ښځه هغه کشش دی، چې نیمګړي عقلونه یې درک کولای نه شي.

ته دځمکې پرښته یې، ته داسمان ترټولو زړه راښکونکی مخلوق یې، ته یواځینۍ رڼا یې چې زما ژوند دې روښانه کړی دی          لارمارتین

ښخه د دې لپاره نه ده پیداشوې، چې شتون یې بې فایدې اوبې ارادې وي او یواځې د نر د ښکلا او تفریح لپاره دې وکارول شي            سمایلز

که ښځه نه وي،د ژوندپه تیارو د هغې د مسکا وړانګې ونه لویږي ،ټولې خوښۍ به بې روحه او ګردې ښکلاګانې به سړې شي    دشتي

ښځه هغه پالوان دی،چې د غصې په سختو شیبوکې ډېر زړور سړي رام کوي     (    )

ښخه ماشوم دی په وړه مسکا خوشالیږي اوپه لږ غوسه ژاړي                      (    )

ښځه هنداره ده،خپه مخونه خوشال او زړې سټې ځوانې ښکاره کوي              (    )

ښځې!ته پرښته یې، خو ازاده نه یې ځکه خو له پرښتې لوړه ی ې                رایترج

ښځه یواځینی مخلوق دی،چې یواځې د پاکې مینې حقیقت پېژني                   شیګلر

ښځه هغه مخلوق دی،چې ژور سوچ کوي، سړی هغه مخلوق دی، چې لرې سوچ کوي ،نړۍ سړي ته زړه دی او زړه ښځې ته نړۍ ده          ګرابه

ښځه سپوږمۍ ده او زموږ  پر سر  په اسمان کې ازادانه حرکت کوي او چېرته، چې ځي خپله رڼا له طبیعت څخه قربانوي       پوشکین

ښځه اور  دی له لرې سړی ګرموي او له نږدې یې سوځوي               (  )

 ښځه د  اوږدو وېښتو او لنډ فکر حیوان دی                              شوپنهاور

ښځه له عقل او پخې میوې سره مینه نلري                                 بلزاک

ښځې هیځ وخت نه وایي، چې در سره مینه لرم، خوکه درته ویې ویل له ماسره مینه لرې، نو پوی شه چې د هغې په زړه کې دې ځای نیولی دی .                                         (      )

ښځه د ژوند په  ډګر کې هغه ښکاري دی، چې په خپل ښکار (نر) پسې نه ځي، بلکه د غڼې په شان تار اوبي اومنتظره وي، چې کله به سړی د مګس (میاشي یامچ) په شان پکې لویږي.              دشتي

ښځه د ټولې نړۍ د یوه زورواک پاچا په اختیار او ځواک حکومت کوي                رادیکال بننام

د ښځې عاطفه د لوړېدونکیواو ټیټېدونکیو هيجاني څپوپه شان ده، چې پایښت نه لري، د نر عاطفه د چینې د رڼو او  ولاړو اوبو په څېرده، چې پایښت لري اوتل وي.     (     )

زه ښځې ته طبیعت وایم، ځکه له یوې خوا ابادول کوي اوله بلې خو ورانول کوي ،چې دا د طبیعت د استاد خوږ  کار دی.                                                   توفیق الحکیم

ښکلې او باتقوا ښځې، چې په یوه نظر سره د خلکو زړونه ښکارکوي، هغه ښکاریان دي، چې هیڅ وخت د ښکارغوښه نه خوري                                      (      )

کومې ښځې چې په زړبوډۍ کې سپېڅلې او مومنې کیږي، خدای ج ته داسې څه وړاندې کوي، چې شیطان ته یې په وړاندې کولوشرمیږي.                               (      )

ښځې د ماتې په وخت هم د جګړې تاوان غواړي         (      )

ښځه هغه کمچینه ده،چې ډېر سرګښ سړی هم رام کوي  (     )

تر ټولو غښتلی مدافع بده ښځه ده                          (     )

ځینې ښځې مصنوعي اوکاغذي ګلان دي، چې ورنږدې شې او بوی یې کړې هیڅ به دې خوښې نه شي.(  )

د کب (ماهي ) لکۍ او د ښځې زړه ساتل لویه ستونزه ده (    )

یوې زړې ښځې په دریولېونتوبو نران تورن کړي وو،یو لېونتوب دا، چې له یوه او بل سره جګړې کوي او خپلوکې سره وژني، که صبر وکړي ټول به په خپل مرګ مړه شي. دویم لېونتوب دا، چې د مېوې خوړلو لپاره ونې ته خیږي میوه شکوي لا یې پر ځمکه غورځوي،که  صبر وکړي مېوه،پخپله پر ځمکه غورځي. دریم او ترټولو لوی لېونتوب دا، چې په ښځوپسې کیږي که صبر وکړي ښځې به له شا ورپسې لاړې شي (   )

 

ښځه د کور ډېوه ده

چې مرداره یم له خپله کرداره یم

اصل ختا نلري کم اصل وفا نلري

ښه ښځه د بې کاره سړي په نصیب وي

ښځې پر سابو(بشکو) ږیره ورکړې ده

کور په ښځه ښایسته کیږي بېدیا (بهر) په نرانو

ښځه لونګۍ ده که ښه وي که بده پر سر به دې وي

که غواړې خبره خلکوته ورسوې ښځه چې اوبه خور ته ځي ویې کړه

د اصیلې ښځې کول سخت، خو ساتل یې اسان د کچه ښځې ساتل اسان خو ساتل يې ګران دي.

پښتومتلونه

بې کیزې اس او بې ادبه ښځه سړی نابود کوي   

لوی فیل هم د ښځې په کوڅیو کې ایسارېدلی شي

د ښځې خوله توره  ده، زنګ کېدلو ته یې نه ورکوي  

چیني متلونه

که ښځه ماتول غواړې ستاینه یې وکړه 

ښځو ته درناوی د افسوس پیلامه ده

 څاري (تزاري) متلونه

ښځه او شیشه تل په خطر کې وي

ښځې او هندواڼې نه پېژندل کیږي

 ښځه یوه شي ته وفاداره ده اوهغه بې وفایي ده

له ظالمې ښځې ځان ساته او په ښه ښځه باور کوه

ښځه سیوری دی که پسې ځې درنه ځي، که ورنه ځې درپسې ځي

اسپانوي متلونه

کینه ګره ښځه کور ته اور اچوي

په ښځوکې زړه له سر  نه  ډېر کارکوي

هرڅه سمېدلی شي، خو ښځه نشي سمېدلی   

ښځه چې د کوڅې او کړکۍ ځنګ ته دریږي د کورښځه نه ده

فرانسوي متلونه

ښې ښځې غوږونه  نلري

ښځه لاحکومت کوي لاخدمت

ښځې خپلې تورې په خولوکې وړي

ښځه د پرښتې شکل، د مار زړه او  د خره عقل لري

ښځه یواځې هغه راز  نه وایي، چې اورېدلی یې نه وي

جرمني متلونه

د ښځې که له مینځلوسره جوړه وي، هر وخت اوبه موندلی شي

که خبره خپرېدل غواړې، ښځې ته یې وکړه او ورته ووایه، چاته یې مه کوه

 سویسي متلونه

د ښځې یوه پښتۍ کمه ده

په څادرۍ کې پټې ټولې ښځې ښایسته دي

 اذربایجاني متلونه

کور کې ،چې ښځه نه وي لکه څا کې، چې بوکه نه وي               بلغاري

دوه شیان د سړي ویښتان سپینوي ښځه اوغم                           (      )

د ښځې خوله رخصتي نلري                                            امریکایي نګروی

ښځه هر وخت کولای شي وخاندي او هر وخت کولای شي وژاړي  انګرېزي

ښځې،اسونه او کتابونه په پور مه  ورکوئ                             ایټالوي

ښځه شر  دی خو لازم شر                                               لاتیني

ښځه سپۍ ده، په یوه هډوکي هم  فرېب خوري                        ترانسول

ښځه کور  دی                                                          ایبو

ښځه اس دی مالک یې هغه دی، چې پر سپرېدلی شي               کانوري

ښځه د دوزخ اساسي ور  دی                                          هندي

ښځه د کور  ډېوه ده                                                    عبري

 

دوه ښځې

 

دوه ښځې یواځې د دې لپاره ملګرتیا کوي، چې له بلې هغې سره دښمني وکړي        آلفوس کار

دوه ښځې سره ناستې وې، يوې بلې ته ويلي، و خورې ښځې ډېر بد بوټى ده ټولې خرابې دي، يوه ته ښه يې او بله زه ښه يم، شاته يې، وكتل، كوچنۍ جلۍ ناسته وه، سملاسي يې خبره بدله كړه، لاس يې جنۍ ته ونيو او ويې ويل د دغې جلۍ مور هم ښه ښځه ده.

دوه ښځې سره ناستې وې، يوې بلې ته وويل(خورې لښكر څنګه جوړيږي) هغې بلې ځواب وركړ(ستا سړى شي او زما سړى، لښكر ترې جوړ شي).

دوه ښځې سره ناسې وې يوې بلې ته وويل( خورې سړي وايي مسافري سخته ده، نو دومره وخت په بهر څنګه تېروي؟).

هغې ځواب وركړ ( خورې تا يادوي او ما يادوي، په دې وخت تېروي).

 

ښځه اوسړی

 بې مېړه ښځه بې دیواله کور یا باغ دی       

په ښځه باور مه کوه، که د لسو زامنوپلار یې هم یې         

له ښځې سره مشوره کوه، خو د هغې د مشورې اپوټه کار کوه     

د ښځې په خوښون کې یوه پوړۍ لاندې او د ملګري په خوښولو کې یوه پوړۍ لوړه په نظرکې ونیسه

که سړی له ښځې سره جفا وکړی، لکه لاړې له کور څخه بهر تو کړي او که ښځه له سړي سره جفا وکړي، لکه لاړې له کوڅې نه کور  ته راتو کړي  

چینایي متلونه

که ښځې بدې دي ګنا د سړیو  ده             

که ښځې ته ووایې، چې ښکلې یې، نو لېونۍ کیږي           

ښځې که غواړې خاوند په لاس کې ونیسې د ګېډې خیال یې ساته   

له ښځې نه که کرکه کوې درسره مینه کوي او که مینه ورسره کوې کرکه در څخه کوي

اسپانوي متلونه

ښځه کیشله (قلعه ) ده او سړی پکې بندي دی        

که د ښځې امرونه منې له ځان څخه نارینه نوم لرې کړه

د مېرمن اوخاوند لانجه د دوبي باران دی(ژر پای ته رسیږي)  

 اذربایجاني متلونه

ښځه د نر سابون دی                

ښځه چې له خاوند څخه ډاریږي، خیانت ورسره کوي

 فرانسوي متلونه

اوبه، لوګی او بده ښځه میړونه له کور څخه باسي

که ښځه کومه ګنا وکړي خاوند یې هم بې ګنا نه دی

اور له نږدې سوځول کوي او  ښکلې ښځه له نږدې او لرې

انګرېزي متلونه

ښځه د سړي مېرمن نه ده برخلیک یې دی                     

که سړی په ښځه پسې شي واده به وکړي، که ښځه په سړي پسې شي بدمرغه به شي

عبري متلونه

خاوند د ښځې لپاره قانون دی              

که سړی شراب څښي،ن یم کور او که ښځه شراب څښي ټول کور به وسیځي      

روسي متلونه

ښخه باسیکل دی هغه پر سپرېدلی شي، چې زده یې وي

ښځه هره ورځ تغیرکوي که پرون یې له یو كس سره مینه نه کوله نن یې ورسره کوي

ایټالوي متلونه

ښځه او اور هم سړی ګرموي او هم یې سوځوي         

که تلک په موږک پسې لاړ شي ښځې به په سړیو پسې لاړې شي       

 سویډني متلونه

ښځې نړۍ ته د خبرو او سړي د کار لپاره راغلي دي

د ښځې څیره ښیي، چې سړی یې څه کاره دی او د سړي کمیس ښیي، چې ښځه یې څرنګه ده

یوګسلاوي متلونه

که ښځه کینه کښه ده پوی شه ،چې ته یې خوښ یې                    ترکي

له ږیرورو ښځو او کوڅا سړیو څخه ډډه کوه                            باسک

د ښځې اشتها د نر دوه برابر ه، هوش یې څلور برابره او هوس یې اته برابره دی    څاري

بد ژبې ښځه د سړي میړه ده                               فارسي

ښځه یواځې هغه څه پټوي، چې زده یې نه وي          (  )

 

ښځه مچول

 

څو پرله پسې لنډې مچوغښتلې ښځې سستوي               چیني

ښځه که مچو نه کړې، ښکلا له لاسه ورکوي                      چیني

ښځه دومره مچوکړه، چې رنګ یې سپین شي                   فرانسوي

ترټولو خوږه مچو د غلامچو ده                                      انګرېزي

 

ښځه او شیطان

ښځه د شیطان لومه ده                                                    څاري

شیطان پر ښځه مهربان کیږي                                            عبري

په ډېرو ښو ښځو کې هم د شیطان پښتۍ شته                             روماني

څه چې شیطان نشي کولی، ښځه یې کولی شي                        فرانسوي

شیطان هرڅوک ډوپه کوي، خو ښکلې ښځې شیطان ډوپه کوي        مونتونګروی

شیطان شیطان دی، خو ښځه له شیطان څخه مخته کېدلی شي        بلغاري

شیطان هم نه پوهیږي، چې ښځې خپل چاقوګان چیرته  تېره کوي        لاتویا

شیطان په لسوګړیوکې سړی تېرباسي او ښځه په یوه ګړۍ کې سړی تېر باسي      جرمني

شیطان له هرڅه او هرځای نه خبر دی، یواځې له هغه ځای نه خبر نه دی، چې ښځې پکې چړې تیرې كوي           کوي بلغاري

 

بدرنګه ښخه

 

بدرنګي د ښځې ساتونکې ده                                   عربي

بدرنګه ښځه هنداره  نه خوښوي                                چیني

له خوږه خاورې ښځې څخه د بدرنګې ښځې بد راځي        ایټالوي

په ښځوکې ښکلا او  ستر  تل یوځای نه وي                   اسپانوي

بدلمنې ښځه بې مالګې خواړه دي                              څاري