ميړه یئ هم دښځې خبره تائد کړه، چی بخت موويده دی .يومذهبی ملنګ ته ورغی ورته  یی وويل! چی بخت موويده دی .مذهبی ملنګ ورته وويل! هو -ورشه دسريټی  غره په سرويده دی او بیداریئ کړه.

 

سړي خپلې ښځی ته وويل ! چې زه ځم بخت موويده دی  باید بیدار یې کړم . هغه ووچه دځنګل پخوا رهی شوپه ځنګل کې زمري وليده ،زمري سړی ته ووېل !چيرته ځې ،سړي ورته وويل !چی بخت مې ويده دی .هغه بيداره وم .زمری ورته وويل!زما څخه هم ورته ووايه!چې په ځنګل کی ژوند کوي هرڅه ورته شته دی خو وده نه کوي.سړی ورته وويل!ډيرشه ،ورته  وبه وايم .سړی ځی دځنګل په منځ کی په شنه چمن کی اسپه ولاړه ده ،ډنګره په ځوانئ ځوانه سړی  یی وليده چه روان دی پوشتنه  یی ځنی وکړه ،سړيا چيرته ځی ؟ سړی ورته وويل!ځم بخت موويده دی. چې بيدار یی کړم ځوانی اسپی ورته وويل !زما هم ورته ووايه !شنه چمن رڼئ اوبه ښه هوخو ټنګره یم، چې علت څه دی.سړی ورته وويل! ښه ده.ځی په ځنګل کی مزل کوی ګوری دځنګل په منځ کی يوه ونه پاڼئ ژيړی دی.

 

په وچیدو ده ونی ورته وویل !سړیا چیرته ځی ،سړۍ ورته وویل ! ځم بخت بیداره وم

 

ونی ورته وویل ! د ما هم ورته وویه چی په ځنګل کی ټولی ونی  شنی او څانګی کوی

زما ورځ په ورځ پاڼی ژیړېږی علت یی څه دی. سړی ورته وویل ! ښه ده .

 

سړی ځی ځی پورته سريټی سرته . ګوری چی څوک ویده دی چادر یی په ځان اچولی دی . په اوږدوپښو پروت دی . زریئ په پښه کې ونیوه ورته  وویل ! بیدارشه زموږ ژوند دی خراب کړی دی . بخت ورته وویل! بیدار شوم ، په لاره چا څه درته وویلی دی سړی ورته  وویل ! د ونی ،اسپی،زمری کیسه کټ مټ ورته وکړه .

     بخت ورته وويل!وونی ته ووايه ستا لاندی خزانه ده هرڅوک چی هغه وباسی ستا ولی خلاصی شی .وده به وکړی .

 

اسپی ته ووايه ته څښتن نلری هرڅوک چی پرتا شا پشه وړوی هغه به پا چا اوته به  دپاچا اخوراسپه شی.زمری ته ووايه دهغی سړی دسرمغزوخوره چی خپل بخت په لګد وهی .سړی ورته ووایل!بخته ستا خبرې به  کټ مټ ورته وکړم .سړی بيرته دخپل کورپخواروان شو هرکله چی په ځنګل کی ژيړيشوی ونیی ته راغی ونی  ورڅخه پوښتتنه وکړه ،بخت  زما په باره کی څه وويل!سړی ورته وويل!

 

ستا به ولو کې خزانه ده چې څوګ یی را وبسي ستا ولې به خلاصي شي او ودا به وکړي۰

 

ونې ورته وویل چې اوبسه څه ته انتظار یی؟ سړي ورته وویل –زما بخت بیدارشو-دا څه کوم۰

 

ونې ورته وویل –ته هغه څوګ یی چې خپل بخت په لګد وهې ۰

سړی روان شو –تر څو اسپې ته زاورسیده – سپې ترې وپوښتل-چې بخت زما په باره کې څه وویل ؟ هغه وویل-ته څښتن نه لرې –څوګ چې ستا څښتن شي هغه به پاچا شي او ته به د هغه اسپه شي –اسپې وویل –څه ته انتظار يی زما څښتن شه چې دواړه بختور شو- سړي وویل- زما بخت بیدار شو-ته څه کومه۰سپې پرې غږ کړ-ته هغه څوګ یی چې خپل بخت پر لګد وهې-۰

سړي په خپل منزل روان شو تر څو تر زمري راورسید-۰

زمری ترې وپوښتل چې بخت زما په باره کې څه وویل-؟ سړي وویل-بخت دې ویل چې زمری د هغه چا مغزه وخوري چېخپل بخت پر لغته وهي-زمری بیا له سړي پوښتنه وکړه-چې پر لاره د نور څه ولیدل-سړي د ونې او اسپې کیسي کټ مټ ورته وکړې-

زمري هم د دوی خبره تکرار کړه چې ته هغه څوګ یی چې خپل بخت په لګد ووهي-

او پر سړي یی ورټوپ کړ د سر مغزه یی ترې وخوړل-او روغتیا یی پیدا کړه۰

دویدو ځوانانو د ویښېدو په هیله- پیاوخیل

---------------------------------------------

تاند هیله لري چې لیکوال خپله لیکنه تر رالېږلو وړاندې یو ځل ولولي چې ټایپي غلطۍ ونه لري.

که لیکوال په خپله د پښتو ژبې په یاګانو کې ستونزه لري نو له بل چا څخه مرسته وغواړي.