ژوند خوب دی او مینه په ژوند کې خوب لیدل دي                             موسه

د انسان ترټولو لویه قرباني د خپلې مینې(معشوقې) له لاسه ورکول دي   شوپنهاور

انسان کله دومره ډېره مینه وکړي، چې ان خپله مینه هم قرباني کړي      پل اډم

ښځه تل د نر عواطف احساسوي، ځکه خو که نر مینه ورڅرګنده کړي، نوی شی نه ورته ښكاري.  اندره پویه

د قضا او تقدیر په پاڼه کې راغلي، چې لوی خلک باید د ښځې له مینې او وفا بې برخې وي، ځکه ستر شخصيتونه سړی ریښتونې مینه او وفا غواړي، خو ښځې په ریښتونې مینه او وفا نه پوهیږي. اناتول فرانس

مینه هغه وسیله ده، چې ټول واړه سرخوږي په لوی سرخوږي بدلوي.       (      )

مینه له واده خوږه وي، ځکه ناول هم له تاریخ څخه خوږ  وي.               یولټر

هرې ښځې چې راسره مینه لرله، زماخوښه نه شوه اوکومه ښځه به چې زما خوښه وه د هغې زه خوښ نه وم په ریښتیا چې زما زړه د خلکو د زړونوپه شان نه دی.                          ناپلیون

د ښځې مینه هغه پانګه ده، چې سل په سله ګټه نه کوي چاته یې نه سپاري    (     )

سوچونه ،خیالونه ،اسوېلي،هیلې،او اوښکې له مینې څخه نه بېلیدونکي ملازمان دي.    شکسپیر

په مینه کې دباو اچول زموږکمزورتیا ښيي ،نه پياوړتیا             لاروشفوکلډ

داچې مین(عاشق)او مینه(معشوقه)هر څومره له یو اوبل سره وایي او اوري نه تنګیږي ، لامل دادی، چې هر وخت د ځان په اړه غږیږي.                         لاروشفوکلډ

مینه او یخني وهنه نه شې پټولای                      بنیامن پرانکلن

مینه هغه پاچادی چې د زړه له مرکز څخه د بدن پرټولوغړیو یرغل کوي، په مخ کې زیړواله ،په ژبه کې بندښت یاګچ ګول والی اوعقل کې کمزورتیاپه یادپریږدي او د معشوق نیمګړتیا،غیبونه او خطاوې د مین نظر ته ښې او بې عیبه ځلوي.                       ارسطو

یوه ماشوم خپلې مور ته ویلي و(مورې جنکۍ خوږې دي ، چې خلک ورسره مینه کوي؟)مور یې غوښتل چې فکر یې بلې خواته واړوي، نو ځواب یې ورکړی و (نه زویه تروشې دي )زوی یې ورغبرګه کړې وه (مورې ریښتیا وایې زما له څنګه هم، چې تیریږي. خوله مې ورته اوبه ،اوبه شي).

پښتوروایت


مینه ړنده کڼه د ه

له ډېرې مینې لا غلاخیږي لا زنا

پښتومتلونه

که له مینې(معشوقې)سره مینه لرې له افکارو سره یې هم مینه ولره.     عبري متل

که له ځان سره بې مینې شوې نور به هم درنه ډډه وکړي.                 روسي

څه چې ګرانبیه دي ډالۍ نه ده، بلکې مینه ده                               روسي

سپوږمۍ دومره بې پرواکړه، چې پښو ته در ولوېږي.                     اذربایجاني

که مین کېږې پر سپوږمۍ مین شه،که غلاکوې اوښ په بډه ووهه.        مصري

مین ته بغداد لرې نه دی                                                    اذربایجاني

د مین لپاره کوم کار سخت دی ؟                                            لاتیني

د زړې مینې درمل نشته                                                     لاتیني

د مینې مزد مینه ده                                                           جرمني

د مینانوغوسه د غڼې د تار په شان ده                                        ایټالوي

مینه او عشق پسې لاړم ځان مې ورک کړ                                  هندي

بې مینې ژوند بې اوړي (دوبي)کال دی                                     سوېډني

که ښځه له دووکسانو سره مینه کوي دواړو ته دوکه ورکوي              پرتګالي

د مینې د واده پای بدمرغي او پښېماني ده                                 اسپانوي

شپه، مینه او ښځه انسان ته غلط فکر ورکوي.                             سوېسي

په ښکار او مینه کې سړی پوهیږي،چې له کوم ځای یې پیل کړي،خو نه پوهیږي،چېرې یې پای ته ورسوي.                                                                    جرمني           

ځان به داستاپه مینه ځارکړم

لکه پتنګ چې د ډېوې په مینه مرینه

زما په برخه مینتوب شو

ځکه بېلتون ته دوه لاسي سلام کوومه

نه به دا لمر،سپوږمۍ یوځای شي

نه به یوځای چا دوه مین لیدلي وینه

ستا يارانې ته مې زړ ه كيږي

په څه خبره به اشنا در سره شمه

چې دوه مین سره یوځای شي

په نوروخلکو د ړندوګمان کوینه

مایارانه کله کوله

حیران ،حیران دې راکتل مین دې کړمه

مینه له مینې پیداکیږي

په مینه ،مینه دې کتل مین دې کړمه

مینه په تلوراتلوزیاتیږي

کله راځه کله به زه درځم مینه 

دا مطلب له غوره ويناوې كتاب څخه راخستل شوى، چې دانش خپرندويه ټولنې له خوا يې  پر دريم ځلي چاپ كار روان دى.