنامی سره مقایسه کړی چی د کوم برګراف او کومی حاشیی نه یی سر نه وی غړولی. د جهانی صاحب دی کور ودان وی چی د پامیر په باره کی یی هم شعر ویلی او دکونړ انځورنه یی هم کارولی دی. خو دښتیا خبره دا ده چی که دده ټول شعرونه هم یوازی د کندهار شعرونه وای چا به دا حق نه درلود چی پری د تعصب تور ولګوی. زمونږ د امریکی هپ هاپ ډیر تکړه سندرغاړی خپل ټول استعداد د لویو ښارونو د تورانو وړو ټولنو ته ډالۍ کوی او ټوله دنیا تری خوند اخلی. اسمعیل چارکاری چی زما د نسل او زما د سیمی سندرغاړی وو هیڅکله پشتو سندره نه درلوده خو تر اوسه هم زما په نظر تر ټولو ښه محلی سندر غاړی دی. د هنر او ادب جهانی کیدل (بخښنه غواړم جهانی صاحب) د هغه د محلی کیدلو او مشخص کیدلو له لاری لاس ته راځی.
دا چی غزل ښه دی او که بد او که بد وی نو آیا عیب یی دادی چی یوه مانا نه ساتی یو ښه بحث دی خو د جهانی صاحب پر ځواب زه یو ټکی زیاتوم او هغه دا چی که غزل په ظاهر داسی ښکاره هم شی چی د مضمون وحدت نه لری، د غزل د سبک او شخصیت یووالی او د هغه د روحیی او ذوق ځانګړتیا ورته پوره وحدت ورکوی نو که شاعر پیاوړی وی د یو مضمون نه بل مضمون ته ود دانګل په لوستونکی نه یوازی بده نه لګیږی بلکه ورته خوند هم ورکوی لکه د خوشال خان غزل چی جهانی صاحب په خپل ځواب کی غوره کړی وو او همدارنګه دده نور غزلیات او د حافظ شیرازی غزلی چی په هغه هم ځینو په تیره غربی منقدانو همدا تور لګولی.
مننه جهانی صاحب چی ماته دی صبور سیاهسنګ راو پیژنده. زه به دده نقد مقد باندی خپل وخت ضایع نه کړم