ترې لږه بې احتياطي وشي خوب ورشي او يا دروازه ترې خلاصه پاتې شي نو د پيسو صندوق يې ورک شي او د کلونو کلونو د زحمت ثمره يې په يوه شيبه کې له منځه ولاړه شي او خپله هم په مصيبت کې ښکيل شي.

«  کله چې د بانک نه شل زره روپۍ راوباسې او بيا يې د بانک د ميز د پاسه کښيږدې په دې کې يو څوک راشي او ستا په پښه خپله پښه کيږدي ته د خپلې پښې د موښلو او يا پاکولو لپاره ټيټ شې نو په دومره وخت کې ستا روپۍ چې د ميز د پاسه ايښې وې کيدی شي چې ستا د پښې د موښلو او يا  پاکولو په سبب ترې لږې او يا ټولې ورکې شي او تا ته به معلوم هم نه شي د شل زره روپو په ګټلو سره کيدی شي چې کلونه کلونه وخت ولګيږي خو په ورکيدو يې لس ثانيې هم نه،  د دې سربيره خلک به ستا په کم عقلتوب هم خاندي، او هيڅوک به درسره همدردي هم نه کوي نو د دې لپاره مونږ ته پکار ده چې په خاصو خاصو وختونو کې له ډير احتياط نه کار واخلو.

«  که زمونږ په چت کې د لګيدلي پکي کومه پرزه يا کوم نټ سست پاتې شي نو د ويده کيدو پر مهال هغه پکی کيدی شي لاندې راولويږي  او چې څومره تاوان رسولی شي اندازه يې هيڅ نه شو معلومولی.

يو ځل زما د کور پکی هم همداسې لاندې راولويد نو د خدای په فضل چې زما ښځه تری ډيره لږه بچ پاتې شوه.

« په عجله کې درنه د بانک کتابچه د باندې پاتې شي او يو ناشنا شخص ته په لاس ورشي نو د بانک په حساب کې دې د کمښت د راتګ امکان شته او دا کمښت په مونږ ډېر ګران او سخت تمامېدی شي نو د دې لپاره بايد هر وخت په ډېر احتياط سره وخت تېر شي.

«  فرض کړئ چې د ټنکچر ايوډين کيمياوي موادو او د دې د رنګ په څېر د څښلو دوا په يو مېز ايښې ده مونږ د لټۍ يا سستۍ په سبب خپله نه شو پاڅېدلی خپل مزدور ته غږ کوو چې دا دوا خو راباندې وڅښه که هغه بې تعليمه او بې سواده مزدور ټنکچر ايوډين راباندې وڅښي نو نتيجه به يې څومره خطرناکه شي لږه لټي يا سستي څومره لويه خطره پېښولای شي نو بايد مونږ په ډېرو مهمو کارونو کې لټي او يا هم سستي ونه کړو.

«  د خور په واده کې مې يو ډېر ضروري خط وليکه په سريخو مې بند کړ او د وچېدو په خاطر مې د کتاب په دننه کې کېښود بيا نو دومره مصروف شوم چې هغه کتاب مې بيا خلاص هم نه کړ او هغه خط هم هلته پاتې شو او ونه لېږل شو نو کله چې له کتاب څخه لاندې راولوېد نو د هغه نه پس مجبور شوم چې هغه خبر د غږمزي په وسيله ولېږم او که لږه نوره هم ناوخته شوې وای نو کېدای شوای چې ډير تاوان راته را اوړېدلی وای.

«  د حساب کولو پر مهال که يواځې يو عدد په حساب شويو عددونو کې د کومې خرابۍ پر بنياد غلط يو ځای شي نو په حساب کې د زرګونو په برابر ګډوډي راتلای شي که چېرته د ليکلو والا شخص واضح واضح ليکل کړي وای نو دا پريشاني به نه راتله.

ډير داسې کسان شته چې په تيارو لارو له ويرې پرته روان وي او په تيارو کې چې کوم خطرونه موجود دي د هغه بيان ته څه ضرورت نه شته.

بعضې خلک د خپلو وړو وړو بچو سره د ضرورت نه ډېره مينه کوي د مينې په جذبه کې يې پورته  پورته کوي او بيا يې بېرته په غېږ کې نيسي هغه ماشوم کله خاندي  او کله وېرېږي ټول له دغه کار څخه خوند اخلي خو دا خوند کله کله د لږې بې احتياطۍ په وجه په ډېره ګرانه تمامېدی شي چې دغه کار کول بيخي کم عقلتوب دی.

جراحي ډاکټران چې لوی لوی عملياتونه تر سره کوي هغوی ته وګورئ، د هغوی  دګوتو د لږې بې ځايه خوځېدا په وجه د لويو لويو خلکو ژوند د ستونزو سره مخامخ کېدی شي خو هغوی په خپلو لاسونو او ګوتو پوره پوره باور لري نو ځکه دومره لويه ذمه واري او بيا عمليات کول په خپل لاس کې اخلي او په برياليتوب سره يې تر سره کوي.

الوتکې چې لوی لوی شخصيتونه پکې سپاره وي د ورېځو څخه لوړې الوتنې کوي آن تر دې چې د هماليه غر د لوړې څوکې څخه هم پورته شي که د هغې الوتکې له چلوونکي څخه پوښتنه وکړئ چې احتياط څومره ارزښت ناک او قيمتي څيز دی نو هغه به ووايي چې زما کار خو هم احتياط دی او بس،  کيدای شي چې د دې الوتکې له چلوونکي څخه ډېر احتياط هغه انجينر کړی وي چې د الوتکې د الوتنې نه وړاندې يې د دې دومره غټې الوتکې په زرګونه پرزې يا نټونه کتلي  او يا کنټرول کړي وي او بيا په پوره يقين سره ووايي چې اوس نو دا الوتکه د الوتنې وړ ده پرته له دې نه چې کومه طبعي ستونزه پکې رامنځته شي او همدا لويه الوتکه له دومره ډېر وزن سره له اوو سمندرونو څخه تېره شي.

هغه خلک په رېښتيا سره هم د مبارکۍ د ورکولو مستحق دي چې په خپلو کارونو کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي نو مونږ ته هم پکار ده چې زحمت وباسو او په خپلو کارونو کې له ډېر احتياط څخه کار واخلو.

زه مو ډېر وخت نه نيسم په زرګونو داسې مثالونه شته د هغو مثالونو مطلب او ثبوت به هم  همدا وي چې د ثانيو په حساب بې احتياطي ژوند تباه کولای شي خو هغه وخت په ډېر لږ او معمولي ښکاري او که چيرته مونږ په خپلې زندګۍ کې احتياط،ځيرکتيا او هوښياري يو ځای کړو نو د ژوند ډېرو لوړو څوکو ته به ورسېږو او نور وګړي به هم له غټو غټو خطرونو څخه وژغورو.