زړه  په زړه  اینه  ده

زړه زړه  ته لار لري

زړه د سږو همسایه دی

زړه ښه دی چې دننه دی

ځان زهیر ښه دی نه زړه

د چازړه ته ګوتې مه وروړئ

زړه چې ښه شي کار  به وشي

زړه  دچابدیږي؟ دخوارغریب

دغټ سړي زړه دمرغۍ دی

زړه له لندوغوښو جوړدی

زوړ هغه دی چې زړه یې مات شي

چې زړه تنګ نه شي ځای نه تنګیږي

چېر ته چې زړه ځي هلته پښې هم ځي

زړه چې یو وار بد شي بیا نه ښه کیږي

زړه ګل دی چې خفه شي ځای یې بل دی

د زړو(بوډاګانو)زړونه د وړو(کوچنیانو) دي

زړه خو یو دی چې ملال شي پسه نه دی چې حلال شي

زړه چې مین شي ښایست نه غواړي خوب ، چې ورشي ښایست نه غواړي

پښتو متلونه

 سختې نارې د زړه په زورشي

زه  د زړګي  له  زوره ولوېدم  مینه

ټوپك ويشتلى به خداى جوړ كړي

په زړه ويشتلى به كړېږي مړ به شينه

زړه مې له تورو وينو ډك دى 

كه غرغړې  كړمه دنيا به خړوب شينه

لنډۍ

زړونه مه ماتوه لال د بدخشان دي

مشكل كار دى رغول د شكسته وو

رحمان بابا



د مجنون ژوندون به څه وي چې لیلامري

څه په کار  دی تش کالبوت چې زړه  د چامري

زړه   ډېوه  ده  دا د خټو په   کالب کې

خدایه مه کړې  چې به د اډېوه د چامري

علامه رشادبابا

 

خدایه ؛

 یوغټ زړه راکړې

دغره په شان

خوچې دکاڼي نه وي

اجمل تورمان



زړه مې در كړلو د سرو ګلو په پاڼو كې

دا د تا انصاف و، چې دې واچاوه په كاڼو كې

(      )

دانسان زړه کله هم نه مړیږي                                          

زړه دې هم داسې پاک کړه لکه ستا لوښی                            

د انسان زړه اوسپنه ده ،خو د هیواد قوانین اورتون دی              

مخامخ سره غږیږي، خو زړونه یې له یوبل نه په فرسخونو لرې دي 

چیني متلونه

که ناهیلی وي زړه ماتیږي                                              

زړه خدای ته او صدقه اړو ته ورکړه  

سکاټلنډي متلونه

زړه ماشوم دی څه چې غواړي هیله یې کوي                          

زړه او ژبه واړه هډونه دي خو د انسان لویي څرګندوي   

جرمني متلونه

چوپتیا د زړه خواږه درمل دي                                         

څادرونه له یوبل نه بېل کړئ، خو زړونه سره نږدې کړئ               

څاري (تزاري) متلونه



د زړه سرای هیڅکله نه ډکیږي                                   کامرون متل

چې زړه یې ګلاب وي خبرې به خوږې کوي                     روسي

زړه هم غوږونه لري                                              استوني

 څېرې وینو خو زړونه نه وینو                                    مکسیکو

زړه د رواغ نه وایي                                               هالنډي

لوی فکرونه له زړونو راوځي                                     فرانسوي

غریب هم زړه لري                                                 ترانسول

زړه ،زړه ته لار لري                                               دري

زړه هغو پورې مه تړه چې تا پورې زړه نه تړي                  فارسي

کوم زړه چې مهربان وي تل ځوان وي                           مونتونګروی

که زړه غواړي زر لارې پیداکوي، که نه غواړي زر بهانې لټوی شي  برنیو

څه چې له زړه څخه نه راوځي په زړه نه کېني                      سلواکي

 

سترګې او زړه

سترګې او زړه دګنا دلالان دي                     عبري

چې سترګې یې نه ویني زړه یې نه مني             روسي

څه چې سترګې نه ویني زړه ورته غصه کیږي     چینایي

له سترګو لرې له زړه ډېر لرې                       ترکي

له سترګو پنا

له زړه وتلی