په دغه ولايت كې د ملېشه وو يو قوماندان عبدالحكيم شجاعي پر دې تورن دى چې په لوى لاس كورونه ړنګوي، پر ښځو جنسي تيري كوي او په لسګونو ملكي افغانان وژني، په داسې حال كې چې دولت د ده د نيولو امر كړى، خو دى تراوسه هم ازاد ګرځي.
دا هغه څه دي چې له افغانستانه د روسانو له وتلو وروسته په دغه هېواد كې رامنځ ته شول او نن سبا دا يوه له هغو نښو څخه ده چې په افغانستان كې د ورته حالت په رامنځ ته كېدو دلالت كوي.
په ولسي جرګه كې د روزګان د خلكو استازى حاجي عبيدالله باركزى ادعا كوي چې له تېرو دريو كلونو راهيسې شجاعي د خلكو په وژلو او ځورولو بوخت دى، په داسې حال كې چې امريكايي ځانګړي ځواكونه يې ملاتړ كوي، خو د امريكا متحد ايالتونه بيا دغه ادعا ردوي.
كه څه هم د شجاعي په اړه ډېر معلومات نشته، پرته له دې حقيقته چې هغه په هزاره قوم پورې تړلى دى او قربانيان يې پښتانه دي.
سره له دې چې شجاعي د غزني ولايت اوسېدونكى دى، خو ډېر جرمونه يې د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ كې ترسره كړي دي.
باركزى وايي: ((كه چېرې په رښتيا امريكايان د دغه سړي ملاتړ كوي، نو د دې معنا دا ده چې دوى زموږ د خلكو قاتلين دي. موږ له بهرنيانو غواړو چې مرسته راسره وكړي، دغه سړى ونيسي او محكمې ته يې واستوي، كه چېرې هغه په محكمه كې دا ثابته كړه چې د هغه قربانيان طالبان دي، نو هغه كولاى شي خپلې دندې ته بېرته وګرځي.))
دا په داسې حال كې دي چې په ۲۰۱۴ كال كې بهرني ځواكونه له افغانستانه وځي او په همدې كال په دغه هېواد کېولسمشريزې ټولټاكنې هم ترسره كېږي.
اوس هر څوك هغه وضعيت ته انتظار باسي چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به رامنځ ته كېږي، ځكه چې د افغانستان ډېر مخور كسان سر له اوسه د مخامخوالي لپاره تيارى نيسي.
په ډېرو هغو سيمو كې چې دولت پرې لږ واكمن دى او يا پرې بيخي كنټرول نه لري د شجاعي مثال يو ډېرو مثالونو څخه دى.
د ګلوبل پوسټ د يوې سروې له مخې چې په دې وروستيو مياشتو كې يې ترسره كړې ده، اكثره باغيان، ملېشه او هغه جنګسالاران چې اوس سياستوال شوي دي، په دې هڅه كې دي له ۲۰۱۴ كال وروسته تشه ډكه كړي.
د ماندګار ورځپاڼې ايډيټر نظري پرياني وايي: ((له يوه ډېر كوچني سګنال سره كېداى شي كورنۍ جګړه پيل شي، ټول خلك په وسلو سمبال شوي او دا كره معلومات دي چې زه يې لرم او دوى يوازې يوه كوچني امر ته منتظر دي، له همدې امله له ۲۰۱۴ كال وروسته به نه له طالبانو او نه هم له بل چا سره كومه معامله وشي.))
پرياني د دولت وسله وال مخالفان وغندل او دوى يې د پاكستان نيابتي ځواك وبلل او خبردارى يې ور كړ چې يو شمېر سيمه ييز هېوادونه به د دوى پر وړاندې د نوي مقاومت ملاتړ وكړي.
كه څه هم د احمد شاه مسعود په ګډون د شمالي ټلوالې يو شمېر مشران ترور كړل شول، خو يو شمېر اوس هم په دولت او هم په اپوزېسيون کې په فعاليت بوخت دي.
يو له دوى څخه د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان دى چې په تېر نوامبر كې يې بهرني ځواكونه د نجونو په څېر وبلل او ويې ويل چې د افغانستان د دفاع لپاره جهادي قوماندانان د يوه پوځي واحد د جوړولو په حال كې دي.
د حزب وحدت غړى حاجي خليل وايي: ((كله چې طالبان ګوري د نړۍ تر ټولو ستر ځواك (ناټو) ته يې ماته وركړې، نو دوى د خپل حكومت د جوړولو هيله هم لري او دوى به ګټونكي وي، خو دا زموږ لپاره يو ستر ګواښ دى.))