د دې لپاره چې انسانان په ښه ډول ژوند وکړي نو يو لړ اقتصادي همکاريو ته شريکه اړتيا لري .

موږ ډيري اقتصادي اړتياوي لرو، چي هغه دادي خواړه ،کالي ،د اوسيدو لوازم د او داسي نور .مادي اړتياوې، انسان هڅې او کار کولو ته مجبوروي، تر څو هغه اړباسي څو خپل حاجات پوره کړي .د همدې دليل په بنسټ ځينې کارونه چې موږ يې سرته رسو، هغه د وسايلو پوره کول يا برابرول دي، چي هغه ته اقتصادي فعاليت ورته ويل کيږي .

دنده او کارکول هم د اقتصادي  فعاليتونو له برخه ده ،ځکه چي هغه زموږ اقتصادي اړتياوې پوره کوي .

هر انسان په يو ټولنه کې يو کسب او دنده سرته رسوي ،د هغه کسب او دندې له کبله د خپل ځان او نورو اقتصادي اړتياوې پوره کوي .

په ټولنيز ډول اقتصادي فعاليتونه په دو و ډوولونو ويشل کيږي چي هغه دادي :

(توليد ) او (خدمت )  

توليد هغه دى، چي د فعاليت  پايله د يو خاص شي  په ډول واړندي شي .

خدمت  هغه دى چې يوازي د خلکو لپاره اسانتياوې برابروي.

 

 

د بېلګې په ډول:

هغه بزګر يا دهقان ، چي په ځمکه کي په کرنه بوخت  وي .

يا هغه کارکونکي او انجينران چي په کار خانو کې د خپل کار او فعاليت له کبله  يو محصول توليدوي.  نو هغه يو ډول اقتصادي فعاليت سرته رسوي او دهغه په پايله  کې  شيان توليدوي.

 

دويمه بېلګه :

هغه ډاکتر چې په روغتون کې فعاليت سرته رسوي او هغه کارکونکي چي په ځينو ادارو کې خپله دنده سرته رسوي او کار کوي، او هغه سوداګر يا خرڅوونکي چي،  په کرنيزو چارو يا کارخانو محصولآت ويشي، هم يو ډول اقتصادي فعاليت سرته رسوي چي، دغه ډول فعاليت ته (خدمت ) ويل کيږي .

 

ليکوال ايمل (همدرد)