ar (2736)

دغه غونډه چې د ولایت په مقرکې دچهارشنبې په ورځ جوړه سوې وه، د میدان وردګو ولایت والي عبدالمجید خوږیاڼي لومړی په امنیتي برخه کې د اړوندو ولسوالیو له ولسوالانو معلومات وغوښتل، همدا راز یې  په خپلو ولسوالیو کې ښې حکومتدارې ته راوبلل .

د میدان وردګو والي ولسوالانو ته د یو شمیر پلي کیدونکو پروژو په اړه معلومات هم ورکړل،چې په ترڅ کې ورته لارښوونه وکړه،چې ده داسې محلي شوراګانو په جوړولو کار وکړي،چې د ولسونو له منځه راوتلي خلک وي او خلک پرې اعتماد وکړي تر څو په راتلوونکي کې د دولت او ولسونو ترمنځ د پول حیثت ولري.

د میدان وردګو ولایت د اړونده ولسوالیو ولسوالانو د خپلو ولسوالیو د امنیتي، حکومتدارۍ او انکشافي برخه کې د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي ته د معلوماتو ورکولو وروسته ژمنه وکړه چې د یادو شوراګانو په جوړولو به کار وکړي .