، همدا وجه ده چې امام غزالي د اخلاقو د ارزښت پۀ اړه ويلي دي (د انسان پۀ زړۀ کې چې هر راز حالت يا صفت ظهور وکړي د هغې اغېزې ضرور د هغۀ پۀ ظاهري اعمالو باندې برسېره کيږي تر دې چې د انسان ظاهري اعضاء هيڅ حرکت د هغۀ د باطن يا زړۀ د موافقت څخه پرته صورت نۀ مومي .)
همدا لامل دی چې د اسلامي دعوت خپرولو، د مسلمانانو روزلو، قوي اسلامي امت جوړولو او داسې اسلامي نسل برابرولو کې چې اسلام د نړۍ ګوټ ، ګوټ ته ورسوي د اسلامي اخلاقو ډېره لويه اغېزه ده.
د رسول الله (ص) د ښو اخلاقو پۀ نتيجه کې بې شمېره خلک پۀ خپله خوښه لۀ کفر څخه ووتل او د اسلام پۀ سپېڅلي دين کې شامل شول ، د نبي (ص) د ښو اخلاقو لۀ امله ګڼ شمېر خلک د بدبختيو لۀ سمندره د سوکالۍ ساحل ته ورسېدل .
د رسول الله (ص) پۀ لاس د روزل شويو صحابه کرامو د اسلامي اخلاقو ثمره وه چې اسلام د نړۍ شرق، غرب، شمال او جنوب ته ورسېدۀ او پۀ هر کلي کې د اسلام ډيوه بله او د کفر او جهالت تيارۀ ورکه شوه، او د اسلامي اخلاقو پۀ لباس د پوښل شويو تاجرانو د اسلامي اخلاقو برکت ؤ چې د نړۍ پۀ ډېرو لرو برخو کې کافران پۀ خپله خوښه لښکرې ، لښکرې د اسلام پۀ سپېڅلي دين کې شامل شول ، چې پۀ دې اساس ويلی شو چې د اسلام سپېڅلي دين ته د کافرانو دجلب او جذب ډېره اهمه او اغېزمنه وسيله اسلامي اخلاق دي .
نن سبا چې د نړۍ مسلمانان د ستونزو پۀ سمندر کې لاهو دي اصلي لامل يې د دوی پۀ عملي ژوند کې د اسلامي اخلاقو نشتوالی دی . د اوسني وخت د مسلمانانو د غير اسلامي اخلاقو لۀ امله کافرانو د اسلام لۀ نوم څخه کرکه راځي او ډلې ، ډلې د اسلام دين پرېږدي کافران کيږي چې پۀ دې ترتيب ويلی شو چې د نړۍ د اوسېدونکو نيکبختي او بدبختي اسلامي اخلاقو پورې تړلي ، هغه داسې چې کۀ مسلمانان پۀ اسلامي اخلاقو عمل وکړي د نړۍ ټول انسانان به سوکاله او ارام ژوند وکړي او کۀ د مسلمانانو عملي ژوند د اسلامي اخلاقو څخه بې برخې وي د نړۍ انسانان به لۀ کړاوونو څخه ډک ژوند کوي .
د پورتني ذکر شوي اخلاقي ارزښت لۀ امله دی چې اسلام د انسانو اخلاقو ته ځانګړې توجو کړې ، مسلمانان يې پۀ بېلا بېلو طريقو د ښو اخلاقو لرلو او د بدو اخلاقو څخه ځان ژغورنې ته هڅولي ، د ښو اخلاقو حاصلولو ته د اسلامي شريعت ځينې هڅونې دا ډول دي :
١- پۀ قرآن کريم کې رسول الله (ص) د ښو اخلاقو پۀ لرلو ستايل شوی دی ، پۀ دې هکله الله تعالی (ج) پۀ قران کريم د القلم سورت پۀ څلورم ايت کې فرمايي : (بېشکه چې تۀ د لويو اخلاقو څښتن يې .)
٢- د محمد (ص) پۀ پيغمبرۍ د مبعوثېدلو اصلي لامل او علت د انسانانو د اخلاقو سمول او د ښو اخلاقو خپرول ګڼل شوي دي پۀ دې هکله رسول الله (ص) داسې مهرباني کړې ده : ( زۀ د دې پۀ خاطر د پيغمبر پۀ توګه رالېږل شوی يم چې ښۀ اخلاق پوره کړم .)
٣- ښۀ اخلاق د اسلام دين ګڼل شوی : يو سړی رسول الله (ص) ته راغی او عرض يې ورته وکړ چې ای د الله تعالی رسوله! د اسلام دين څۀ شی دی ؟ رسول الله (ص) ورته مهرباني وکړله : (حسن الخلق) ژباړه : ښو اخلاقو ته د اسلام دين وايي .
لکه څۀ رنګه چې د حج پۀ اړه حديث شريف کې راغلي : (پۀ عرفات درېدلو ته حج وايي .) لکه څنګه چې پرته پۀ عرفات کې لۀ درېدلو څخه حج نۀ شي کېدلی ، همدارنګه پرته لۀ اسلامي اخلاقو دين نۀ شي موجودېدلی .
د پورتنيو دلايلو پۀ اساس پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام او منزلت د علم څخه هم اوچت دی همدا لامل دی چې عمر (رض) داسې مهرباني کړې : (لومړی ښۀ اخلاق او ادب خپل کړئ ، بيا علم زده کړئ .)