ژباړه او راټولونکي ا يمل «همدرد»

Too much knowledge can fell even the mightiest of integral structure. (Unknown)
د یوه غښتلی او کامل بنسټ سره ډیره پوهه کیدای شی نیمګړتیا ولری. (نامعلوم)
(انسان که هر څومره کامل شی بیا هم د سهوی او خطا څښتن کیدای شی)


We are here for a good time – not a long time. (John Bourke) 
مویږ چی پیدا شوی یو د ښه ژوند کولو لپاره نه د اوږده ژوند کولو لپاره. (جان بورک)
(دنیا څو ورځی ده باید ښه او د عزت سره تیره شی)

A teacher can only show you the path; you must make the journey on your own. (Unknown)
معلم تنها رهنما کیدای شی، خپله ګړنلاره باید پخپله وټاکی. (نامعلوم)

You have got to know the code, before you can write the program. (Unknown)
یوه پروګرام ته د ننوتلو نه مخکی، باید په کود یی پوه شی. (نامعلوم)
(مخکی د سفر کولو نه باید ځانته توښه ولری)

You have got to open your eyes to see the opportunities. (Unknown)
ځیرک اوسه تر څو چی چانسونه لاسته راوړی (چانس ترلاسه کول فقط یوه موقع ده). (نامعلوم)

It’s not who you know but who knows you. (Unknown)
دا مهیمه نه ده چی ته څوک پیژنی، مګر مهیمه دا ده چی څوک تا پیژنی. (نامعلوم)

Love is like life; it’s hard and doesn’t always bring happiness, as we don’t stop living why should we stop loving. (Armed and Dangerous) 
مینه ژوند غوندی ده: کومه چی مشکله، او همیشه د خوشحالی سبب نه کیږی، څنګه چی ژوند نه پریښودل کیږی هغسی بیا مینه هم نه پریښودل کیږی.

Love is a condition in which the happiness of another person is essential to your own. (Robert Heilein)
مینه هغه څه ده کومه چی د ستا لپاره د مقابل جانب خوشحالی پکښی نغښتی وی. (رابرت هیلین)

Leaders are made, not born. You learn to become a leader by doing what other excellent leader have done before you. You become proficient in your job or skill, and then you become proficient at understanding the motivations ad behaviours of other people. (Brain Tracy) 
مشران جوړیږی اوټاکل کیږی، نه داچی د مشرتوب سره وزږیږی. که غواړی چی یو مشر شی نو باید د مخکنیو کامیابه او باتدبیره مشرانو لار تعقیب کړی. تر څو یو ښه مؤدبر، ماهرشخص شی او په دی وتوانیږی چی څه رقم د نورو خلکو سره رفتار او سلوک وکړی. (برین ترسی)

Do not wait; the time will never be just right. Start where you stand, and work with whatever tools you may have at your command, and better tools will be found as you go along. (Napoleon Hill)
انتظار مه پاتی کیږه: وخت تیریږی. هر چیرته چی یی د هماغه ځایه شروع وکړه او کوم وسایل چی په لاس لری په هغه کار وکړه، نو کیدای شی چی وروسته ښه امکانات او وسایلو ته لاس رسی پیدا کړی (بهترینه سلاح هغه ده چی په لاس کی یی لری). (ناپلیون هیل)

Time is money. (Unknown

وخت پخپله پیسی دې (د وخت ضایع کول لکه د پیسو د لاسه ورکول دی). (نامعلوم)
Business is war. (Unknown)
تجارت جنګ دی (ممکن ویی ګټی او ممکن د لاسه یی ورکړی). (نامعلوم)

Seeing understands. (Unknown)
لیدل د پوهولای شی (لیدل د پوهاوی وسیله ده). (نامعلوم)

Seeing is believing. (Unknown) 
لیدل پخپله یقین کول دی. یا دا بهتره ده چی یو شی ووینی نسبت دیته چی د هغه په باره کی واوری. (لیدل یو بهترین ثبوت دی). (نامعلوم)