د فلادلفيا ايالت په يوه داسي كور كې نړۍ ته سترګې وغوړولې چې  د ښو او بدو هيڅ توپيرپه كې نه كېده ، پلار، مور، وروڼه او يوه خور ټول يې شرابيان وو او په دې  ډول د نورو ناروا كارونو ښكار  ګرځېدلي  وو .

 وين روډني بينټ د اسلام د منلو څخه مخكې د امريكا يو مشهور سندرغاړى و خو كله يې چې اسلام ومانه د اسلامي علومو په زده كړي پسې يې پښې لوڅي كړې بالاخره د څو كلنو وروسته يو ستر اسلامي عالم ورڅخه جوړ شو، اوس دسعودي د تلويزون له لارې د لوېديځي نړۍ د ځوانانو لپاره يوه اسلامي خپرونه پر مخ بيايي ، د مسلمانېدو وروسته يې پرځان د حذيفه نوم كېښوده ، دعربي  د ( الاسره ) مجلې سره يې مركه كړې ده چې په لاندې ډول ده :

پوښتنه : تاسي څرنګه او ولې اسلام ومنلو ؟

ځواب : زه په دې يقين لرم چې څومره خلك نړۍ ته راځي هغوى ټول په فطري ايمان باندې  زيږول كيږي  لكه څرنګه چې په حديث شريف كې راغلي دي : ( ټول كوچنيان په فطري ايمان زيږيږي  بيا يې مور او پلار يهودي ، عيسوي او مجوسي جوړوي ) او زما داسلام په منلو كې دا راز پېچلى دى . شمالي قطب ته نږدې سيمه كې  پيدا شوى  يم داسلام د منلو هيڅ اراده مې  نه وه . د خپلو ملګرو سره د پوهنتون لخوا په علمي سفر ووتلو د سفر په دوران كې  مې  د يو كس سره چې چو (Choe) نومېدى وكتل ، چو د ريډ انډين ( Red Indian ) دقبيلې و ، زما څخه يې دميلكم ايكس په اړه پوښتنه وكړه چې ايا هغه پيژنې ؟ ما ورته وويل : ( نه يې پيژنم ) هغه راته وويل : ( ته ولې ميلكم ايكس نه پيژنې دا خو د افسوس خبره ده ) . بيا يې د ميلكم ايكس دژوند په اړه ليكل شوى كتاب راكړ)  او راته يې وويل : ( چې ضرور به يو ځلې دا كتاب لولې )

دكتاب لومړني مخونه چې مې كله ولوستل تاثير يې راباندې وكړ خو كله چې بېرته كور ته راوګرځېدم عبدالله چې زمونږ د كلي اوسېدونكى و كيسه مې ورته وكړه ، عبدالله زه جومات ته بوتلم په جومات كې مې چې  وكتل  ډول ـ ډول خلك راټول دي او د خداى ج عبادت كوي دجمعې دخلاصېدو وروسته عبدالله زه د لاس څخه ونيولم او امام ته يې مخامخ كښېنولم دهغه په مخ كې مې  كليمه ( لا اله الاالله محمدرسول الله) وويله ، وروسته ډېر خلك راغلل زمونږ سره په خوا كې كښيناستل او زما سره يې دومره اخلاص ښكاره كړ چې هيڅ وخت هم ما د دې ډول مينې سوچ نه و كړى ، او داسې مې هيڅ وخت نه ګڼله چې د ځمكې پرمخ به داسې خلك وي چې  هيڅ اړيكي سره نه لري  خو ديو خدايي مقصد په خاطر  دومره مينه سره كوي چې هيڅ فكر يې نه كيږي، په دې وخت كې زه د دوويشتو كلنو په عمر وم چې د 1979 كال داګست دمياشتې  سره يې سمون خوړ بيا عبدالله د حذيفه نوم راباندې  كېښودى.

ددې څخه وروسته به مې د قرانكريم د ترجمې ، دعلماوو د ويناوو او داسې نورو علمي ځايونو كې برخه اخيستله بالاخره ورځ تر بلې به مې داسلام سره مينه زياتېدله .

پوښتنه : دمسلمانېدو لامل دي څه و او د مسلمانېدو څخه مخكې دي اسلام ته په كوم نظر كتل ؟

ځواب : دمسلمانېدو څڅه مخكې زه يو سندرغاړى وم چې په هر ځاى كې به مې شور احساسوه ، دانساني همدردۍ ډېر تږى وم ، كورنۍ ژوند مې ډېر خوښېده په همدې هيله مې كاتوليك مذهب پرېښوده او پروټيسټ مذهب مې غوره كړ خو دكومو هيلو( ميني ، محبت ، همدردۍ ، غمرازۍ، ګډژوند ... ) لپاره چې ما دا مذهب غوره كړى  و هغه مې  ترلاسه نه كړل په همدې  وجه مې  پروټيسټ هم پرېښودى بودايزم مې غوره كړى ، دا مذهب دالهي تصور څخه پوچ و او  داسلام تكل خو مې د دې وجې نه كاوه چې په خلكو كې دا مشهوره وه : ( چې اسلام دتور پوستو دين دى ) خو كله چې مې دميلكم ايكس كتاب ولوست دا فكر مې هم ورك شو . دا راته ښكاره او په يقين ورسېده چې اسلام حقيقي او وروستنۍ او بې تحريفه پر ځمكې پاتي خدايي دين دى نواسلام مې ومانه،اسلام دځمكې پرمخ يواځينى مذهب دى چې د ميني ، محبت ، ورورګلوۍ او غمرازۍ اساسي بنسټونه لري . دامريكا په شمول  ټوله اروپايي نړۍ دانساني همدردۍ او ورورګلوۍ څخه بې  برخي ده ، زياتره ځوانان په همدې تكل كې  دي چې كله به دې مقصد ته ور رسيږي خو دا هيلې يې نه ترسره كيږي ، چېري چې مور، پلار ، ترور ، تره ، ورور او خور معلومه نه وي ، نو څرنګه به هلته د مور ، پلار او خپلوانو د مينې فكر وشي ، هلته ميندې د اولاد روزنه ځانته خنډ بولي په وړكتون كې  يې شاملوي . زياتره اوس هم داسلام څخه بې خبره دي هغوى ته داسې ځوانانو ضرورت دي چې داسلام حقيقې معنى وروپيژنې .

پوښتنه : ميلكم ايكس ته په كومه سترګه ګورې او په رښتيا دهغه كتاب ستا ژوند دربدل كړ ؟

ځواب : دميلكم ايكس كتاب يواځې زما ژوند نه بلكې دډېرو انسانانو ژوند وربدل كړى دى ، ميلكم ايكس په هغه ټولنه كې دنيا ته سترګې غړولي دي چې شراب ، زناء او نسلي تعصب يې نه جداكېدونكي برخي دي ، په اول كې ميلكم زندان ته ولاړ په زندان كې د (Nation of Islam  )  نومي اسلامي ګوند ورته د مطالعې لپاره اسلامي كتابونه برابرول بالاخره هغه اسلام ومانه او مسلمان شو . ميلكم ايكس هم دنورو امريكايانو په څېر دا ګومان كاوه چې اسلام يواځې دتور پوستو دين دى ، دزندان نه د وتلو څخه لومړى هغه د حج  د لوړې  فريضې د اداء او د مكې مكرمې د زيارت كولو لپاره يې سعودي ته سفر وكړ، دسفر په دوران كې يې دسعودي دپاچا ( شاه فيصل سره وليدل ، دعرفات غونډى ته ولاړ كله يې چې هلته ولېدل چې دهر نژاد او توكم خلك راغلي دي نو دا نتيجه په لاس ورغله چې اسلام يواځي دتورپوستو دين نه دى  بلكې دهر نژاد خلك په اسلام كې شته او اسلام يواځينۍ دين دى چې د څه امتياز څخه پرته ټولو خلكو ته ديووالې او ورورولۍ بلنه وركوي ، دا د اسلام د دښمنانو خبري دي چې داسلام پر ضد يې كوي.

ميلكم ايكس دسفر دراستنېدو څخه وروسته دا هڅه وكوله چې امريكايانو ته دا حقيقت ووايي چې اسلام يواځې دتور پوستو دين نه دى بلكې دهر توكم او نژاد دين دى،كله چې مې د ميلكم كتاب ولوست د زړه څخه مې د ( اه ) اواز ووت ومې ويل : ( زه چې دكومي مينې او ورورولۍ په لټه كې وم دا همغه دين دى . )

پوښتنه : ستا پر مسلمانېدو ستا دكورنۍ عكس العمل څه و ؟

ځواب : دشپږ مياشتو سفر كولو څخه وروسته چې كله كورته راوګرځېدم مور  او پلار مې خواته راغلل غوښتل يې چې دسفر حال راڅخه وپوښتي خو كله چې مې د مسلمانېدو  نه خبر كړل هغوى دواړه ډېر جذباتي شول راته يې وويل : ( انسان شه او ليونتوب پرېږده! ، زه چې د خپل دين د رښتينولۍ څخه ډاډه وم په دې حيران شوم چې ولې د نړۍ ټول اوسېدونكي په يوځل دا روښانه حقيقت ( دين ) نه مني ، خپل مور، پلار، خويندې او وروڼه مې اسلام ته راوبلل.

داسلام درښتينيتوب څخه مې خبر كړل ، شراب او د خنزير د غوښې څخه مې  منع كړل او ورته مې وويل : ( پر يو خداى ج ايمان راوړى عيسى u دخداى ج سره مه شريكوئ ) خو متاسفانه هغوى اسلام ونه منى ، هو د مور مې لمونځ دومره خوښېدى چې د سهار لمانځه ته به يې هر وخت پاڅولم .

دمور و پلار مسلمانېدل مې  لويه هيله وه خو دا چې په سمه لاره روانېدل د خداى ج په لاس كې دي ، د مور و پلار نه مسلمانېدو زه غمجن او نا هيلى نه كړم ،خپل اسلامي بلنه مې روانه وساتله په پوهنتون كې په لومړيو ورځو كې يوويشت محصلين زما په بلنه مسلمانان شول . مونږ نوي او زاړه  مسلمانان په پوهنتون كې سره يوځاى شو او د جمعې ورځې لمونځ مو په اول ځل په  جمع  سره اداء كړ . پوهنتون داسلام دخپرېدو لپاره ښه ځاى دى ،ځكه چې محصلين ښه او روښانه فكر لري په دليل ولاړه او رښتينې خبره ډېر ژر مني .

پوښتنه : ميلكم ايكس  چې مكې ته په اول ځل ولاړ ژوند يې بدل شو ته چې مكې ته په اول ځل  ولاړې تا څه محسوس كړل ؟

ځواب : د لومړى عمرې د اداء كولو په وخت كې زه خو لا محصل وم د مسجد حرم څخه د راوتلو په وخت كې  مې چې سترګې په مكې معظمې ولګېدې د هغه حال څرنګوالى زه په الفاظو نه شم ويلاى د مكې معظمې خپل ( جاه وجلال ) وي، هلته هر كس د خداى ج نژديوالى حس كوي .

پوښتنه : دمسلمانېدو څخه مخكې ته په ازاد چاپيريال كې زيږيدلى او لوى  شوى وې سعودي ته په راتللو او مستقل استوګني  تا څه توپير محسوس كړى ؟

ځواب :  كه رښتيا ووايم په اول كې  دډېرو كړاوونو سره لاس او ګريوان وم خو د خداى ج په مهربانۍ او د وخت په تېرېدو ورسره اشنا شوم او اوس تاسې هم ويلاى شى چې د يو مسلمان امريكايي نژاده سعودي سره مو مركه وكړه .

 

 

پوښتنه : داولاد دروزنې په اړوند دې هيواد( سعودي ) ته په كومه سترګه ګورې ؟

ځواب : دمسلمانېدو څخه وروسته مې  د اسلامي زده كړو سره شوق ډېر و، ټولو اسلامي هيوادونو ته مې دتللو اراده  لرله ، د سعودي هېواد ته چې د اسلام لومړى مركز هم دى سفر وكړ ، دلته چې راغلم واده مې كړى نه و بيا مې  دلته واده هم وكړ چې اوس دوه زامن او درې لورانې  لرم مشر زوى  مې  عاصم  د اولسو كلنو ورپسې زيد چې د دولسو كلنو په عمر باندې دى بيا مې دوه غبرګونې لورانې پيدا شوي  چې دنهه كلنو په عمر دي او كشرۍ لور مې د څلورو كلنو په عمر باندې ده په پوره ډاډګيرنې سره ويلاى شم چې اولاد دروزنې لپاره په سعودي كې څومره ښه زمينه مساعده ده دنړۍ په بل هيڅ هېواد كې به داسي زمينه مساعده نه وي ، د لومړنيو زده كړو څخه نيولې تر لوړو  زده كړو پورې دلته وړيا دي ، ټولنه دامن څخه ډكه او صالحه ده ، د غلا ، چل  ، فريب او نور فسادونو بوى هم نه ليدل كيږي .

پوښتنه : د تلويزون سره دي څرنګه تړاو  پيدا شو ؟

ځواب : اول مې  د سعودي د دولتي چينل ( الف ) سره كار كوى د قرانكريم دانګريزي ژباړه به مې خپروله ، دڅه كار لپاره د( ب ) كانال ته تللى وم ، هلته مې  د كانال  د يو مسؤول شيخ شهلوب الشهلب سره وكتل ، هغه ته مې دځوانانو لپاره د يو پروګرام مشوره وركړه هغه راته وويل : ( وې ليكه بيا يې ماته راكړه ) ليك مې ورته وليكه كورته راستون شوم ، دوه كاله وروسته د همدې كانال له لورې راڅخه د دې پروګرام دچلولو غوښتنه وشوه ، غوښتنه مې ومنله چې تر دې مهاله مې  درې سوه قسطونه دتلويزون له لارې خپاره شوي دي.

پوښتنه : نشريات داسلام په خپرولو كې څومره كردار لوبوي ؟

ځواب : نشريات په اسلام كې ډېر ستر كردار لوبولاى شي ، كه په رښتيا مونږ وغواړو، بلنه خپل مسئوليت وګڼو او نوي خپرونكي وسايل په كار واچوو نو اسلام هر كور او زړه ته په حقيقې ډول رسېدلاى شي او يواځينى لاره يې هم داد ه . لوديځوال له همدې  لارې خپل كلتور نورو ته رسوي خو كه مونږ حركت وكړو دا ډېره اسانه ده باطل په ډېره اسانه له منځه تللاى شي .

پوښتنه : د يولسم ستمبر له پېښي څخه وروسته په عربي رسنيو كې كوم بدلون وينې ؟

ځواب : حقيقت دادى چې د دې  پېښي څخه وروسته په عربي رسنيو كې د اسلام په اړوند ډېر څه خپريږي او پايلې يې هم تر سترګو كيږي خو متاسفانه ځيني دولتونه دلويديځ دخوشحالولو لپاره داسلام ناسم تعبيرونه كوي .

پوښتنه : د ستمبر پيښې دامريكايانو په ژوند څه اغيزې وكړې ؟

ځواب :د دې پوښتنې ځواب ځانته جلا موضوع ده خو لنډه دا چې د امريكايانو په ژوند يې ډېرې مثبتې اغيزې وكړې ، دامريكا دولت د اسلام د بد نامولو لپاره ډېرې هلي ځلي كوي خو په همغه اندازه د خلكو د اسلام په اړه معلومات زياتيږي ، خلك د قرآنكريم انګريزي ژباړې اخلي  او لولي يې ، زياتره د همدې لارې مسلمانېږي هم، عيسويت خو د امريكا د خلكو خپل مذهب دى د عيسويت څخه وروسته دويم مذهب چې زيات پيروان لري او په چټكى سره نور  پيروان پيدا كوي  هغه اسلام دى .

په امريكا كې چې كوم كتابونه زيات پلورل كيږي هغه څلور دي چې يو د هغوى  څخه د قرآنكريم انګريزي ژباړه ده .

پوښتنه : آيا د مادي ژوند څخه تېښته او دروحاني ژوند پيل او احساس د امريكايانو دمسلمانېدو ستر لامل نه دى ؟

ځواب : رښتيا دا ده چې امريكايان او اروپايان دروحاني ژوند ډېر احساس كوي  ، كله چې ډېر شراب وڅښي نشه شي، ډېر ناوړه كارونه، بربنډ نائټ كلبونه او بربنډې نڅاګانې وكړي ، د زړونو څخه يې دا اواز را وځي چې مونږ څوك او دڅه لپاره پيدا شوي يو خو كله چې اسلام مطالعه كړي زړه ته يې يقين راشي چې اسلام يواځينى دين دى چې انسان دباهدفه ژوند څښتن ګرځوي . نوځكه د امريكايانو اسلام ته ميلان زيات شوى دى او چې مسلمانان شي د دين د عقايدو او فرعي احكامو ته د رسېدو كوښښونه كوي .

د دوى ژوند د خوراك ، څښاك ، پوښاك او د حيواناتو په څېر د خواهشاتو د پوره كولو پرته بل هدف نه لري ،چې كله  اسلام وپيژني او حقيقې څښتن ته د رسېدو لار ومومې نو دا د دوى  لپاره ستر پنځ دى .

پوښتنه : په امريكا كې داسلام په وړاندې مشكلات څه دي او په دې هېواد كې داسلام راتلونكې څرنګه بولې ؟

ځواب : د اسلام په وړاندي يواځينى مشكل په امريكا كې د دولت كړنلاره ده خو د امريكا دولت په خپلوناوړو هڅو كې بريالى كېداى نه شي . د خلكو سترګو ته به تر كومې پورې خاوري اچوي او په حق به توره پرده غوړوي .

په امريكا كې اسلام ډېر په چټكۍ سره خپريږي داسي يو وخت به انشاءالله راشي چې د اسلام زيات شمېر پيروان به په امريكا كې وي  او اسلام به بريالى وي .