په لومړي ځل، په سعودي کې د اسلامي پراختيايي بانک په کنفرانس کې د هغه وخت ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په نوښتيزه غوښتنه په افغانستان کې د نړيوال اسلامي پوهنتون طرحه وړاندې شوه. دغه غوښتنه بيا په قاهره کې د اسلامي هېوداونو د همکاريو سازمان په کنفرانس کې، چې مشري يې د هغه وخت مصري ولسمشر محمد مرسي کوله ومنل شوه او له اسلامي انکشافي بانک نه غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې د دغه پوهنتون په اړه امکاني مطالعه (Feasibility Study) تر سره کړي، نوموړي بانک د همدې لپاره دوه لکه امريکايي ډالر ځانګړي کړل، د دغه مطالعې قرارداد بيا وروسته د ماليزيا د نړيوال اسلامي پوهنتون له ادارې سره وشو.

د پوهنتون موقعيت او امکاني مطالعه!
د دغه مطالعې د ترسره کېدنې لپاره اسلامي نړيوال بانک د افغانستان له حکومت نه د زمکې د ملکيت اسناد وغوښتل، د کره سرچينو سره سم په کابل کې د دغه پوهنتون لپاره زمکه وپلټل شوه، لومړی د ده سبز په نوي ښار او شاوخوا سيمو کې زمکه وکتل شوه خو هلته حکومت ونه توانېد چې د زمکنۍ مافيا له لومو پوهنتون ته زمکه بېله کړي، ورپسې پروان وکتل شو هلته هم مناسب ځای تر لاسه نه شو په بل قدم کې بيا په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي سره په څنګ کې د زمکې اوږده تراډه و ارزول شوه، هيئت لاړ او هغه زمکه يې د پوهنتون لپاره مناسبه وبلله، دغه موقعيت د لوړو زده کړو، زراعت او مالي وزارتونو له خوا د هغه وخت ولسمشر ته پيشنهاد شو، جمهور رئيس ومنله او د وزيرانو شورا تصويب کړه.
د زمکې په اړه ولسمشريز فرمان، د زمکې عکسونه، نقشې او GPS اسلامي پراختيايي بانک ته وسپارل شول، بانک مطالعه پيل کړه، لومړنی راپور يې په اپرېل ۲۰۱۷ کې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاره او نهايي راپور يې په اګست ۲۰۱۸ کې د اسلامي پراختيايي بانک کابل دفتر ته او په سپتمبر ۲۰۱۸ کې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاره. د دغه وروستي راپور پر بنسټ د دغه پوهنتون جمله لګښت ۲۱۳۵۸۰۰۰۰ امريکايي ډالر تخمين شول.
له دې سره په څنګ کې د افغانستان حکومت له خپلې بودېجې څخه د نوموړي پوهنتون د احاطې لپاره ۵ لکه امريکايي ډالر ځانګړي کړل او د پوهنتون د احاطې پر دېوال کار پيل شو.
د پوهنتون لپاره د موقعيت ټاکلو په اړه دوه وضاحتونه مهم دي؛ لومړی دا چې کله په ۲۰۱۳ فبروري کې په قاهره کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د دغه پوهنتون د جوړولو لپاره اسلامي پراختيايي بانک ته د همکارۍ او د منابعو د متحرکولو هدايت وکړ، په دغه مهال د پلازمېنې يادونه نه ده شوې. دويم دا چې دا هم سمه نه ده چې ګنې نړيوال اسلامي پوهنتون دې حتماً په پلازمېنه کې جوړ شي، او ښه بېلګه يې په بنګله دېش کې نړيوال اسلامي پوهنتون دی چې په پلازمېنه کې نه بلکه په چېټاننګ کې جوړ شوی دی، همداراز د يوګاندا نړيوال اسلامي پوهنتون هم په پلازمېنه کې نه دی.
د پوهنتون لپاره اسلامي پراختيايي بانک اصلاً کوم مالي تعهد نه لري، دا د اسلامي پراختيايي بانک په هيڅ سند کې نه شته چې ګنې نوموړی بانک به د دغه پوهنتون لپاره څومره مرسته ورکوي؟ نوموړي بانک يوازې د امکاني مطالعې لپاره ۲ لکه ډالر ورکړي وو. اصلاً نوموړي بانک ته د دغه پوهنتون په جوړولو کې د برخه اخېستنې او همداراز د دغه هدف لپاره د مرستو په متحرک کولو ويل شوي وو.

د پوهنتون لېږد، ولې تاواني دی!
د پوهنتون لپاره د زمکې په اړه اصلاً کوم اختلاف موجود نه وو، په ننګرهار کې تعين شوې زمکه د څو وزارتونو له لورې ولسمشر ته وړانديز شوه، ولسمشر ومنله او اسناد يې اسلامي پراختيايي بانک ته ولېږل شول.
له نښو داسې ښکاري چې د دغه لوی پوهنتون د مخنيوي لپاره په ملي او منطقوي کچه مافيايي ډيپلماسي فعاله شوې، ولسمشر ته ناسم معلومات لېږدول کېږي او د دغه پوهنتون د ځنډني کولو، اختلافي کولو او په وار وار ځای بدلولو هم افغان حکومت مسخره کوي او هم د دغه پوهنتون جوړولو چانس له افغانانو اخلي.
که د پوهنتون موقعيت له ننګرهاره بل هر ځای ته انتقالېږي نو دا په څو ملحوظاتو تاواني ده:
لومړی دا چې بيا به څوکاله د دغه پوهنتون پر هغه چارو لګېږي کوم چې وار له مخه په ننګرهار کې د دغه پوهنتون پر چارو لګېدلي وو.
دويم دا چې ايا اسلامي پراختيايي بانک به د دويمې اضافي امکاني مطالعې لپاره بسپنه ورکړي؟ يعنې مونږ دومره زورور بسپنه غوښتونکي يو چې يو ځل مو ترې د ننګرهار لپاره وشکوله او بيا ځل به يې په بل موقعيت کې ترې غواړو!! دا خو زمونږ د خوارو کبرجنو ستونزه ده، هغوی به وايي چې دا زمونږ ستونزه نه ده، مونږ د دې لپاره نوره بوديجه نه لرو!
دريم مونږ په دغسې غربت کې ۵ لکه ډالر له خپلې بودېجې په ننګرهار کې دغه زمکې ته ځانګړي کړي وو، هغه ديوال پيل شو او تر ډېره حده ورسېد، اوس به يې بيا ځلې په بل موقعيت کې ديوال کوو، يعنې مونږ دا څومره په ناسمو پرېکړو کې د خپلو پيسو هميانۍ سورۍ کړې او پيسې ترې دغسې بيابانه کې تلېږي.
څلورم دا چې کله د پوهنتون د موقعيت مسئله د نخبه ګانو، مدني فعالانو او حتی ولسونو په کچه اختلافي شي او دغه اختلاف رسنيز پوښښ واخلي نو د دې ډېر امکان شته چې اسلامي پراختيايي بانک دغه پروژه په دغسې اختلافونو کې د تطبيق وړ ونه بولي، او دا مسئوليت حکومت ته راجع دی چې ولې يې دغسې فيصله شوې موضوع يو ځل بيا په نوې پرېکړه کې جنجالي کړه.
پنځم دا چې ايا په کابل کې د دغه پوهنتون لپاره په دومره کچه لويه ټوټه زمکه شته؟ زر جريبه زمکه دوی د کابل په مسلطه مافيا کې له چا شکوي؟

ننګرهار ولې مناسب دی!
په ننګرهار کې د پوهنتون لپاره دغه ځانګړې شوې زمکه د موقعيت له پلوه ډېره مناسبه ده، ننګرهار په تاريخي لحاظ افراطي او متشدد نه دی پاتې شوی، دغه ولايت په تاريخي لحاظ فرهنګي او علمي مرکز پاتې شوی، ننګرهار عملاً د تسامح، زغم او يو بل د منلو هنداره او مرکز وو او دی، حتی کله چې په ټول هېواد کې داخلي شخړې او جګړې وې، ننګرهار د امن ولايت وو او د هېواد له ګوډ ګوډه دلته افغانان راکډه شوي وو، دوی دلته ډېر طبيعي ژوند درلود او تر اوسه يې د اوسېدنې نښې کمپونه شته.
روانې نا امنۍ د تېرو څلوېښتو کلونو جنګي حالتونو زېږنده دي، په امنيتي لحاظ د هېواد هيڅ برخه مطمئنه نه ده. حتی د ارګ شاوخوا سيمې خوندي نه دي، نو ځکه ننګرهار ته د بې امنۍ دليل او پېغور په روان ملي جنګي حالت کې سخت پيکه او بې منطقه دی.
د پوهنتون دغه ځای په موقعيتي لحاظ د ننګرهار فارمونو ته نزدې دی، دا فارمونه په تاريخي لحاظ د افغانستان له سترو زارعتي پروژو څخه دي. دلته د غازي امان الله خان عصري ښارګوټې دی، دا ښارګوټې د اروپا په عصري معيارونو ابادېږي. په دې ساحه کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړ شوی. دلته صنعتي ښارګوټی دی، چې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې به د تجارتي، اقتصادي او مالي بنسټ په توګه ونډه ولري. او دلته د کابل او کنړ ګډ سيند په څپو دی چې دا هر څه د پوهنتون دغه موقعيت له هرې زاويې مناسب او راښکونکی کوي.
د پوهنتون لپاره د ننګرهار غوره کول د متوازنې ودې اصل له مخې هم يوه عادلانه کړنه ده، يو هېواد هغه مهال پرمختګ کولای شي چې وده يې متوازنه وي، خو په داسې يو هېواد کې چې فيصله شوې پروژې له يو ولايته شکول کېږي دا بيا محروميتونه منعکسوي او په دغسې حالت کې به د ننګرهار ولسونه داسې انګېري چې: ولسمشره! رايه هم له مونږه اخلې او پروژې هم له مونږه اخلې، واه څه عجيبه تماشه ده!