کې، چې د امریکا د نفوذ له دایرې لېرې دي، د پښې ځای پیدا کړي.

د ایترتاس خبري اژانس د راپور له مخې په ابتدا کې داسي ښکارېده چې دا اډې به موقتي وي او په افغانستان کې به د امریکا د پوځي ماموریت له بشپړېدو سره ښايي امریکا ژر له دغو هیوادونو هم ووځي.

خو د روسي کارپوه ایګورمیلنیک په نظر، اوس داسي نه برېښي چې د امریکا پوځ دې د قیرغزستان د مناس له هوايي اډې څخه د وتلو خیال ولري. د دې برعکس دوی غواړي چې د قرغیزستان په جنوب کې د فرغانې وادۍ ته نژدې یو نوی پوځي مرکز پرانیزي چې په راتلونکې کې به د قرغیزستان د پوځ او امنیتي ځواکونو تعلیمي مرکز شي.

د ایترتاس له مخې قرغیزي چارواکو ویلي چې د مناس هوايي اډه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نړیوال ايتلاف د ترانزیتي هدف لپاره ورکړای شوې وه او اوس د هغې وظیفه بشپړه شوې ده.

د قرغیزستان ولسمشر الماس بېک اتام بایف بیا ویلي چې د مناس اډې قراداد په ۲۰۱۴ کال پای ته رسېږي او له هغه وروسته به تمدید نه شي.

د اترتاس د راپور پر اساس تحیلګران وايي چې په قرغیزستان کې د امریکا حضور د توجیه وړ دی او د دې لپاره دلیل دا دی چې امریکا غواړي له قانون نافذوونکو اورګانونو سره مرسته وکړي ځکه چې قرغیزستان د مخدرو موادو پرضد د جګړې په لومړي قطار کې دی.

له بلې خوا د دغو هیوادونو امنیت د امریکا لپاره په لنډه موده کې مهم دی ځکه چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت له ختمېدو سره دا هیواد مجبوره دی چې له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو او مهماتو لویه برخه د دغو هیوادونو له لارې وباسي.

د ایترتاس د راپور پر اساس د چارو کارپوه ایګور میلنیک وايي چې د  افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکا حضور له بل نظره هم مهم او د درک وړ دی. له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې د امریکا نفوذ کمېږي او د هغه د ساتلو لپاره امریکا بدیل ته اړتیا لري.

پر دې سربېره ښايي د عربي نړۍ د تحولاتو د توپان مخه د منځنۍ اسیا ته واوړي او سوریه او ایران به پکې لاس ولري، له دې کبله هم امریکا په سیمه کې خپل حضور مهم بولي.

میلنیک وايي امریکا په داسي وخت کې دا هلې ځلې کوي چې روسیه هم غواړي چې د پخواني شوروي د نفوذ په دایره کې خپل حضور وساتي او د روسیې د نفوذ له ساحې څخه د دغو هیوادونو د وتلو مخه ونیسي.