رنګونه او ځینې نور عوامل هم شته ، چې د شخصیت په رغولو کې مثبته ونډه لري.

ترټولو لومړی باید دشخصیت پېژند وړاندې کړو:

شخصیت دفرد دټول وجود شاملولو ته وایي ،چې دبدن عمومي وضعه یې لکه مهارتونه ، امېدونه ، احساسات ، عادات ، هېجانات ، هوش ، اخلاقي ځانګړنې ، افکار او معتقدات یې څرګندوي.

 

یاهم: شخصیت یوه عربي منشاءکلمه او ویی دی ،چې له شخص څخه اخېستل شوی دی او په اصطلاح کې دانسان ټول بیروني او دنني عوامل ترڅېړنې لاندې نیسي.

 

داچې انسان یو ټولنیز موجود دی او ټولنه هم هېڅکله بې له انسان څخه نشي رامنځته کېدای ، داپه دې معنا ، چې انسان پرته له ټولنې او ټولنه پرته له انسان څخه نشي پاېدلی.

 

په دې وخت کې له انسان څخه ، چې هرډول سلوک او کړنې صادریږي دغه سلوک او کړنې به دټولنې له عاداتو ، تقالیدو ، قوانینو او ادیانو څخه رنګ اخلي.

 

دانسان په يکې دجسمي اعضاوو اړیکې له اروایي فکري ، ذهني ، عقلي ، خیالي او عصبي سلوک او کړنو سره تړاو لري.

که په لنډ ډول ووایو دانسان هرډول کړه وړه دده د شخصیت څرګندونه کوي ، چې مثبت کړه وړه یې مثبت شخصیت او منفي هغه یې دمنفي شخصیت څرګندونه کوي، خو باید په یاد ولرو ، چې د انسان ظاهري شکل دهغه شخصیت نشي څرګندولای ، خو دشخصیت په بشپړولو کې هم بې برخې نشي پاتې کېدلای.

 

سربېره پردې ظاهري او باطني ټول کړه وړه دانسان په شخصیت جوړولو کې رول لري.

داچې شخصیت دارواپوهنې یوه ډېره پراخه څانګه ده، لومړی باید خپله دارواپوهنې له تاریخ څخه یې پیل کړو.

عمومي ارواپوهنه په خپله اوږد تاریخ لري، خو د تجربوي ارواپوهنې تاریخ له یوې پېړۍ څخه تېری نه کوي.

 

د ارواپوهنې په چوکاټ کې دشخصیت مسله هغه موضوع ده ،چې ترننه لا دپوهانو ترڅېړنو لاندې دبشپړتیا لارڅاري.

 

دتجربوي ارواپوهنې اصول او اساسات اوږد عمر لري ، خو په یو کالب کې یې بندول بیا دتجربوي ارواپوهنې سره همزولې برېښي.

دشخصیت ترلاسه کول هم څه اسانه کار نه بریښي . لاندې دیو شمېر هغو عواملو لنډه یادونه کوو،چې دانسان په شخصیت کې رول لوبوي.

ذا عوامل عبارت دي له وراثت ، محیطي عواملو او ناپېژندل شوي عوامل.

 

وراثتي عوامل یې عبارت دي له: ( D.N.A او R.N.A ) څخه ،چې R.N.A یې دخواصو په انتقال کې رول لري او D.N.Aبیا R.N.A ته لارښونه کوي.

 

محیطي عوامل یې عبارت دي له: له هغو دوو مرحلو څخه ، چې انسان دپيداېښت پروخت ورسره مخ کیږي،لکه مخکې له پیداېښته دمور مرضونه اېډزاونور...

 

وروسته له پیداېښته : اقتصاد او کورنۍ ستونزې،خو دلته یوه خبره بله دیادولو ده ،چې شخصیت کسبي دی که وراثتي؟ یاده موضوع اوس د پوهانو ترمنځ کړکېچنه شوې ده.

 

ځینې یې په دې نظر دي ، چې دشخصیت په وده کې وراثتي عوامل رغنده رول لري،خو ځینې نور یې کسبي هم بولي چې ترلاسه کیږي.

ځینې بیا په دې نظر ټینګار لري ، چې دواړه عوامل دانسان دشخصیت په وده او بشپړتیا کې ونډه لري.

 

دا باید هم په یاد ولرو ، چې مثبت او منفي کړنې هم زمونږ دشخصیت لوری ټاکي.

له دې ټولو سربېره یو شمېر نور عوامل هم شته چې دشخصیت په جوړولو او بشپړولو کې اثر لري لکه محیطي ، کلتوري ، ټولنیزاو نور...

محیطي عوامل یې عبارت دي له : د ژوند دپرمخ وړلو لارې چارې ، ستونزې او هم لاسته راوړڼې.

کلتوري : دلباس غوره کول:دهرې سیمې اوسېدونکي په خپل ځانګړي لباس خپل ځانګړی ډول شخصیت ترلاسه کوي او یا هم څرګندوي او هم ډېر نور شیان ، چې دکلتور او فرهنګ ترعنوان لاندې مطالعه کیږي.

کورني عوامل :ډېری هغه اشخاص ، چې په خپله کورنۍ کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، دوی داسې فکر کوي ، چې دهېڅ ډول شخصیت لرونکي نه دي ، ځکه یې پلار ، ورور ، مور او یانور ورسره ښې اړیکې نه لري.

په بشري نړۍ کې هر رامنځته کېدونکی شی له منځه تلونکی هم دی ، داچې دمخه مو دشخصیت دغوړولو ځینې لارې چارې وړانډې کړې ، نو دله منځته تللو څخه یې هم باید بې خبره پاتې نشو!

دلومړي ځل لپاره دشخصیت په اړه زیګمویند فروید څېړنه او تحقیق وکړ.

زیګمویند فروید انسان د ID ،EQO او SUPER EQO په اساس ډلبندي کړل.

شخصیت په اصل کې یو انتزاعي ( نه لیدونکی او نه حس کېدونکی) مفهوم لري یعنې هغه څه شی ، چې د برېښنا دانرژي په شان په سترګو نه لیدل کیږي ، بلکې دتګلارې ، افکارو ، انګېزې او هېجان په واسطه یې درک کولای شو.

 

پوهانو دشخصیت لپاره ډول ډول څېړنې کړي ، ددوی له ډلې یې هلیګار، ګېچ او منیش دیادونې وړ دي.

دټولنې عام وګړي او ارواپوهنه شخصیت ته داخلاقو په سترګه ګوري یعنې داچې دوی دیو انسان شخصیت دده داخلاقو څخه درکوي که دښو اخلاقو لرونکی و ، د ښه شخصیت او که دبدو اخلاقو لرونکی و ، دبدشخصیت لرونکی دی.

انسان یو ټولنیز مخلوق دی ، نو ټولنه هم دده داخلاقو په روزنه کې ځانګړی رول لري.

څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي ، حتمي ده ، چې دهماغې ټولنې هویت به لري.

دهویت موضوع هم ترډېره دانسان په ارزونه او شخصیت څرګندونه کې برخه اخلي.

هویت له هغې وسیلې څخه عبارت دی ، چې فرد نورو ته ورپېژني او مشخصوي یې.

 

شتمن ، نېستمن ، هوښیار ، روغ او لیوني ټول شخصت لري، دابه دحیرانۍ خبره نه وي،چې ځینې ووایي لیوني به لا څنګه شخصیت لري ؟ داخبره که چاته دمنلو وړ نه وي دزبادلپاره دې یو لیوني ته ووایي ، یا داسې عمل ترسره کړي ، چې ده ته دمنلو نه وي ، نو لیونی به پرې حتمي غوسه کیږي.

 

په لنډ ډول که ورته و وایو لیونیه! حتمي ده ، چې هغه به پرې غوسه شي او په ورته غبرګون به لاس پورې کړي.

داټول ددې څرګندونه کوي، چې هرانسان دشخصیت لرونکی دی ، باید چې په خپل خپل ځای یې درناوی وشي.

 

په دې کار سره به مو له یوې خوا خپل دیني او مسلکي مسولیت ترسره کړی وي او له بلې خوا به مو دټولنې دوګړو سره یو نیک او ښه عمل کړی وي.

 

په دې به مو هم فکر کړی وي ،چې هرڅه پوړونه او درجې لري، نو ایا شخصیت هم همداسې؟

کرچمر یا کرینتشمر دانسان شخصیت په دوه ډلو وېشي:

لومړی : دچاغو انسانانو شخصیتونه.

دویم : دډنګرو انسانانو شخصیتونه.

هریو یې بیا په خپل وار بیروني او دنني شخصیتونو څخه عبارت دي.

دچاغو انسانانو ظاهري خواص عبارت دي له غوښې لرونکی بدن لري ، لنډې پښې ، لنډه غاړه او نسبتا دغټ سر لرونکی وي.

دنني خواص یې عبارت دي له ټوقي وي ، خوشاله، مینه ناک او له خلکو سره مرسته کوونکی انسان وي.

 

دډنګرو خلکو ځانګړنې: بیرونۍ ځانګړنې یې عبارت دي له نسبتا دکمزوري جسم لرونکی وي ځانته والی خوښوي او یو څه غمجن انسان وي.

دننۍ ځانګړنې یې عبارت دي له : صبر لرونکی وي، قوي او همهاله فعاله انسان وي.

 

رنګونه او ډېر نور عوامل هم شته ، چې دانسان دشخصیت څرګندونه کوي، تاسې څه ډول رنګونه خوښوئ؟ کله مو فکر کړی ، چې دا یا هغه رنګ مو ولې خوښیږي؟ له دوستانو مو وپوښتئ دوی هغه ډول رنګ په اړه چې تاسو یې خوښوئ څه نظر لري؟یا هم دوی ستاسې شخصیت څه ډول ارزوي؟

 

درنګونو مور او پلار یعنې سپین او تور، چې نور رنګونه یې ترډېره له ملتیا رامنځته کیږي ، دډېرو کسانو دخوښې وړ رنګونه دي.

تاسې به لیدلي وي ، چې زموږ دټولنې ډېر منل شوي وګړي له سپین رنګ څخه ګټه پورته کوي ، دوی په دې کړنې سره د ټولنې وګړو ته داپه ډاګه کوي ، چې د سپین رنګ په اغوستلو او یا هم خوښوولو سره دسپین رنګ په شان پاک او ښکلی شخصیت لري، خو داخبره ددې معنا نه لري ، چې د نورو رنګونو خوښوونکي شخصیت نه لري!

نه!

دنورو رنګونو خوښوونکي کسان هم له دې ټولو خبرو سربېره دیو شمېر نورو پټو او مرموزو ځانګړنو لرونکي دي ، چې د دوی دشخصیتونو بعدونه یا اړخونه ورڅخه څرګندېدلی شي.

 

درنګونو نړۍ ددې کسانو په اړه ځینې څېړنې وړاندې کوي.

هغه کسان ،چې اسماني رنګ خوښوي اواسماني رنګه جامې اغوندي ډېر جذابه او تکړه وي، همداراز ډېر ټولنیز وي او همهاله تل په فکرونو کې ډوب وي او خوښوي چې دنورو خلکو ترمنځ دفېلسوفانو په ډول خبرې وکړي.

 

له خپلو ماشومانو او میرمنې سره مینه لري او خپلو ملګرو ته ډېر وفاداره پاتې کیږي ، په دې سربېره هغه کسان ، چې سور رنګ خوښوي او سور رنګه جامې اغوندي ډېر خوښ ، زغوونکي او زړه وړونکي دي ، دډېرو هوښیار او پیاوړي استعداد لرونکي وي، خو نوې څېړنې وایي: هغه کسان چې دخوب په خونه کې له سور رنګه غالۍ او فرش څخه کار اخلي جګړې ته یې تمایل ډېر وي او سور رنګ پارونکی هم وي ، نو سور رنګ کولای شي انسان جګړې طرف ته بوځي، خو همهاله دغه کسان ډېر مثبت وي ، که مو په کوم کار کې ګډ شي ډېر مهربانه او رېښتوني دي.

هغه کسان چې تور رنګ خوښوي ، ډېر تکړه وي او هر کار په خپلواکه تو ګه ترسره کوي.

 

اوسنۍ څېړنې ترډېره په نېفه درنګونو خوښوونکو انسانانو او یا هم په خپله دځینې رنګونو لرونکو انسانانو په اړه څېړنه کوي لکه: د تورو ، شنو ، قهویي او سرو سترګو لرونکي انسانان ، چې ارواپوهان یې له همدغو رنګونو څخه دشخصیت ځینې اړخونه څرګندوي.

له دې سربېره خواړه او میوې هم زموږ دشخصیت په ټاکلوکې ستر رول لري.

 

سره له دې چې طب دښه خوړو ډېرې نورې ګټې هم څرګندې کړي ، خو ارواپوهان هم له دې برخې څخه همداسې نه تېریږي.

هغه کسان چې مڼې یې خوښیږي دوی ډېری افراطي اشخاص وي ، وړاندې تردې چې تیاری ونیسي ، پرېکړه کوي ،خو هغه څوک ،چې ورسره ملګرتیا کوي له ده څخه خوښ وي.

 

هغه کسان ، چې انګور یې خوښیږي دوی ډېر مؤدب او تېز خلک دي ، خو زر عصباني کیږي او په هرشي کې له نوښت څخه خوند اخلي ، هرهغه عمل ،چې سرته یې رسوي ترې خوښ برېښي.

 

هغه کسان ، چې کینو یې خوښیږي دوی صبرناک او طاقت لرونکي خلک دي ، په خپله اراده کې ډېر قوي وي او له شخړو څخه دځان ساتلو هڅه کوي.

 

همدا ډول هغه کسان ، چې د شفتالو له میوې سره علاقه لري دوی دوستانه اړیکې لري، خو ډېرې خبرې یې عادت ګرځېدلې وي، دوی تل دلاسته راوړنو په لټه کې وي.

 

له پورتنیو خبرو سره ځینې نورې خبرې هم شته ،چې دیو ښه شخصیت په جوړولو کې رول لري.

یو ښه شخصیت له ښو کړو وړو سره اړیکه لري ، هغه انسانان ، چې پرخپل نفس لوړ اعتماد لري ، هېڅکله ناوړه کړه وړه نه ترسره کوي ، نو په دې دلیل اړمندوي چې دخپلو ناوړه کړو وړو پروړاندې بخښنه وغواړي.

 

دهرډول ناوړه عمل ترسره کول دناوړه کار دسرته رسوونکو دشخصیت دځپلو لامل ګرځي.

دبېلګې په تو ګه کله ، چې یو کس دسړک له سره څراغ سره تېریږي ، نو دپولیسو له خوا درول کیږي او په عذر او وبخښئ ویلو پیل کوي ؛ ټول شخصیت یې ترپوښتنې لاندې راځي او پرنفس اعتماد یې سستیږي ، ان که نیمه شپه هم وي او په سړک هېڅوک هم نه وي ؛ ان ، چې پولیس هم شتون ونلري ،نوکه سره څراغ ته رسیږئ ژر دریږئ ، ترهغې چې شین څراغ روښانه شي.

 

دغه کړنه دپولیس او کوم بل چا لپاره نه ، بلکې دخپل نفس لپاره ترسره کړئ ځکه ، چې پوهیږئ ستاسو لاشعور ضمیر له شنه څراغ سره شرطي کیږي ، که تاسو شین څراغ ورټئ او ورته ونه دریږئ تاسو به بې شخصیته ورته ښکاره شئ او ستاسې پرنفس اعتماد ته به زیان واوړي.

درسول الله (ص) وینا ده ، چې لرې اوسئ دهرې ناوړه کړنې څخه کله ،چې یوازې یاستئ ، ځکه هغه ( الله ) شاهد او حاکم دی.

 

دذې حدیث شریف معنا داده ، چې انسان په نړۍ کې په یوازیتوب شتون نه لري ، هرچېرته الله شتون لري او زموږ پراعمالو شاهد وي.

لاشعوره ضمیر ، چې د انسان دباور ، روحي روغتیا او ناروغتیا جوړونکی دی هره شېبه ستاسو پر وجود کارنده او فعاله څارنه کوي او هېڅکله له تاسو نه جلاکیږي.

 

په هرحال زغم او حوصله هم کولای شي ستاسو دشخصیت په لوړولو کې رول ولوبوي ، باید تل خپلو همکارانو او ملکرو ته زغم او حوصله ولرو، ځکه له مونږ سره ټکر دخپل هماغه دوست ، ملګري او همکاردی څوک چې له موږ سره دي.

 

تعصب هم مه کوې خکه تعصب دانسان شخصیت ته زیان اړوي او په ټولنه کې دانسان ارزښت له منځه وړي.

همېش هڅه وکړئ ، چې په خپل مسلک کې بریالي کسان همداتاسې واؤسئ ، ځکه تاسې به لیدلي وي ، چې هرمسلک لرونکی شخص هېڅ کله هم خوار نه وي، داچې خلک دده مسلک ته اړتیا لري ، نو همداده ، چې دی په خپل مسلک شخصیت ترلاسه کوي او خلک یې عزت کوي.

خوشالي او غم هم زموږ دشخصیت څرګندونه کوي باید، چې تل خوشاله او خندني واؤسو ترڅو نورو او ځان ته مو شخصیت ترلاسه کړی وي. که دښه شخصت غوښتونکي یاست ، نو په حتمي ډول به پورته خبرې مو دژوند لوری بدل کړي.

 

ماخذونه : بېلابېلې لیکنې، کتابونه او مجلې .