د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل د کب په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يوه مکتوب له لارې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د راتلونکو ټولټاکنو د رايو اچولو د ٦٩١٨ مرکزونو لېست امنيتي ارګانونو ته لېږي.

هغه زياته کړه، چې دغه لېست کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو، د ملي امنيت لوى رياست او د ملي امنيت شورا ته لېږل کېږي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ارګانونه بايد د راتلونکو څلورو مياشتو په موده کې د دغو مرکزونو د امنيت د ټينګولو لپاره ارزونه وکړي، چې د څومره مرکزونو امنيت ټينګولى شي.

امرخېل وويل: ((موږ غواړو امنيتي ارګانونه په وخت سره د رايو د مرکزونو د امنيت په اړه تصميم ونيسي، تر څو د امنيت په پلمه کې د کومې سيمې خلک له رايو اچولو محروم پاتې نه شي.))

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل وايي، چې دوى د راتلونکو ټولټاکنو د امنيت په موخه هر وخت له امنيتي ارګانونو سره د همغږۍ غونډې جوړوي.

د هغه په وينا، د راتلونکو ټاکنو په موخه په کمېسيون کې ټول عملياتي پلانونه په سم ډول پر مخ ځي او دوى به د اساسي قانون له غوښتنو سره سم د امنيتي ارګانونو، ولسونو او مدني ټولنو په مرسته ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي.

همدارنګه د دارالانشاء رييس زياتوي، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د هېواد په کچه د شاوخوا ٦زره د رايو اچولو مرکزونو امنيت ساتل شوی و، دوى دغه شمېر په راتلونکو ټاکنو کې نږدې ٧زرو ته لوړ کړى، ترڅو د نفوس زياتوالي او د خلکو غوښتنو ته په کتو وشو کولی چې د رايې اچونو مرکزونو ته خلک لاسرسی ولري.

امرخېل وايي، چې د يادو مرکزونو په ساتنه کې د افغان امنيتي ارګانونو رول هم فوق العاده اغېز لري او هيله يې څرګنده کړه، چې د امنيت له پلوه به د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې له کمېسيون سره هر ډول همکاري وکړي.

نوموړي له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې په څلورو مياشتو کې دې د يادو ټولو ٧زره رايې اچونې مرکزونو امنيت ساتنې په اړه خپل تحليل او نظرونه کمېسيون ته وسپاري او هيله يې څرګنده کړه، چې د دغو ټولو مرکزونو امنيت وساتل شي .

همدارنګه د ټولټاکنو د دارالانشاء رييس پر ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول په قومي مشرانو، علماوو، سياسي ګوندونو، روڼ اندو او د مدني ټولنو پر غړو غږ وکړ، چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته په هېواد کې د خپلې خوښې نظام په راوستلو او د رڼو ټاکنو په برياليتوب کې خپل ملي مسووليت په سمه توګه ادا کړي.

د هغه په وينا، په دغه کار سره دوی کولی شي، چې خپل ښه راتلونکی وټاکي او له بلې خوا به يې په ټاکنو کې له کمېسيون سره خپله همکاري ترسره کړې وي.

د يادونې ده، د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس فضل احمد معنوي څو ورځې مخکې په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړې وه، په هغو سيمو کې مرکزونه نه پرانيزي، چې امنيت يې ښه نه وي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.