دنيا چې پر خره بار کې خيرالله خان سي٠

دښمن هغه دی چې اول يې هو وي اخېر يې نه٠

د بې بخته په حلوا کښې غاښ ماتيږي٠

د غله په ږيره خس وي٠

د غنم له برکته زوز اوبيږي٠

مار له شينشوبي تښتېدئ هغه د غار په خوله کښې ورته شين سو٠

څه غنم لانده څه ژرنده پڅه٠

د يوې ورځې حاکم د سلو کالو کور خرابوي٠

خره ته دې خدای ښکر نه ورکوي، د غويو نسونه به څيري کړي٠

دوست به دې وژړوي دښمن به دې وخندوي٠

نم دېوال زړوي غم انسان٠

چې له خدايه ويريږي له هغه مه وېرېږه، چې له خدايه نه ويريږي له هغه ووېرېږه٠

سپی د فيل په سايه تلئ ويل يې دا سايه زما ده٠

تر څو د ريښتيا وار را رسيږي دروغو به کلي وران کړي وي٠ډېر يې موندل نه په لږو قانع کېدئ نه٠

پير که خس وي مريد ته بس وي٠

په غلبېل کې اوبه نه راوړلې کيږي٠

شرميږي هغه چې په شرم پوهيږي٠

په سلو وهلی ښه دی نه په يوه پړ٠

ميړه په خواري بد نه ښکاري٠

په لمر يی ګټه په سيوري يې خوره٠