وسله والو طالبانو په وروستۍ خپره کړي خبرپاڼه کې د ملګري ملتونو هغه راپور چې ګني د ملکي کسانو مرګ ژوبله زياته سوي ولي تر ډېره په دي مرګ ژوبله کې وسله وال طالبان ښکيل دي رد کړى دى.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ادرسه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګري ملتونو خپور سوى راپور يو پلوى دى او که چېري غواړي چې په سيمو کې رشتيا هم معلومات تر لاسه کړي نو له خلکو او سيمه والو څخه دي پوښتني وسي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ((ستاسو د ادارې مشر يانکوبيش له قوله راغلي (" د ملکيانو د وژنو او زیانمنولو په اړه نورې زړه بوږنونکې پېښې، ۷۰۰ ٪ زیاتې شوې، ۷۰۰ ٪ ، زه په ټینګار وایم ملکیان، هغه چې د حکومت په پلوی کار کوي. بیلابیل چارواکي، قومي او مذهبي مشران، هغه کسان چې د سولې په ګټه خبرې کوي، دا یو جنګي جرم دی او هغه څوک چې جنګي جرمونه کوي سزا به ګوري))
د وسله والو طالبانو په دي خبرپاڼه کې څرګنده سوي چې د افغانستان د مرګ ژوبلي ډېره پړه پر بهرنيو ځواکونو افغان دولت ده ځکه چې هغوى بمباري او په ډېره کې د ولسي وګړيو مرګ ژوبلي ته پام نه کوي.
ويل سوي چې په افغانستان کې بمبارونه او نور بريدونه نه دي په نښه سوي او نه هم ويل سوي چې بهرنيان ډېر پړ دي.
په دغه خبرپاڼه کې د بمبار يو شمېر سيمي په ګوته سوي او ليکل سوي دي چې پ دي پېښو کې ولسي وګړي څه وخت او د چا له لوري وژل سوي دي.
هغوى د ماينونو په اړه هم څرګندونه کړي ((زموږ ماينونه چې د دښمن لپاره په هرځای کې ځای په ځای کيږي ټول د ريموډ کنټرول په وسيله په دښمن الوزول کيږي ، ددښمن وسائط له منځه وړي او هغوی وژني ، ددې پيښو ګڼ تصاوير او ويډيويي کليپونه موږ په کراتو خپاره کړي هم دي ، مګرستاسو په راپور کې ويل کيږي چې : (د ملکي تلفاتو ستر لامل د سړک غاړې ماینونه دي چې په تېر میلادي کال کې یې له ۸۰۰ زیات کسان وژلي او تر ۱۶۰۰ ډېر نور یې تپیان کړي دي)).
د طالبانو په دي خبرپاڼه کې نورو مواردو ته هم اشاره سوي او په ټينګار سره ويل سوي چې ملګري ملتونه يو پلوى قضاوت کوي او بايد له دي قضاوت نه لاس واخلي.