زره پوځيانو څخه د روان كال تر پايه به ۳۴ خپل هېواد ته ستانه شي، د دې معنا دا ده چې په افغانستان كې به امنيتي مسووليتونه افغان امنيتي ځواكونو ته ور له غاړې كېږي. 
اوباما په خپله وينا كې دا هم ويلي: ((د راتلونكي كال په پسرلي كه به زموږ ځواكونه د افغان امنيتي ځواكونو ملاتړى رول په غاړه واخلي، په داسې حال كې چې رهبري به د افغان ځواكونو په لاس كې وي.))
داسې تمه كېده چې افغان امنيتي ځواكونه به د روان كال تر نيمايي پورې د جنګي ماموريتونو مشري پر غاړه واخلي، خو يوه امريكا چارواكي ويلي چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه ډېره ګړندۍ شوې، له همدې امله به تر مارچ مياشتې پورې افغان ځواكونه د ټولو امنيتي عملياتو مسووليتونو ته اوږه ور كړي.
سي، ان، ان خبري شبكه په خپل يوه رپوټ كې ليكي، لومړۍ پوښتنه دا ده چې ايا افغان امنيتي ځواكونه د دندې د ترسره كولو لپاره چمتو دي.
په دې اړه ډول ډول ګمانونه كېږي، پنټاګون تېره مياشت په يوه ارزونه كې ويلي وو چې د افغانستان د ملي اردو له ۲۳ غونډونو څخه يوازې يو هغه د عملياتو د ترسره كولو وړتيا او وس لري.

د دې ترڅنګ په افغان پوځيانو كې د بې سوادۍ كچه هم لوړه ده، خو د امريكا دفاع وزير ليون پنيټا د افغان امنيتي ځواكونو پرمختګونه او په ځان بسياينه او په افغانستان كې د تاوتريخوالي كمښت ډېر خوشبينانه ارزولي دي.
نوموړي د روانې مياشتې په لومړيو كې وويل: ((موږ افغانانو ته په خپلو ځانونو د واكمنۍ لپاره په يوه درست لوري روان يو.))
له بلې خوا د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم ويلي چې افغان امنيتي ځواكونه كولاى شي په يوازې ځان د طالبانو مقابله وكړي.
ده له سي، ان، ان سره په يوه مركه کې ويلي: ((دا زموږ دنده ده چې د طالبانو پر وړاندې جګړه وكړو او د دوى پر وړاندې د مقابلې وس لرو، خو هغه څه چې موږ ور ته اړتيا لرو، پوځي تجهيزات دي.))
ولسمشر كرزي زياته كړې: ((موږ هوايي ځواك ته اړتيا لرو، موږ هوايي فعاليت ته اړتيا لرو، موږ يوه ميكانيزه شوي ځواك ته اړتيا لرو او همدا راز زغره وال ګاډي او ټانكونه زموږ اړتيا ده.))
ياده رسنۍ دويمه پوښتنه داسې مطرح كوي چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به په افغانستان كې د امريكا حضور څه ډول وي؟
په پام كې ده چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسيږي، يو شمېر چې د اتو او دولسو زرو ترمنځ به وي، په افغانستان كې افغان امنيتي ځواكونو ته د مشورې او روزنې لپاره پاتې كېږي، په داسې حال كې چې د اړتيا پر مهال به په عملياتو كې له افغان امنيتي ځواكونو سره مرسته هم كوي.
خو كه امريكا په دې ونه توانيږي چې په افغانستان كې د خپلو پوځيانو لپاره قضايي خونديتوب ترلاسه كړي، نو يو امريكايي پوځي به هم په دغه هېواد كې پاتې نه شي.
په عراق كې هم همداسې وشول، د عراق د جګړې په پاى كې چې امريكا په دې ونه توانېده چې په دغه هېواد كې خپلو پوځيانو ته قضايي خونديتوب ترلاسه كړي، نو خپل ټول پوځيان يې ترې راستانه كړل.
كه څه هم كرزى دې ته لېوال دى چې په افغانستان کې امريكايي ځواكونه پاتې شي او د دوى د خونديتوب مساله يې په يوې لويې جرګې پورې وتړله او ډاډ يې ور كړى چې دى كولاى شي د جرګې غړي دې ته وهڅوي چې مسايلو ته د ده له عينكو وګوري، خو د سي، ان، ان يوه شنونكي ويلي چې دا به سم كار نه وي چې په افغانستان کې هېڅ امريكايي ځواكونه پاتې نه شي.
هغه زياته كړې چې امريكا په ۱۹۸۹ كال كې افغانستان ته شا كړه او دا كار په افغانستان كې د دې سبب شو چې د قدرت تشه رامنځ ته شي او طالبان يې بيا ډكه كړي: ((كه په افغانستان كې هېڅ امريكايي پوځيان پاتې نه شي، نو دا به د هغو طالبانو د هڅونې سبب شي چې په خبرو اترو هېڅ باور نه لري او له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو وتلو ته سترګې په لار دي.))
د هغه په خبره، له افغانستان څخه د ټولو امريكايي ځواكونو وتل به د هغو افغانانو د خپګان سبب شي چې په افغانستان كې د امريكا اوږدمهالى حضور د طالبانو د بيا راتګ پر وړاندې ضامن بولي. 
د دې رسنۍ درېيمه پوښتنه دا ده چې هغه څه دي چې له خطر سره مخامخ دي؟
د پنټاګون د وروستي رپوټ له مخې، د افغانانو اصلي اندېښنه دا ده چې كه امريكا له افغانستان څخه خپل ځواكونه وباسي، نو په دغه هېواد كې به يو ځل بيا كورنۍ جګړه پيل شي، ځكه چې طالبان له بريدونو لاس په سر شوي نه دي او د امنيتي گواښ سبب شوي دي.
د سي، ان، ان يو خبريال وايي، په افغانستان كې خلكو ده ته ويلي چې كه امريكا له افغانستانه ووځي، نو له شك پرته كورنۍ جګړه پيل كېږي، ځكه چې دا كار په ۱۹۸۹ كال كې هم شوى و.
خو د امريكا د كانګرېس يوه غړي څو ورځې وړاندې اندېښنه وښوده او زياته يې كړه چې له افغانستان څخه چټكه په شا كېدنه كېداى شي بېهوده او له خطره ډكه وي.
څلورمه پوښتنه دا ده چې له كرزي وروسته به څوك مشري پر غاړه ولري.
ټاكل شوې ده چې د ۲۰۱۴ كال په پاى كې په افغانستان كې ټولټاكنې ترسره شي او د قانون له مخې كرزى د خپلې دويمې دورې پاى ته د نږدې كيدو په حال كې دى.
كرزي سي، ان، ان ته ويلي: ((زما د تلو وخت دى، نوى ولسمشر به هېواد ته راشي، نوى دولت به دغه هېواد ته راشي او زه به د يوه متقاعد خدمتګار په توګه خوشال يم.))
دا په داسې حال كې دي چې له يوې خوا افغانستان د يوه ستر پوځي بدلون په درشل كې دى او له بلې خوا بايد يو سياسي تحول هم رامنځ ته شي، خو د افغانستان په دغه حساسه شېبه كې به څوك د دغه هېواد مشري پر غاړه واخلي، ايا ټولټاكنې به له سرخوږي، تاوتريخوالي او جنګ جګړو پرته سرته ورسيږي، په داسې حال كې چې تېرې ټولټاكنې له جنجالونو ډكې وې.
پنځمه او وروستۍ پوښتنه دا ده چې طالبان به څه ډول رول ولوبوي؟
سره له دې چې بغاوت پرله پسې ترسترګو كېږي، خو كرزى دې ته لېوال دى چې له طالبانو سره د خبرو اترو ولاړه پروسه له سره پيل شي او طالبان په يوه سياسي پروسه كې ځاى پر ځاى شي. دا په داسې حال كې دي چې طالبانو تېر كال له امريكايانو سره خبرې اترې بندې كړې، خو كرزي تېره مياشت ويلي وو: ((ډېرو طالبانو موږ ته ويلي چې غواړي له موږ سره د سولې لپاره خبرې اترې وكړي، هغوى زموږ د خلكو يوه برخه ده، هغوى زموږ د كورنۍ يوه برخه ده، هغوى هم ځوريږي، لكه څنګه چې نور افغانان ځوريږي.))
جاوېد احمد چې د امريكا په ((جرمن مارشال)) صندوق اسيايي پروګرام كې كار كوي، وايي چې كه رښتيا په ۲۰۱۴ كال كې د بارك اوباما په پروګرام كې مسوولانه په شا كېدنه مهمه وي، نو دى به لږ انتخابونه په واك كې ولري، هغه بايد د سولې خبرې اترې د خپلو لومړيتوبونو په سر كې راولي، دواړه خواوې بايد د اوربند په اړه خبرې اترې وكړي او داسې يوې هوكړې ته سره ورسيږي چې د دې تضمين وكړي چې طالبان به خپلې وسلې پر ځمكه ږدي.))
خو ايا طالبان به په دې برخه كې همكارۍ ته تيار وي؟ او كه هغوى په خبرو اترو كې برخه اخلي، نو دا به پر افغاني ټولنه چې په دې وروستۍ لسيزه كې د پام وړ بدلون شاهده ده، څه ډول اغېز وكړي؟