د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیال رابرت بلېک پرون د تاجکستان د مرکز دوشنبې د سفر په مهال له ولسمشر امام علي رحمان سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: متحد ایالتونه غواړي چې د ۲۰۱۴ کال تر فبرورۍ پوري په افغانستان کې یو شمېر پوځیان پرېږدي خو امریکا په دې غور نه کوي چې اوس یا په راتلونکي وخت کې د تاجکستان له هوايي ډګرونو کار واخلي.
بلېک وویل چې ده د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د پولو د امنیت او له تروریزم او مخدرو موادو په تېره بیا له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په ترڅ کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
تر دې یوه ورځ مخکې د تاجکستان د ترانسپورت وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي و چې بریتانیا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره د تاجکستان په شمول پر مختلفو لارو غور کوي.
بلېک وویل د امریکا متحد ایالتونه له تاجکستانه په دې منندوی دي چې د افغانستان د حالاتو د ښه کولو او ثبات لپاره یې هلې ځلې کړي او هیله یې څرګنده کړه چې تاجکستان به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ او جنوبي اسیا مرستیال به د تاجکستان دوه ورځنی سفر نن پای ته ورسوي.
تاجکستان د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې له افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري. خو د دغه هیواد د اورګاډي پټلۍ او لویې لارې په ازبکستان سپرې دي ځکه امریکا غوره ګڼي چې له افغانستانه د خپلو پوځي وسایلو د لېږدولو لپاره د تاجکستان پر ځای د ازبکستان له لارو کار واخلي.
امریکا همداراز غواړي چې خپل ډېر پوځي وسایل او تجهیزات د پاکستان له لارې وباسي.