ډېرو دغو زده کوونکوله دې زده کړيالۍ څخه خپلې هيلې په ډاګه کړي چې له ځينو توپېرونو سره،سره د ټولو ټوليزه موخه يوه وه او هغه داچې دې خلکو ويل:((کله چې هم راڅخه د ويناغوښتنه شوې،داسې اوتر او لارورکی شوی يم چې پرخپلو افکارو مې واکمني بايللې او دخبرو ټاکلي ټکي مې له ياده وتي،غواړم پرځان واکمن واوسم،د خبرو پرمهال فکر وکړای شم،او هغه څه چې ويل يې غواړم،په وړه توګه يې ووايم)).

 

دا د يادو خلکو د ستونزو يوه بېلګه وه،پرسکالو(موضوع)د لاپوهېدا لپاره لاندې کيسه ولولئ:

 

مودې وړاندې په فيلادلفياکې د((ډي ډبليوګنټ))په نامه يوتن د دې ښوونيزوټولګيو له زده کوونکو څخه و،له لومړۍ غونډې پس يې غرمنۍ ته وبللم،د عمر کچه يې منځنۍ وه،حيرانوونکی ژوند يې کړی و ، په مذهبي اوچوپړيزو(خدمتي)هڅو کې سرلاری راته،د خپلې سوداګريزې کارخونې رياست يې هم کاوه،د غرمنۍ پرمهال ښاغلی ګنټ پرمېز ټېټ شو او ويې ويل:ډېر کله د بېلا،بېلو خلکو پروړاندې د ويناهيله راڅخه شوې،خو يوځل هم پکې بريالی شوی نه يم،داځکه چې وارخطاکېږم او د فکرونو لړۍ مې شلېږي،په همدې لامل مې له دې کاره تېښته کړې،خو اوس چې د يوه پوهنتون د لوړپوړي پلاوي رېس شوی يم او ناشونې ده چې غونډې ته يې ورنشم او ونه غږيږم،نوتاسې څه وايئ چې په دې عمر کې به ويناکول زده کړای شم؟

 

ويل مې:ښاغلی ګنټ!زه فکر نه کوم بلکې پوهېږم او ډاډمن يم چې د دې کار د ترسراوي وړتيالرئ،که د ښوونو په رڼاکې هڅه وکړئ نو ښه پايله به درته ولري.

 

هغه سره له دې چې د خبرې منلو ته مې لېواله و،په دې اندېښمن ښکارېده چې زه تر اصلي کچې ډېره هيله من يم،په ځواب کې يې وويل:هسې نه چې د لورېينې له مخې موزما د هڅونې لپاره ويلي وي.

 

تردې ښوونيز پړاو وروسته تر يوه مهاله په يوبل نه خبريدو،ترهغې چې په دويم ځلي ليدنه کې بياغرمنۍ ته کېناستو،د غرمنۍ ځای مو هماغه پخوانی ووپه داسې حال کې چې تېر ځل مې وريادوه ومې ويل:څنګه لکه چې ډېردرته هيله من وم؟!!!

 

د خپلې قرمزې رنګې کتابچې په راوېستويې يو لړليک اوپکې د خپلو ويناوو نېټې راوښودې بيايې وويل:د دې ويناوو د ترسراوي وړتياموندل مې د ټولنيزو خدمتونو ترڅنګ راته خپله يوه بله نېکمرغي ښکاري.

 

تردې ليدو لږه پخوا واشنګټن د بې وسلې کولو په اړه د يوې مهمې غونډې کوربه و،غونډه وال چې وپوهېدل د انګلستان لومړی وزير يې غونډې ته راځي،په همدې لامل يې د فيلادلفياد خلکو او تلګراف په مټ ښاغلی ګنټ دې ته وباله چې پخپل ښار کې د دې کېدونکې غونډې د هرکلي ويناواوروي.

 

ښاغلی ګنټ هماغه څوک دی چې څه کم درې کاله مخکې يې د همدې مېزترشااندېښنه داوه چې دی به د ويناوالۍ د وړتيا څښتن شي کنه؟

 

دپورتنۍ بېلګې په شان سلګونه نورې هم شته،يوه بله يې هم درسره شريکوم:

 

کلونه پخوا د((برولين))په نامه يوه ډاکټرخپل پوره ژمی په فلوريداکې د بيستبال لوبې يوه لوبغالي ته څېرمه تېرکړ،دی چې د دې لوبې يوخورا ډېرمينه وال و،د لوبو پرمهال يې ننداره کوله،همدې مينې د لوبغاړواشنااو دې اشنايۍ لوبغاړو ته په يوه کړې مېلمستياکې ګډون ورکړ،په داسې مېلمستياوو کې تر چای اوقهوې څښلو وروسته ځانګړومېلمنوته د ويناوخت هم وي،په دې شپه هم دا دود وپالل شو،کوربه په لوړغږ اعلان کړه((په نن شپنۍ مېلمستياکې يو ډاکټر هم راسره دی،زه ترې هيله کوم چې د يوه بيسبال لوبغاړي پرروغتيايي اړتياوو وغږيږي))

 

ډاکټرکرتيس د پېړۍ دويمې برخې هومره د روغتيازده کړې کړې وې،کولای يې شول چې پر چوکۍ کېښني او د شپې تر پايه خپل څنګ ناستي ملګري ته وغږيږي خو د يو ډله ډېرو او لږو خلکو مخکې پاڅېدل او د ويناکول بياګرانه خبره وه،د زړهدرزايې وروستۍ کچې ته رسېدلې وه او هماغه شېبه يې چې د ويلو زړه کاوه،ساه يې بنده،بنده کېده،کرتېس چې کله يې هم وينانه وه کړې،داسې يې وګڼله چې هواته الوتی ،بېخي لارورکی و.

 

څه يې بايد کړي وای؟ټولې سترګې ورته ځېرې وې،ټولو هڅاوه ده د مننې په توګه سروخوځاوه،دې کار د برخوالو هڅونه لازياته کړه،ټولو په لوړ غږ وويل:ډاکټرصيب!پيل يې کړه،پيل يې کړه!

 

ده د کمۍ ډېر احساس وکړ،پوهېده چې که راپاڅي نو لکه ګونګی به ونه غږيدای شي،له اړې ورځې پاڅېد خو پرته له دې چې څه ووايي له خونې ووت،داکارد دې لامل شو چې زما د ويناښوونيزټولګي ته راشي اود بياځلي بلنې مخه ونيسي.

 

کرتيس يو له هغو زده کوونکو و چې ښوونکی يې ښې ښوونې ته هڅاوه،هغه د وينازده کولو پرېکنده ارمان درلود او له شک پرته چې پکې بريالی کېدونکی هم و،د ويناليک(متن)يې په پوره مينه اوپام سره لوسته،کله به هم ناسوبه نه وود يوه ښه زده کوونکي ټولې ځانګړتياوې يې لرلې،پر همدې بنسټ يې له اټکله ډېرپرمختګ کړی و،تر څوناستو وروسته يې پخوانی اکر(حالت)بدل شو،دوه مياشتې پرې تېرې نه وې چې په بېلا،بېلو ځايونوکې يې ويناوې وکړې،هغه اوس ډېر خوښ اوله وياړه ډک ښکارېده.

 

په نيويارک کې د جمهوريتپالود ټاکنيزويوه غړي چې د ډاکټرکرتيس وينايې اورېدلې وه،له هغه وغوښتل چې د ګوند په ګټه يې ويناواوروي،که داسياستوال پوهېدای چې ډاکټرکرتيس يوکال پخواد همدې ويناپرسر په ټيټوسترګو له يوې غونډې وتی و،نوباور به يې نه راته.

 

د ويناپر مهال د زړه وړتيا،ځانباورۍ او فکري ډاډ موندل دومره ګرانه چاره نه ده لکه ځينې خلک چې يې انګېري.

 

دالکه ښکلی غږ کومه الهي لورېينه نه ده چې يوازې پرلږو خلکودې وشي،بلکې د يوې لوبې په شان د پرلپسې هڅو په مټ زده کېدای شي،هرڅوک چې پوره هوډ ولري،کړای شي چې خپله وړتيالوړه کړي.

دا خبره کومه حيرانونکې هغه نه ده چې د ويناپرمهال به څوک فکر ونه کړی شي،تاسې که ويناوال ياست او بايد چې اوسئ،د خلکو پروړاندې ويناته دريدل مو بايد فکر لاژوندی او ګړندی کاندي،ځينو ويناوالو هم دا منلې چې ويناته ودريدو لا ښو او ډېرو خبرو ته هڅولي.

 

((هنري واردبيچر))وايي((په داسې شېبو کې ويناوال ته هېرې شوې خبرې په زړه کېږي اويوازينی کارچې دی يې بايد وکړي،له همدې هېروشوو خبرو ګټه اخېستنه ده)).

 

تردې ځايه ښايي ډاډمن شوي اوسئ چې زده کړه او هڅه د خلکو مخکې ستاسې وېره اوډار له منځه وړي،داسې مه ګڼئ چې يوازې تاسې په ويناوالۍ کې ستونزه لرئ،ځکه ډېر نوموتي ويناوال هم پخپلو لومړنيو ويناوو کې ستونزې لرلې.

 

((ويليام جنليتګزبرايان))چې يوپخوانی سرتېری و،دامنله چې په لومړنيوکې يې ګونډې خوراډېرې رپېدې.

((مارک تواپن))وايي خپلې لومړۍ ويناته چې ودرېد،داسې يې ګڼله لکه خوله چې يې له مالوچو ډکه شوې وي او غږيدای نه شي.

 

د ويکبرګ ښارفاتح ګرانت چې د نړۍ يو مهم پوځ يې بريالی کړی،پخپله خبره يې يو مهال يې خلکو ته د ويناپرمهال پښې او لاسونه رپېدل،همدا شان يان ياره چې فرانسې له پياوړو ويناوالو څخه و،د ويناترجرئت وړاندې پوره يوکال په ولسي جرګه کې پټه خوله پاتې شوی.

 

لويدجورج هم دامنلې چې د خلکو پروړاندې د لومړي ويناپرمهال ورته ځان ډېر وړوکی ښکاره شوی،ژبه يې په خوله کې نښتې اوتردې چې يوه خبره يې هم نه ده کړې.

 

پېژندل شوي انګلېس جان برايت چې د خپلواکۍ خورامبارزې يې کړې وې،خپله لومړۍ ويناپه يوه مدرسه کې يوه ډله کليوالو ته واوروله.

 

هغه دې ويناته ترتګ وړاندې دومره ډارېده چې خپلو ملګرو ته يې وويل:که ډېرحيران او بې رقمه شوم،د لاسونو په پړقامې مرسته وکړئ.

 

دايرلينډ د نوموتي مشر((چارلزاستورات پارنل))د خپل ورور په خبره خپله لومړۍ ويناکې له ډېرې وارخطايۍ خپلې ګوتې داسې په لاس زورولې چې له منګولو يې وينې وڅڅېدې.

 

ديزراييلي پخپله وينايې د يولې لويې ډلې خلکو پروړاندې ويناتردې غوره ګڼله چې د يوې جنګ ته روانې پوځي ډلې مشرشي،د هغه لومړۍ ويناهم د نورو په شان له وېرې او ډاره پوره ډکه وه.

 

د انګلستان پارلمان کې د ورته خلکو بېلګې خورادومره دي چې که کوم نوی استازی شوی ځوان پکې خپله لومړۍ ويناپه ښه توګه وکړي نو د يوه پياوړي ګومان د کېداترڅنګ ورته دا نېک پال ګڼل کېږي.

 

د هر ډول وينا(اډانه)منځ کې که څه هم د شلوتنو پروړاندې وي،د ځينو ټکيولکه:((راښکون،اغېزشيندنه او ځينې نور اړين دي.

 

يو ويناوال بايد د يوه جنګيدونکي آس په شان وېښ او د بري په هڅه کې وي.

 

سيسروي جاودان دوه زره کاله پخواويلي وو چې:((د ارزښتناکو او برياليو ويناوو ځانګړنه دا ده چې ويناوال يې پرمهال جدي او عصبي غوندې وي)).

 

وياندوياند دا احساس په راډيو کې د غږيدا پرمهال ښه تجربه کوي،چاري چاپلين چې له انګليسي نندارې(تياتر)سره مرستندوی و،په۱۹۱۲زېږديز کال کې يې ((د موسېقۍ په سالون کې يوه شپه))په نامه يوه ننداره کې يې په همدې ځانګړنه هېواد ځانته حيران کړ.

 

د يادشوي هنر يوه ځلېدلي ستوري((جيمزکرک وود))تريوه ويناوروسته دا منښته وکړه چې د زرګونه مينه والو لرونکي يوه فلم کې راڅرګنديدل د څو تنو مخکې د يو څو دقيقيزې ويناتر کولو ډېراسانه کار دی.

 

يو شمېر خلک تر ويناوړاندې وارخطاکېږي،له همدې امله د دې پرځای چې خپلې لرلې خبرې په پېيلي او سمه توګه وکړي،يوه يې په بيا،.بيااو پرله پسې ډول تکراروي.

 

ابراهام لينکلن يو له هغو کسانو و چې په لومړۍ ويناکې خجالته غوندې و،د هغه حقوقي مرستيال(همکار)اوهرندن وايي:((هغه په پيل کې دومره اغېزمن شوی و چې اوتر،اوتر يې هرخوا کتل،پرځان ناباوره و،ماهغه ډېرکله په داسې ډول ليدلی،دې کې پړ هم نه و،کله چې به يې خبرې پيل کړېوغږ به يې لوړاوه،له قاره ډک و،رنګ ،کړنې اوهرڅه يې غيري عادي ول،پوه بدل شوی به و،البته تر يوه وخته به داسې و،څو شېبې وروسته به راسم يانې ښه به شو او بيابه يې له هغه ځايه سمې خبرې پيل شوې،تاسې هم کېدای شي ورت وضعيت تجربه کړئ،ددې لپاره چې وکړای شئ ښه او اغېزناکه ويناوکړئ او دا چاره مو په بېړه وشي،لاندې څلور آرونه(اصول)ډېرورته اړين دي:

 

لومړی:په ټينګ هوډ يې پيل کړئ!

 

دا چمتوالی تر هغې ډېرارزښتناک دی چې تاسې يې ګڼئ،که يو ښوونکی وکړای شي ستاسې اند او فکر وپېژني او غوښتنې مو ومومي نو له شک پرته چې د خبرو کچې ته مو ګوري،که ستاسې خبرې کمزورې وې،غوښتنې او اړتياوې مو هم همداسې بولي او که دا دغسې نه وي نو پوهېږي چې څه ډول زده کړه او چال چلن غواړئ.

دې ټکي ته په پام سره لږه مېړانه وکړئ او بيايې پايله او ګټه ووينئ،په دې فکر کې شئ چې په يوه ډله ييزه ناسته کې مو کره او سمه ويناڅه ګټې در رسولای شي؟فکر وکړئ چې ماديزه ګټه به يې څومره او ټوليزې اغېزې به يې څه وي؟څومره ملګري درته پيدا کوي او اوغېزناکوالي ته مو څومره ډېرښت بښي؟همداسې نور فکرونه لکه پرتاسې د خلکو باور او اړوندې نورې خبرې...

 

چالسني دپو وايي:((د ويناوالۍ تر هنر ډېر هېڅ شی نه شي کړای چې انسان ډېر مشهورکړي)).

 

فيلپ آرمور په ميلونونه وګړو کې تر نوم موندنې وروسته وويل:((زه غوره ګڼم چې تر يوه ښه پانګوال ډېر يو ښه ويناوال واوسم)).

 

دا هغه غوښتن ده چې هر پوه سړی يې بايد څښتن وي.

 

داندوکارنګي تذر مړينې وروسته د هغه يادښت پاڼو کې يوه تګلاره وموندل شوه چې په دېرش کلنۍ يې ليکلې وه،هغه داسې ګڼله چې دوه کاله نور کړای شي خپله دنده داسې مخ ته يوسي چې په کال کې يې پنځوس زره ډالره وګټي.

 

هغه همدې ګټې ته په پام سره غوښتل په پينځه دېرش کلنۍ کې کار بس کړيواکسفورډ پوهنتون ته لاړشي او د ويناکولو آرونه يادکړي.

 

هغه بې ځايه داسې ارمان نه درلود،راځئ لږ سوچ پرې وکړئ د ښې ويناکول څومره زړه راښکون او خوندکوي؟مادنړۍ ډېرې برخې ليدلي،ګټورې تجربې هم لرم خو ښه وياړ او لاسته راوړنه مې په يوه ناسته کې خپله ښه ويناګڼمه،ځکه دا کار انسان ته ځواکمنوالی او غرور وربښي او د همد شانو منځ کې يې درنښت زياتوي.

يوه ويناوال به ويل:((تر ويناوړاندې باک نه لري چې که هر څومره بې جرئته واوسم خو د ويناپرمهال د دې پرځای چې ژبه مې بنده شي،غوره ګڼم چې د ټوپک په ګوليو مې څوک ووژني)).

 

محتاطه وګړي سره له دې چې ډېرزيار باسي،بياهم په ويناکې ستونزو سره مخ کېږي،د دې لپاره چې تاسې داسې نه شئ اونۍ کې لږ ترلږه يوه شپه دې ته ځانګړې کړئ چې د ويناوالۍ زده کړه پکې وکړئ او د نورو له تجربو خبر شئ.

 

کله چې ژوليسوسزار له پوځيانو سره يې انګلستان کې سختې ماتې سره مخ کېدونکی و پوهېږئ چې د بري لپاره يې له کومې هڅې ګټور کارواخېست؟