downloadد ترى تم كسانو د كېسونو د اورولو په وخت هغه زياته كړې ده چې: په بلوچستان کې بدامني ده، خلگ په چاودنو کې وژل کېږي.

د ده په خبره: چې تر څو پوري سياسى خود غرضي نه وي ختم سوې تر هغې پوري په هېواد کې سوله نه سي راتلاى.

چيف جسټس تجويز ورکړى دى چې: ټول ګونديز کانفرنس دې راوښتل سي او له سياسي مشرانو سره سره دي پوځي مشرانو ته هم بلنه ورکړې سي، د ده په خبره: په دغه غونډه كې دي اعلان وكړي سي چې موږ د ترهګرۍ په وړاندې يو موټى يو.

هغه زياته کړه: چې د بنګله دېش د جلاوالې په وخت په هيواد كې ميچور قيادت موجود وو او هغوى د متفقه اساسي قانون له لارې هيواد له ستونځو څخه ايستلى وو.

خو د دې ترڅنګ يو بل قضي غلام نبي ايډوکيټ محكمې ته ويلي دي چې د خلګو په ترى تم كولو كې د پاكستان استخباراتي ادارې او امنيتي ځواكونه لاس لري.