، چې پټ استعدادونه دګمارنې پرمهال څرګند کړي او خپلو بریالیتوبونو ته يې تریوې اندازې ورسوي.

 

۱ -  د خپلو تجربو او مهارتونو په اړه  په واضحه تو ګه خبرې وکړﺉ  که حرفه يي ژبه لرﺉ تر هغه پورې چې ستاسو شخصیت په پوره ډول روښانه نه وي مه ویریږﺉ  او په ځان کې د نه لېوالتیا نښې مه څرګندوﺉ لنډه وقفه کوﺉ ځکه تاسو دهرې پوښتنې ځواب ته څو ثانې وخت ته اړ تیا لرﺉ .

 

۲ – مثبت فکر ولرﺉ کار ګومارونکي اشخاص دغه لاندې شیانو ته تمایل لري : مثلآ عذر اوریدل پلمه کول

که هغوی [ ګومارونکي] د رتبو د ټیټو نمرو  په باره کې یا له تاسې نه نا څاپه دتاسو دپخواني کار په اړه پوښتنه وکړه ، نو په دغه وخت کې تاسې ددفاع حالت مه غوره کوﺉ یعنې ددې پر ځای چې عکس العمل وښیﺉ هماغه حقيقتونه په لنډ ډول ورته وواياست، چې تاسې په تېرې دندې کې لرل.

 

۳ – که دخپلو تجربو او مهارتونو دوړاندې کولو تیاري لرﺉ ورته یې وواياست او همدارنګه د پخوانۍ دندې په اړه هم ووياست خو که يې درنه وپوښتل. خپل ځان دګومارونکي په ذهن کې دداسې یو شخص په توګه وروپیژنئ چې ګویا د ډیرو ښوصفاتو او ښو مهارتونو  لرونکي یاست او کارګومارونکي دغه رنګه اشخاصو یا خلکو ته اړ تیا لري چې داسې خاص مهارتونه ولري  .

او کله موچې ځان معرفي کاوه په هغه تاثير لرونکو صفاتوچې تاسو يې  په ځآن کې لرﺉ عمل وکړﺉ یعنې مثبت او ښه عمل مو ورته وښيئ  .

۴-  له مرکې نه مخکې باید دهغه څه په اړه خپل معلومات  لاس ته راوړﺉ هغه مهم معلومات چې په هغه کې فعا لیتونه هم شامل دي چې دکار ګومارونکي په واسطه سرته رسیدلی دي.

 

۵ -  دمرکې لپاره زر حاضر شئ اوداسې یو مهالوېش وټاکئ چې  ۱۰ – ۱۵ دقیقې مخکې دمرکې ځای ته ځان ورسوﺉ.

 

ځکه چې ناوخته رسېدل ډېر ژر کارګومارونکي ورخطا کوﺉ ناخوښ او نامطلوب شرطونه پیدا کوﺉ او د مرکه کېدونکي په اړه د ګمارونکي په ذهن کې بد انځور جوړوي.

 

۶ -  یوه وړه د یاداشت کتابچه یا یو وړ ترتیب شوی کاغذ له ځان سره ولرﺉ په دې کې د کار ګومارونکي نوم ولیکئ.

 

۷ -  د پوښتنو لیست یا د معلوماتو خلاصه د پوښتنو لپاره  چې تاسې ورته اړتیا لرﺉ له ځان سره راوړﺉ د پوښتنو لست وړاندې کړﺉ تر څو تاسې مطمئن شئ چې د تصمیم نیولو لپاره مو د اړتیا وړ معلومات راټول کړي دی اوکه د مرکې په وخت کې مو یادښتونه نه وو راوړی باید خوا بده نه کړئ  .

 

۸ -  زیاتره د دندو د پیدا کولو وخت  سهار او مازدیګر په پام کې نیول کیږي یعنې  په دغو دوو وختونو کې مرکه کیږي. د مرکې په ورځ نه یوازې مرکه کوونکي ملمستیا نه شي بلکې همدغه د مرکې وړبرخه د مرکې په جریان کې دمعاشرت ادبونه په نظر ونیسی [مرعات] یی کړﺉ او دډوډی خوړلوپه وخت کې هم په خبروکولو کې برخه واخلئ ډیر وخت همدغه رنګه ټولنیز مهارتونه دهغوی په تصمیم نیولو کې ونډه لري.

 

 ۹ -  وروسته له مرکې نه د ټولومرکه کوونکو نوم، لقب، عنوان، امضاء او پاتې پوښتنې، معلومات چې تاسې په دې مرکه کې یاد کړي ان که تاسې دمرکې په جریان کې هم اوسئ دغه جریان له تاسو سره د تل لپاره مرسته کوي  که دغه پورته شیان په واضح او په تفصیل سره تعریف اوبیان کړﺉ نو ګومارونکي به تاسوته ډیره پاملرنه وکړي .