ویونکي یې نامعلومه دي پښتو متلونه تر شاعر پورې محدود نه دي یعني متلونه عام خلګ جوړوي.متلونه سراسر عبرت او دکاڼي کرښي دي
متلونه
ازمويلی څوک نه ازمويی
اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري
اګر و اګر سره ورته دي
آموخته خور بلا خور
اورته خپل او پردی يو دی
اوښ پۀ بډه نه وهل کېږي
باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي 
بده ماندينه تنګه موچڼه ده
برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري
برخي وېشه مړونه ګوره
بزه په خپل ښکر نه درنيږي
بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ 
بې چرګه به هم سباشي
بې قامه مقام نسته 
باد چى پاسنى وى باران يى ګړندى وى 
بى ډوله مه ګډيږه
بيکارى هسى بلا ده هم ددين هم ددنيا ده
پر دى خواړه يا پور دى يا پيغور
پړ مى که مړ مى که
پښى هلته ځى چى زړه ځى
پور چي ځنډينى شى خوړنى شى
چى سړى زړيږى حرص زياتيږى
چى موړشى سوړ شى 
ديوال نم زړوى خو انسان غم زړوى
رښتيا ويل تر خه دى
سرکه غټ هم وى پټکى غواړى
کوڼ دوه واره خاندى
ماهى چى نيسى تر لکى يى نيسه
ښه وکړه په ابو کى يى واچو