هغو ښوونکو ته مځکي ورکړي دي چي له دوى سره يې دوه کاله دنده سرته رسولې وي.

DSC07406نوموړي زياته کړه چي په نژدو وختونو کي به ١١٠٠ نورو ښوونکو ته هم مځکي ورکول سي.

صافى وايې چي هر ښوونکى حق لري چي دوه کال د ښووني او روزني په اداره کي کار وکړي دوى ته به د کندهار په بيلا بيلو سيمو کي مځکي ورکړي.

((هر ښوونکى حق لري چې د دندي تر سره کيدو سره سم ځمکي ورکول سي اړينه داده چې نور مسولين را سره مرسته وکړي او موږ به په را وروسته کې شاوخوا يولس سوه تنو ته ځمکي ورکړو.))

دکندهار د ښووني او روزني رئيس وايې چي په کندهار ښار او ولسواليو کي ١٣٠٠ جريبه مځکه د زورواکانو لخوا غصب کړې ده چي دغه موضوع يې له وزرات او کندهار ولايت مقام سره شريکه کړې ده چي ډېره مځکه يې تر دې ګړيه پورى له غاصبينو څخه خلاصه کړي ده او اوسمهال هم دغه لړۍ روانه ده.

((زموږ ډېره ځمکه غصب سوي ده دولت اوس مهال زموږ ډېره سيمه له زورواکو اخيستي خو ډېره سيمه مو لا پاتي ده هڅه مو داده چې پاتي سيمي هم را کول سي)).

 په کندهار کي د دولتي مځکو د غاصبينو په وړاندي د راپيل سوي لړۍ په لړ کي يو ځل بيا ٣٥٠ جريبه غصب سوي مځکي د غاصبينو له منګولو خلاصي او د دولت ملکيت ته وسپارل سوې.

د يادې غصب سوي مځکي له جملي څخه پر ٢٠٠ جريبه د خصوصي امنيتي کمپنيو قرراګاوي او پر يو ١٥٠ جريبه مځکه د خلکو له خوا مارکېټونه، دوکانونه او بېلابېل نور ځايونه جوړ سوي وو، چي له دې وروسته به د همدې ټولو ځايونو عوايد دولت ته تحولېږي.

دغصب سو مځکو دخلا صون لپاره ولايتي اداره خپل کارونه نور هم چټکوي چي څو ورځي وړاندې هم د همدې لړۍ له مخي ٢٥٠٠ جريبه غصب سوې مځکه له زورواکانو خلاصه او عوايد يې دولت ته وسپارل سول.