له خپلو وزيرانو او نورو چارواكو سره له مشورې ورسته يې چې كله د نقشې اچولو پلان تياراوه، مور يې (زرغونه انا)پرې خبره شوه، راغله او خپل زوى (لوى احمدشابابا) ته يې چې د وزيرانو او نورو چارواكو په منځ كې و وويل (احمده زويه! ته په دې كار سره يوازې د كندهار ښاريان له بريدونو ساتلى شې، هغه خلك به څه كوي، چې ستا په لويه واكمنۍ كې خواره واره دي؟ كه دا كار كوې ستا كمزوري ښيي، چې يوازې د كندهار ښار د ساتلو په فكر كې يې).

لوى احمدشا بابا د خپلې مور د دغې خبرې په اورېدلو سره د ديوال له جوړلو تېر شو او ويې ويل(مور مې ريښتيا وايي، د دېوال په جوړېدلو سره زما د ټيټې ارداې څرګندونه كيږي، زه بايد د خپل ولس په زړونو كې ځاى ولرم او لرې لرې ملكونو كې زما ولس او پوځ د دېوال او سپر په ډول د دوښمن په مقابل كې و اوسي).

د ملت په پر مختګ او د هیواد په ودانول وکې له نورو بې شمېره وسایلو سره سره ښو او پالونکیو مندو ته اړتیا لرو            

چا چې د ماشومانو د زانګو پړی په لاس کې نیولای دی له هغو چې د چارو واګي یې په لاس کې دي اغېزناک او با نفوذه دي                                                                              

د ماشوم ښه او بدچلن تل په مور پورې تړلی دی            

مور لکه سپېڅلی ستوری دى، تل به له پایښت سره پر هسک (اسمان)ځلیږي           

ښه مور د طبيعت شهكار دى   تولستوى

مور په يوه لاس زانګو ته او په بل لاس نړۍ ته ټکان ور کوي                            

ښه مور د سلو استادانو او ښوونکیو ارزښت لري                                        

زه درې پنځوس کلنۍ ته ورسېدم، خو یو ځل هم داسې ونه شوو، چې کور ته دې زما له راستنېدلو مخکې زما مور ویده شوې وي .                                                                       

کله چې مور فاسده شوه نړۍ هم فاسدیږي                                              

 

مور د خپل زوی ګنا نه ویني

د مور زړګی پر زمنګي (زوی) دی ، د زمنګي زړګی پر وچه تیږه

له مور میره مینه ده

هم بوره هم بدنامه

د مور زړه غوټۍ ده اوهیڅکله نه مړاوي کیږي         

دا مطلب له غوره وينا كتاب څخه راخستل شوى، چې پر دريم چاپ يې كار روان دى.