زموږهيــــلۍ مـاشـومان دي 
دوي د دی خاوری بچيان دي             د راتلونکي شاه زلميان دي 
ټيت يی مه بولۍ په سترګو 
د وطــــن د بـڼ ګـــلان دي              د ســبا ورځــی مشران دي

پوهه زده کړه د دوي حق دی 
نـجونــی یا کــه  هلکان دي 
په پوهنه يی سمبال کړي 
د خپل خاوری وارثان دي 
ټیت یی مه بولي په سترګو 
 د وطــن د بــــڼ  ګـلان دي           د سبا ورځـــی مشران دي

نن په ټولو باندی فرض دی 
که مشران او يا کشران دي 
چه تعلیم ور باندی وکړي 
دوي د خاوری معماران دي 
ټيټ يی مه بولي په سترګو 
د وطـــن د بـــــڼ ګلان دي          د سبا ورځـــی مشران دي

نن که موږ ته ماشومان دي 
سبا ميندۍ بـابـا ګـــان دي 
ماهــران او عالما ن دي  
ټيټ يی مه بولي به سترګو 
د وطــن د بـــڼ ګـــلان دي          د سبا ورځی مشران دي

کوچنيان کرکه لرې جنګ نه

د جنـــګونو قـــربانيان               د جګړوسره دوي وران دي 
دوی د سولی قاصدان دي  
دوی د پوهی پتنګان دي