، کله به یې موږ ته له هغه ځایه سوغاتونه هم راوړل یوه له هغو سوغاتونو څخه یوه ،یوه چاینکه وه چې ما او خور ته مې یې له هراته راوړې وې. زما خور هغوی ته وړه چاینکه ویل او ما هم د هغې پهژبه ورته همدا نوم ورکړي و ځکه زما خور له ما لویه وه او ما ډیرې خبرې له هغې زده کولې.
یوه ورځ زما خور ماته وویل زما چاینکه له تانه ښه ده. ځکه چې د هغې رنګ سور دی او ستا دومره ښه او اصله نه ده رنګ یې هم نیلي دی.
ما وویل: نه داسې نه ده زما چاینکه هم ستا په څیر اصله ده.
زما او خور مې په همدې خبر سره لانجه شوه آخر مې خور وویل:
سمه ده راځه چې دواړه خپلې چاینکې په مځکه په زوره وغورزو که د هر چا چاینکه ماته شوه هغه بدله ده او که ماته نه شوه نو هغه اصله ده.
له دې سره ما خپله چاینکه په مځکه وویشته او هغه هم ټوټې،ټوټې شوه نو مې په ناهیلۍ خور ته وکتل او ومې ویل اوس خو دې ته هم چاینکه معلومه کړه.
خور مې وویل نه زه داسې نه کوم، ښایي زما چاینکه هم ماته شي.
زما د خور چاینکه اوس هم شته خو په لیدو یې ماته هر وخت خپله چاینکه رایاده شي ځکه ماته ډيره ګرانه وه.او ارمان کوم چې دریغی هغه وخت مې له ماتولو مخکې لږ فکر کړی وي چې شیشه یي لوښي په مځکه له لویدلو سره ماتیږي.او په بیړه مې دا کارنه وی کړی.