او ابتکار وکړي چې ذهن یې په یوه ځای تمرکز نه کوي او فکر یی تیت و پرک حالت لري.

 له اټکلونو سره سم، د انسانانو کابو نیم وخت په اصطلاح په خیالو پلو کې او د فکر په تیت و پرک والي کې تېرېږي.

 هغو محققانو چې د ذهن د تمرکز په اړه تحقیقات کړي دي، وایي چې دا ضرور نه ده چې د خلاقیت او نوښت په چاره کې دې  خوراور ذهن خامخا تر راټول ذهن بهتره وي، خو دا خبره هم سمه نه ده چې د خلاقیت لپاره دې یوازې  ذهني تمرکز ته اړتیا وي، بلکې اکثره وخت لیدل شوي دي چې د تیت و پرک ذهن څښتن ممکن ابتکار او نوښت وکړي او برعکس د راټول او متمرکز ذهن څښتن ممکن یوازې پخوا تجربه شوې چارې په سم ډول تر سره کاندي. د دغو محققانو په قول، کله چې په یوې موضوع باندې د غور په وخت زموږ فکر په بله شي، دغه وخت دا احتمال ډېر دی چې د دې موضوع په اړه مو نوي ټکي ته پام واړوي او نوی اړخ پکې ومومو. داسې ځکه کېږي چې د فکر د بدلېدو په وخت لاشعور په هماغې موضوع غور کولو ته ادامه ورکوي او څرنګه چې د انسان د ذهن لویه برخه له لاشعور سره تعلق لري، نه له شعور سره، نو دا چانس پیدا کېږي چې د یوه نوښت الهام راته وشي او غوټه پرانیزو.

 د دغو محققانو په قول، کله چې په یوې موضوع باندې غور کوو نو ذهن مو په زحمت کې وي او دغه زحمت د دې سبب کېږي چې ابتکار ته مو په اسانه پام وانه وړي، خو کله چې بې پروا غوندې شو او فکر مو په بله خوا لاړ شي، دغه وخت ذهن ازادي احساسوي او دغه ازادي ممکن د ابتکار او الهام سبب وګرځي.

 محققان وایي چې کله مو ذهن راټول او متمرکز وي، پخواني معلومات ښه رایادېږي. هغه کسان چې ښه فکري تمرکز لري، په عملي او اجرایي چارو کې ښه تکړه وي او ښه تحلیل او شننه کولای شي، خو په ځینو چارو کې بیا د ذهن تیت و پرک کېدل او د خیال په نیلي سپرېدل هم ګټور دي. مثلا همدا کسان چې ډېر ښه ذهني تمرکز لري، ممکن په هغو چارو کې له مشکل سره مخ شي چې خلاقیت او پوره نوښت ته اړتیا لري. دوی ته شاید د نوې کیسې لیکل یا د اختراع کول نسبتا سخته وي. د خلاقیت او ابتکار لپاره اکثره وخت د ذهن تیت و پرک حالت او خیال پلو ته هم اړتیا شته.

 دغه پوهان چې د خلاقیت په چاره کې یې د نامتمرکز فکر اهمیت زړه ته لوېدلی دی، دا خبره هم کوي چې له تیت و پرک فکره مطلب د ذهن ناکراري او پرېشاني نه ده، ځکه وارخطا بنیادم او د پریشان ذهن څښتن ته ډېره سخته ده چې ابتکار وکړي او غوټې پرانیزي.