‎‎کلونه د افغانستان د سولې د پاره هلې ځلې او هڅې وشوې ، کله به مثبتې او کله به هم بې پایلې پاتې وې ، د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته چې محمد حنیف اتمر چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د ملي امنیت د شورا سلاکار وټاکل شو ، نو د سولې د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات کوششونه یې وکړل چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره مثبت هم وو دا هلې ځلې .
‎د اتمر صاحب تر استعفاء وروسته د سولې خبرې چندانې په ښه لوري نوې روانې ، همدا وه چې امریکا مستقیمآ د سولې پروسې ته راودانګل او د افغانستان د سولې د پاره یې زلمی خلیلزاد د خپل استازي په توګه وټاکه ، خلیلزاد د اسلام آباد ، امارات، اودوحه هېوادونو ته یې سفرونه وکړل ،
‎په کابل، اسلام اباد، سعودي ، امارت او دوحه کې له دولتي چارواکو سره له لیدنو وروسته اوس داسې رپوټونه دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي. د وسله والو طالبانو ویاند هم رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې منلې چې په قطر کې د دوی سیاسي دفتر استازو له ښاغلي خلیلزاد سره کتلي.
‎په اعلامیه کې راغلي:
‎" د افغانستان د اسلامي امارت، د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رئیس محترم الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر اعضاء محترم شیخ شهاب الدین دلاور ، محترم قاري دین محمد حنیف ، محترم الحاج محمد زاهد احمدزی او محترم محمد سهیل شاهین شامل وو، د امریکا مذاکراتي ټیم سره چې مشری یې د افغانستان لپاره د امریکې خاص استازي داکتر زلمي خلیلزاد کوله ، د روان میلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه نیټه په دوحه کې وکتل"
‎په قطر کې د طالبانو له استازو سره د ښاغلي خلیلزاد کتنه د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو دویم پړاو بلل کېدای شي.
‎اوس یوه تشه چې کتل کېږي هغه داتمر صاحب نه شتون په حکومت کې دی که چېرې اتمر صاحب د ولسمشر غني تر څنګ وای نو باور لرمه چې د سولې دا روانې خبرې به ‌‌‌‌‌‌ډېرې زر یوې ښې پایلې ته رسېدلې وای.
‎ځکه اتمر صاحب کولی شي د افغانستان روان سیاسي حالت څخه ښه درک لري او کولی شي د سولې پروسه ‌‌‌‌‌‌ډېره په ښه توګه مدیریت کړي.
‎اوس هم داسې ګنګوسې شته چې افغان حکومت د سولې د پاره د یو شمېر باروسخه شخصیتونو سره مشورې پيل کړي چې د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې اتمر صاحب دی .
‎اتمر صاحب څخه دسولې د خبرو په برخه کې د مشورې او مرستې غوښتل د افغانستان دسولې د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېره اغیزناکه تمامېږي.
‎په څودلایلو.
‎لومړی دا چې اتمر صاحب د سولې دخبرو یوه ښه تجربه لري، له هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د اسلامي حزب سره د سولې خبرې بریالي کول.
‎د کوچني اختر د پاره د وسله والو طالبانو سره د اوربند بریالي کول.
‎او په تېرو دریو کلونو کې له مختلفو هېوادنو سره د سولې د خبرو روان مدیرت دا هغه څه وه چې اتمر صاحب ترې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه درک لري که چېرې اوس هم له اتمر صاحب سره د سولې په خبرو کې مشورې دوام نو باور لرمه چې دا ځلې به د سولې خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېر زر یوې ښې پایلې ته ورسېږي.