که موخه(هدف) لرې پکار دی پخپل وخت واک هم ولرې ( )
که له وخت څخه په سم ډول ګټه واخلو وخت تل پوره دی ګوېته
وخت پر هغه ډېر مهربان او چارو ته يې پوره دى، چې ګټه ترې اخلي ( )
دا شعار مه هېروه سبا نا وخت دی همدا اوس یې پیل کړه ( )
د نن کار سبا ته پرېښودل او (دا اوهغه) ویل سړی تنبل کوي د تمرکز قدرت ترې اخلي،څومره، چې داعادت زیاتیږي نو لومړۍ ګام سخت کیږي،کېدای شي تر دې ځایه ورسیږي چې له سړي څخه د هر ډول خوځښت شونتیا واخلي ( )
وخت منډې وهي
وخت سره زر دی
وخت د چا انتظار نه کوي
تللی وخت نه راګرځي
پښتومتلونه
تېر ساعت په مثال مړی دلحد دی
مړی چادی ژوندی کړی په ژړا
رحمان بابا
د سهار ګړۍ په خوله کې طلا(سره زر) لري ډنمارکي متل
څوک چې د وخت په انتظار کښېني وخت له لاسه ورکوي اسپانوي
ورځ تل لنډه وي او وخت تل اوږد وي کیچي
وخت د هرڅه په هکله قضاوت کوي جرمني
وخت یوکلیمه رامنځ ته کوي اوړنګوي يې مونتونګروی
وخت دلمنځې (نښتر) ونه په تابوت بدلوي لتواني
وخت کله مور شي اوکله میر ه مونتونګروی
ستا ملګري ستا د وخت غله دي پولنډي
له وخت پرته هرڅه اخستلی شې سویسي
که ورځې وړې دي کال خو ووړ(كوچنى) نه دی سلواکي
تللي وختونه بیا په لاس نه راځي انګرېزي
ورځ او شپه
ورځ ورکوي او شپه اخلي سوېډني
هره لویه ورځ هم پای ته رسیږي افریقایي
شپه او ورځ د چا انتظار نه کوي جاپاني
د ژمي په شپه پسې هم ورځ راځي سویډني
ورځ سترګې لري او شپه غوږونه سکاټلنډي
څه چې د ورځې نه ځلیږي د شپې ځلیږي سویسي
څه چې د ورځې نه ځلیږي د شپې ښه ځلیږي سویسي
که شپې ټولې قدر وی دقدر شپه به بې قدره وی فارسي
شپه بلاربه ده څوک څه پوهیږي چې څه به زېږوي ګرجي
نن او سبا
د نن کارسباته مه پرېږده د
مازیګرنی کار دسهار اسانی دی
پښتومتلونه
ماته نن راکه اوسبا رانه واخله یوناني مل
نن دسبامشر ورور دی برازیلي
ستا سبابه ترکله دوام لري اسپانوي
نن هغه سبا دی چې پرون یې منتظر وې دري
نن چې دڅه وس لرې ناپوه یې،سبا چې پوه شوې بې وسه به یې فارسي
زیارکښ ته داونۍ اوو(۷) نن دي او تنبل ته داونۍ اووه سبادي جرمني
دا مطالب له غوره ويناوې كتاب څخه راخستل شوي، چې دريم ځل له بيا سمون او زياتونو سره چاپيږي.