((مور او پلار)) پورې اړه لري. ډېری خلک څلور کلني د کيسود پيل لپاره مناسب ګڼي.
د پلټنو په ترڅ کې دا ثابته شوې ده، چې له ماشومتوبه (( حتی د پيدايښت له وخته ))، ماشومانو ته د کيسولوستل، اورول او له دوی سره لوبې د ماشوم په سالمه ذهني روزنه کې ډېره مرسته کوي.
دا چې ماشومانو ته کيسې وايو او يا له هغوی سره د لوبو په ترڅ کې د الفبا له توريو وړې وړې کلمې جوړوو، نو دې ته بايد پام وکړو، چې دا بوختياوې يوازې لوبې نه دي، بلکې هره کلمه او هر لفظ د ماشوم لپاره يوه زده کړه ده.
له ماشوم سره لوبې د ماشوم د زده کړې تجربه ډېروي. پر ځان يې متکي کوي او جرأت يې زياتوي. همدا ماشوم کولای شي خپلې زده کړي لوبې له خپلو همزلو سره تکرارکړي. او په خپله د خپلو زده کړيو لوبو پايلې وويني.
کيسې اولوبې د ماشوم د ذهن هغه اړتيا پوره کوي، چې د ماشوم لپاره په ماشومتوب کې ضروري وي.
د ماشومانواتريشي اروا پوه پروفيسور برونو بيتل هايم ((Bruno Bettelheim)) د (( ماشومان کيسو ته اړتيا لري )) تر سر ليک ﻻندې کتاب کې ليکي، د کيسو په مرسته کولای شو ماشوم ته د ژوند مفهوم ورزده کړو. ماشوم نه شي کولای هر هغه څه چې له چاپېرياله په خپل ذهن کې راټولوي د لويانو په څېر په خپل ذهن کې بېرته پر هغه کار وکړي او د حقيقت او مجاز تر منځ يې توپير وکړي. همدا ﻻمل د دې باعث کېږي، چې د ماشوم په ذهن کې خاليګاه پيدا شي. موږ کولای شو همدا خاليګاه بېرته د کيسو په مرسته ډکه کړو.
موږ د کيسو په مرسته د څو شېبو لپاره ماشوم د کور له چاپېرياله بهر وباسو اوماشوم له هغه محيط سره اشنا کوو، چې زموږ کيسه پرې راڅرخي. که هغه د ژويو په هکله وي او که د سپوږمۍ په غېږ کې د ويده ماشوم په هکله.
ماشوم د کيسې په اوريدو سره په خپل ذهن کې د کيسې پر کرکټرونو کار کوي. او د يو ښوونځي په څېر خپل تخيل روزي. نو په دې برخه کې ويلی شو، چې ((کيسې او لوبې د ماشوم او د نړۍ تر منځ د پيژندګلوۍ تړاو دی)) .
کله چې ماشومانو ته کيسه لولو، نو دې ټکي ته بايدډېر پام وکړو، چې د کيسو د لوستلو په ترڅ کې له ماشوم سره يوځای د ماشومانو نړۍ ته ځانونه وسپارو. د کيسو اوريدل، لوستل او کيسو ته غوږ نيول دماشوم د ژبې په زده کړه، د ژبې په فصاحت او بلاغت او د لغاتو په زېرمه کې هم مهمه ونډه لري.
کله چې د زانګو ماشوم ته کيسه لولو، نو بې له شکه په دې پوهېږو چې هغه زموږ په خبرو نه پوهېږي، خو سره له دې چې د کيسې او د کتاب په مفهوم نه پوهيږي ، ليکن د لوستلو اهنګ ته غلی وي .
وروسته همدا ماشوم کتاب په ﻻسونو کې تاووي او خولې ته يې وړي. که چېرې له کتاب سره د ماشوم تړاو پرې نه شي، نو بې له شکه چې ماشوم به دوخت په تيريدو سره د کتاب پاڼې واړوي اوپر رنګه تصويرونو به يې ګوتې کېږدي. په کتاب کې به هغه الفاظ تکرار کړي، چې له ماشومتوبه يې اوريدلي او پېژندلي دي لکه: پيشو، سپی، ماشوم، ونه او داسې نور.
کله چې ماشوم د وړکتون دورې ته رسېږي، دهغه ذهني غوښتنې بدلېږي. دکيسو او د کتابونو تر منځ د خوښې او نا خوښې خبرې را پيدا کېږي، چې دا په هر ماشوم کې ځان ته بڼه لري.
له ماشومانو سره په ګډه لوستل او د اړتيا په وخت کې د کيسو د کرکټرونو لپاره د اوازونو بدلول د ماشوم لپاره د لوستلو او اوريدلو لړۍ نوره هم په زړه پورې او خوندوره کوي. او ماشوم دې ته هڅوي چې په خپله هم په لوستلو پيل وکړي.
دا به تر ټولو ډېر اغېزمن وي چې کله ماشومانو ته کيسه لولو، د کيسې پايله پرېږدو چې دوی يې په خپله پوره کړي. په دې عمر کې ماشومان له لويانو څخه په تقليد داسې ښيي، چې دوی هم لوستل کولای شي. د لويانو په څېر د کتاب پاڼې اړوي او د هغوی په شان په لوستلو پيل کوي. که څه هم په دې عمر کې ماشومان لوستل نه شي کولای، خو د تقليد په بڼه له خپله ذهنه کيسه جوړوي. له ياده يې بايد ونه باسو چې کله ماشوم موږ ته کيسه لولي نو بايد ماشوم ته دا احساس ورکړو، چې روحاً او جسماً له دوی سره يو او دوی ته مو غوږ نيولی دی.
د ماشوم د پاملرنې او هڅونې لپاره اړينه ده چې د کيسې په ځينو پيښو کې د ماشوم له لوستلو سره سم موږ هم د خپل سر او ﻻسونه په خوځولو سره ماشوم ته وښيو، چې موږ ته د دوی کيسه په زړه پورې او د پام وړ ده. او په پای کې بېرته د لوبو په ډول د کيسې پايله له ماشوم سره وڅېړو.
کله چې يو ماشوم له خپلو همزولو سره په لوبو کې د اوريدل شوې کيسې کرکټرونه وکاروي، دا په دې مانا ده چې هماغه ډول کرکټر د ماشوم لپاره جالب دی. د کيسې اوريدل د ماشوم حافظه پياوړې کوي او هغه کيسې او کرکټرونه چې د ماشومانو لپاره په ماشومتوب کې په زړه پورې وي تر ډېره ځنډه په حافظه کې پاتې کېږي .