نوم مې مارلس ليز دى،د فرانسې د منځنۍ درجې كورنۍ اوسېدونكى يم ، كله چې په خپل ځان پوه شوى يم ، د هغې ورځې راهيسې مې عيسوي دين ته بلنه كړې ده ، يعنې خپل ټول ځان مې دعيسويت بلنې ته سپارلى و .
زه د خپلې تجربې څخه دا وايم چې دعيسويت پيروان خپل تر ټولو سخت دښمن مسلمانان بولي ، دعيسويت هغه پيروان چې د بلنې ( تبليغ ) لپاره نه وځي هغوى د بلونكو لپاره سامان برابروي . عيسوي مبلغينو ته چې كومې زده كړې او روزنې وركول كيږي په هغو كې لومړۍ درجه اسلام دى .
ما هم دا زدكړې كړي دي ، د دې زدكړو څخه وروسته پر عيسويت كلك ودرېدم او د اسلام پر ضد مې كارونه شروع كړل ، خداى ج چې چا ته لارښوونه كوي هيڅوك دهغه خنډ نه شي جوړېدلاى ، هو خداى ج زه سمې لارې ته برابر كړم اوس په كلكه دا وايم چې اسلام دنړۍ اخري او پوره دين دى .
زما څخه ډېر وخت دا پوښتنه كيږې چې اسلام مې ولي منلى دى ؟ او په څه وجه زه د خپل پلرني مذهب څخه جدا شوم ؟ حال دا چې په كوچينوالى كې ما دعيسوي مذهب سره ډېره مينه هم لرله .
زه په يوه عيسوي كورنۍ كې دنيا ته راغلى وم روزنه او تربيه مې په عيسوي چاپيريال كې شوې وه ، نو د دې وجې ماعيسويت د ټولې نړۍ د امن ضمانت كوونكی مذهب بللو . كله چې به مونږ ته دا خبره ويل كېده چې د اسلام د بلنې لپاره د زور او جبر څخه كار اخستل كيږي نو زما مينه به نوره هم د عيسويت سره زياتېده .
نن سبا دعيسويت دبلنې لوى ډګرونه اسيا او افريقا ده ، خو په دې پيړۍ كې به دا ډګرونه نور هم پراخه شي او تر هندوستان پورې به پراخه شي. نو په همدې غرض يې لومړى زه د يوه عيسوي پلاوي سره هندوستان ته وليږلم .
په هغه وخت كې بلنه دبحث او مناظرې په ډول وه ، د دې لپاره به لويې ـ لويې جلسې راغوښتل كېدې ، د بحث كوونكو څخه پرته په زيات شمېر اورېدونكو به په دې جلسو كې ګډون كوى ، زه چې هندوستان ته تازه تللى وم په اردو ژبه سم نه پوهېدم ډېرو مناظرو ته ولاړم خو برخه مې په كې وانخستله خو د دې جلسو ټول كارونه مې وڅارل او ځان مې پرې پوه كړ بلاخره همدې څارنې د لارښوونې لار راته هواره كړه .
يهودانو ، عيسويانو او مسلمانانو ته اهل الكتاب ويل كيږي ، په دې درېيو ډلو كې يهوديان دحضرت عيسى ع د پېغمبرى څخه بالكل منكر دي او مسلمانان يې د عيسويانو په ډول احترام كوي ، مسلمانان دا وايي چې حضرت عيسى ع خداى ج د پلار څخه پرته پيدا كړى دى ، د اسلام دې نظريې زه اسلام ته متوجې كړم .
هندوستان ته د تللو څخه وړاندې مونږ ته دا خبره ويل كېده چې مسلمانان د يهوديانو په ډول حضرت عيسى ع نه مني ، خو كله چې هندوستان ته ولاړم ، په مناظرو كې مې وليدل چې مسلمانان د محمد عربي ص د نوم په ډول د حضرت عيسى ع نوم په احترام سره يادوي ، يواځې دا نه بلكې دحضرت عيسى ع د پلار څخه پرته زوكړې پخلى هم كوي .د نورو مذهبونو پيروان د حضرت عيسىع پر زوكړې نيوكې كوي خو مسلمانان دعيسويانو څخه دوه ګامه وړاندې نيوكې ځوابوي .
د حضرت عيسى ع په اړه د مسلمانانو دا عقېده چې ما واورېدله زما په ذهن كې دا پوښتنه راپورته شوه چې مونږ عيسويانو په ټوله نړۍ كې د اسلام د پېغمبر حضرت محمدص په خلاف تبليغات كوو خو مسلمانان د مخالفت سره د حضرت عيسى عپېغمبري ولې مني؟ او د حضرت عيسى ع پر زوكړې د نورو مذهبونو نېوكې ولې ردوي ؟
په لومړيو وختونو كې به دا خبرې كله ـ كله زما په ذهن كې راګرځېدې خو اخر يې زما په زړه كې ځاى ونيوى ، د خپلوملګرو سره مې پر دې خبرو بحث كولو خو د هغوى پر ځوابونو مې زړه نه ډاډه كېده نو په دې وجه مې د اسلام څېړنه شروع كړله د ډېرې اوږدې مودې د مطالعې وروسته زه په دې پوه شوم چې اسلام د امن او سولې دين دى او په همدې وجه د نړۍ نورو مذهبونو ته د احترام په سترګه ګوري ، يعنې د ژوند يو داسې مثال وړاندې كوي چې د هغه په پلي كولو سره به انسان په دواړو دنياوو كې بريالى وي .
د حضرت عيسى ع د زوكړې او پېغمبرۍ د پخلي په اړه د مسلمانانو د حوالو څخه مې ګټه واخستله يعنې دا چې مونږ د حضرت عيسى ع د زوكړې او پيغمبرۍ په اړه د اسلام ګواهي رښتينې ګڼو نو د قانون پر اساس د يوه كس يوه خبره رښتيا او بله دروغ نه شي ګڼل كېداى نو په دې اساس د اسلام ټولې خبرې ريښتينې او منلې دي .