د دولسو کالو دے خو په عقل  ډير اوښيار دےـ

” زۀ دَ کوچيانو پشان ژوند نه ستړے شوے  وم ـ او اوس زۀ بال بچي دار وم ـ ستا پلار د يو کال و ـ او ما په يو ځای ټکاؤ غوښتلو“

” نو بيا ؟“

 

” بيا څه ـ بيا مې په هغې پيسو دوه ټرکونه واخستل ـ بيا د ټرکونو نه هم ستړے شوم ـ نو هغه مې هم خرڅ کړل“

” نو بيا دِ بسونه واخستل او هغه دِ هم خرڅ کړل ـ بيا دې زمکې واخستلې او هغه دې هم خرڅې کړې“

” دا ته زما نه مخکې مخکې ولې روان شوې ؟“

”د اخیستو او خرڅولو دا ګړدان خو تاسو ډير ځله ما ته کړے دے ـ څه نوے ګپ شورو کئ کنه“

   زما پلار کلال وه، زما  نيکه هم کلال وه ـ مونږ د پيړو نه کلالان وه، نور څه نه وؤ ـ په پښتنو کې څوک ” خيل“  دی، څوک ” زئي“  دی - څوک څه دی او څوک څه دی ـ مونږ نه کلال خيل شو، نه کلال زئې ـ تش کلالان وه ـ   په پښتون وطن کې چې لکه مونږ د خاورو خټو د لوښو پشان د خاورو خټو نه  جوړ يو ـ لکه چې مونږ د آدم بابا اولاد نه يو ـ د کلال بابا اولاد يو ـ او لکه چې کلال بابا ئے د کومے خاورې خټې نه جوړ کړے وه هغه د پښتنو د آدم بابا د خاورے خټې نه پاتې ناقصه خټې نه جوړشوے وه ـ  ځما پلار، خدای دې وبخښي کلال وه خو سړے ډير دور اند يش وه ـ هغه به ما ته وے   ”بچيه ! سبق اوايه او د پښتنو د وطن نه اوزه  نو په بنديانو کې به شمار شے کنے کلال ئے او کلال به پاتے شے ـ“

” کلال څه ته وائي؟“  آدم خان بيا تپوس اوکړو

” چې څوک د خټو لوښي جوړوی“

” نو ستاسو دَ پلار دَ لوښو فيکټری وه ؟“

” نه په هغه زمانه کې فيکټرئ نه وے ـ  ته چپ کيږي که زۀ چپ شم“

او ده په شونډو  ګوته راښکله لکه چې زِپ ئې بند کړو

  ځمونږ په ټوله علاقه کې دا يو پرائمری سکول وه چې زرين استاذ شروع کړے وه  ا و زۀ د هغهاولنیشاګردو کې وم ـ چې په اول ادنےٰ  کښي  داخل شوم ـ او بيا چې د هغے جمات نه پاس شوم  نو اول اعلےٰ ته شوم ـ هر کال به پا س کيدم ا و څلورم جمات ته اورسيدم - پلار غريب مي دے غم واخستو چې د څلورم نه پس به زما د سبق څه کيږی  ځکه چې د زرين استاذ سکول خو تر څلورم پورے وۀ ـ  خدائے ته به داسے منظوره وه، زما د څلورم پاس کيدو وخت لا نه وه راغلے چې پلار مي حق اورسيد ـ مور خو مي مخکې مړه وه ـ نو زۀ تره ته پاتے شوم ـ د هغه شپږ ځامن لونړه وؤ يو زۀ په  نور سيوا شوم  ـهغه ټول زما نه کشران وؤ ـ  تره د سکول نه پاسولم او د ځا ن سره ئ د لوښو د پاره په خټو اخلو واچولم ـ او زما د پلار غريب، زما د سبق ارمان، د هغه د مرګ سره د هغه قبر ته لاړو ـزما تره ماته کلالی د خټو اخلو نه مخکې نه وه خو ولے هغه به وے  ” ته ځلمے ئے   ـ ستا مټو کې، زما نه زيا ت طاقت دے ـ د خټو اخلو دا کار ته ډير ښه کولے شے“  او دا رنګ زما کلالی تر خټو اخلو پورے وه  ـ  دَ پنځلسو کالو شوم ، خو په دے کسب کې د اول ادنےٰ نه اول اعلےٰ ته لا نه ړم ـ زما نوم خو شمروز دے ولے لو ئے واړه راته شمروزے وائي ـ ما لږ مجلسی طبيعت لرلو  د هر چا سره مي ګپ شپ ساتلو  خودَ اکرم خان سره مي د وړکوالی نه يارانه وه ـ مونږ ګاونډيان هم وه او په سکول دواړو يو ځائے سبق شروع کړے وه ـ ده په دريم کې سکول پريښودلو او ما په څلورم کې ـ چا چې څلورم پاس کړو هغه هم کور کيناستل ـ نور ئي څه کړے وے ـ دا د زرين استاذ لويه کارنامه وه  چې د دے کلی واړه  ئے تر څلورم  پورے تعليم يافته کړل                                   

اکرم خان زما پشان کسب ګر نه وه ـ پښتون وه ـ لږه ډيره زمکه ئے وه ـ دومره وه چې د دوئې کورنئې په پښتنو کې شميرلی شوه ـ مور د سکول نه ځکه اوچت کړے وه چې زرين استاذ دے په څه خبره په بينت وهلے وه ـ او په لاسو  ئې د بينت سرے نښې پريوتے وے ـ اول ئې مور سکول ته راغله او زرين استاذ ته ئې هغه اپلتے واؤرولے چې مونږ په غوږونو کې ګوتے کيښودلے ـ يوه خبره مي تر اوسه ياده ده او ټول عمر به مې  نه هيريږی ـ وئيل ئې ” تا اکرم خان د کسب ګرو ځوے ګنړلے دے چې په دے خدائي والی بينت دِ ورله لاسونه خوږ کړی دی“ ـ پلار ورته وئيل” ته پښتون ئے، ملا درنه نه جوړؤم ـ چې څه سبق دِ اوے دغه ډير دے“

 

 دا رنګ ځمونږ په دے کلی کې دوه هلکان، يو پښتون او يو کسب ګر، ځلمی شول ـ او د پيسو ګټولو او  مستقبل جوړه ولو د پاره په غلا دَ شپے دَ کوره اوتل او کراچئ ته اورسيد ل ـ دَ اکرم خان ماما په کراچئ کې وه او څو ورځے مو اولټوۀ آخر مو د يو بنګلے په ګيټ ولاړ اوموندلو ـ ماښام ته نزدے وخت وه چې ځمونږ د ماما سره ليده کاته اوشول ـ د ده دَ چوټئ وخت وه ـ څنګه چې بل څوکيدار ډيوټئ له راو رسيد مونږ دواړه  د ماما سره د هغه ډيرے ته راغلو ـ ډيره څه وه بس دَ خشاکو او ماتو ګوډو لرګو نه جوړه  يوه وړه غوندے جونګړه وه ـ مونږ له دے جونګړے دومره خوند راکړو لکه چې مونږ د جهانګير بادشاه  محل بيا موندلو ـ ځکه چې دا تيرے درے شپے مونږ دَ کراچئ په فټ پات باندے تيرے کړے وے ـ د يرے سم خوب چرته راتلو هسے نه چې څوک رانه سپلئ  پټے کړی ـ د ما ما کره مو په مړه ګيډه ډوډئ  او خوړله ـ ښه ماړه شو او په ړومبی ځل په ښه خوب اوده شولو ـ دَ ماما سره ځمونږ د نوکرئ فکر شو ـ دغه ورځ د هغه د چوټئ وه ـ راته ئې او وئيل چې يو کس دِ راسره شی چې ورله د نوکرئ درک اولږؤم ـ ما ورته او وے دَ اکرم خان حق مخکې دے ـ دے د ځان سره   بوځه ـ که د ده کار اوشی نو بيا به زه ګورم ـ  دوئي دواړه ماما خور ئے لاړه نو ما په سرکاری نلکے  باندے مخلاس اوينځل، ځان ته مې ښه مزيداره چائے جوړه کړله او بيا مې څادر په اوګه واچؤ او بے مطلبه باهر روان شوم ـ په ګرزيدو وم چې يو ميدان کې مې سرکس اوليدلو ـ خواته ئے لاړم ـ د ننه تلو ته او تماشے ته مې ډير زړه کيدلو خو جيب کې مې څه پيسه ټکه نه وه چې ټکټ مې اخستے وے ـ د هغے غټ ټينټ نه چار چاپيره په ګرزيدو شوم ـ زړه کې مې وئيل که چرته سوړه مې بياموندله نو به ور دننه شم ـ او دَ سرکس ننداره به اوکړم ـ اوريدلی مې وه خو چرے مې ليدلی نه وؤ چې سرکس کې څه نندارے وی ـ په دے سوچ وم چې يو سړی راباندے غږ کړو ـ

“ خا ن  د لته چرته ګرځے ؟”

اول خو زه لږ او يريدم بيا مې زړه ډاډ کړو، لږه ډيره د اردو ژبه راتله ـ زرين استاذ راته خوولے وه ـ ما ورته ماته ګوډه اردو کې جواب ورکړو ـ“ هسے ګرزم ـ کتل مې چې دلته څه تماشه ده ـ دا دومره خلک ورته راټول شوے دے ”

ـ“سرکس دِ چرے نه دے کتلے؟ ”

ـ“ نه ”

ـ“ کتل غواړے ؟ ”

“ ولے نه ـ خو پيسے نشته ”

“ ښه ! رازه ما پسے ”

ورپسې روان شوم ـ زړه له مې راغله هسې نه څوک ګڼ کپ وی ـ بيا مې سوچ وکړو که ټګ دے نو زما نه به څه واخلی ـ يو څادر دے راڅخه ـ نور خو زما جيب تش دے ـ  يو زيړ غوندي ټينټ خوا له راغلو ماته ئې اشاره  وکړه چېدلته  ودريږه او پخپله د ننه ننوتو ـ لږ ساعت پس را ووت او ماته ئي د د ننه راتلو اشاره وکړه ـ روان خو شوم ورپسې ولې سوک مې ورته کلک کړے وه که خبره جنګ جګړې له راغله نو چې زه ورته تیار يم ـ  د ننه يو بريتو  د ټيبل شاته په کرسۍ ناست وه ـ  سر یې اوچت کړو ماته ئې  وکتل ـ

”زه د دې سرکس مالک يم زما نوم قريشی دے ـ او خان ! ته څه کار کوې؟“

” لا خو هيڅ نه کؤم“

” ښه نو سرکس کې به دِ کار خوښ وی؟“

”دروغ درته نه شم ویلی ـ ما خو لا تر اوسه سرکس نه دے کتلے ـ نو د سرکس په کار چېرته پوهيږم ”

” که څوک شور زوږ کوی نو هغه په غلی کولو پوهيږې؟“

” دغې ته ته کار وائي ؟“

 “ هؤ”

” مړه ! يو ډانګ پکار دے نو دا ډک سرکس به درله غلے کړم“

” شاباشے ! د پټانانو مې دا خبرے خوښې دی ـ دَ صبا نه به ته په نوکرئ ئې ـ  که دَ اوسيدو ځای دِ پکار وی نو زونږ څخه ټينټونه بلا دی ـ با ل بچ دِې هم شته که يوازې ئې ؟“

” يوازې يم“

“ دا خو لا ښه شوه ـ مونږ ټول عمر په يو ځای ناست نه يو ـ کله د لته نو کله هلته ”

“ سمه ده جی ـ ستاسو سره زه هم کله دلته نو کله هلته ـ زما د پلار کور نه دلته دے نه هلته ـ تاسو ګرزئ نو زه به هم درسره ګرزم ـ مزے به کؤم”

ماسپخين وه چې زه ډيرے ته واپس راغلم ـ ځان له مې چائے جوړه کړه  او لګيا وم سکله مې چې ماما او اکرم خان راغلل ـ ما ترِې سمدستی تپوس وکړو “ څنګه څه درک ولګيدو؟ ” ـ

نو ماما وويل“ کار به اوشی که خير وی ـ يوے بيګم صيب خو غاړه کيښوده او وئيل ئي چې د صيب سره به صلاح کؤم ـ”

“وشوه چې بيګمې غاړه کيښوده نودَ صيب هغه پلار هم نا نشی کولے ـ  امبارک شه ”

ماما او وئيل“ اوس به ستا د پاره څه درک لګوم ”

ما ورته جواب ورکړو“ زما غم مکوه ماما ”

“ولې چېرته بل ماما دِ موندلے دے ؟ ”

“ او کنه ـ  ځان له مې پخه نوکری موندلې ده په سرکس کې ”

“په سرکس کې! هلته به ګډا کوې؟ ”