د حضرت عيسی عليه السلام څخه يو ځل پوښتنه وشوه چې کوم څيز پر انسان ترټولو سخت او مشکل تمامیږي؟ عيسی عليه السلام ځواب ورکړ: د الله تعالی قهراو غضب. حضرت یحی علیه السلام وپوښتل: د کوم څیز پواسطه انسان د اللهتعالی قهر او غضب ته نږدې کیږي؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ: غوسه. یحی علیه السلام بیا وپوښتل: کوم څیز د انسان غوسه زیاتوي؟ عیسی علیه السلاموفرمایل: ځان غوښتنه، فخر، شهرت، او تکبر انسان غوسه زیاتوي.



نو هغه لاملونه چې د غوسې سبب ګرځي د غرور، د ځان صفت، تمسخر او ملنډې، بحث، خیانت او دزیات مال او اوچت نوم حرص کولو څخه عبارت دي، هر کله چې دغه ناوړه کړنې په یوه انسان کې راښکاره شي، د هغه سلوک او رویه خرابيږي، او د تل لپاره به د غوسې څخه ډک وي.
نو دغه ناوړه اعمال باید د هغوي په ضد اعمالو سره له منځه یوړل شي، دا پدې مانا چې د ځان صفت او تکبر په عاجزۍ، افتخار او ځان ښودنه د انسان پر پیدايښت ( چې د څه شي څخه پیدا شوی)، د زیات مال حرص په قناعت او بخل په صدقه او خیرات سره له منځه یوسي.



خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ځواکمن او قوي انسان هغه ندی چې خپل دښمن راڅملوي، بلکې هغه دی چې د قهر او غوسې پر مهال خپل ځان کنترول کړي.



لاندې په یو څو لنډو ټکو کې د غوسې درملنه قدرمنو لوستونکیو ته وړاندې کوو:



البته دغه درملنه دوه برخې لري چې د پوهې او کړ (عمل) څخه عبارت دی.



هغه درملنه چې په پوهې پورې اړه لري په لاندې ډول ده:



۱- لومړی دا چې د غوسې د زغملو د ثواب په اړه فکر وکړو، لکه څرنګه چې په قرآن کریم او درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احاديثو کې راغلي دي. د غوسې د زغملو د ثواب غوښتنه به تا د کسات او بدلې د اخیستلو څخه راوګرځوي.



۲- دویم دا چې د الله تعالی د عذاب څخه ووېريږو، او پدې اړه فکر وکړو چې زما قهر او ظلم د الله تعالی د قهر او عذاب په مقابل کې هیڅ هم ندی، که چېرته زه د فلانکي سړي څخه به غصه باندې انتقام واخلم، الله تعالی به له ما څخه به آخرت کې ددې بدله او انتقام واخلي

.

۳- درېيمه درملنه دا چې د دښمن په سزا ورکولو کې د احتیاط څخه کار واخلو. کله چې ته خپل دښمن د ستا په شتون کې په غم او مصيبت کې ګورې نو د خوشالې احساس کوې، پدې فکر وکړه چې ددې خطر څخه ته هم خلاص نه يې او ددې وېره به هم درسره وي چې په راتلونکي کې به ستا دښمن له تا څخه انتقام اخلي.



۴- څلورمه درملنه چې د پوهې سره تړاو لري، دا ده چې د غوسه سړي د تروش او تریو تندي په اړه فکر وکړو چې د یوه وحشي حيوان په څېر وي، او هغه څوک چې غوسه زغمي د یو هوښیار او پوه شخص په څېر معلوميږي.



۵- پنځمه دا چې د شیطان د وسوسو په اړه فکر وکړو، هغه چې به درته وايي: ( که غوسه ونه کړې نو کمزوری به معلوم شې) هيڅکله هم دغه شان وسوسو ته غوږ مه نيسه.



۶-شپږمه دا چې پدې اړه فکر وکړو چې ( څه شی ددې لامل وګرځېده چې زه غوسه شوم؟) او څه چې د الله تعالی خوښ وه هغه وشول. 
هغه درملنه چې په عمل پورې اړه لري په لاندې ډول ده:



کله چې غوسه درته راغله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا پر اساس د رټل شوي شیطان څخه پر الله سبحانه و تعالی پناه وغواړه، یانې ( اعوذ بالله من الشیطن الرجیم ) ووایه.



کله چې حضرت بي بي عائشې رضی الله عنها ته غوسه راغله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د پوزې څخه ونیوله او ورته يې وفرمایل: ووایه چې 

ای زما د پیغمبر ربه! زما ګناهونه وبخښه، او زما د زړه څخه غوسه لرې کړه، او د ګمراهۍ څخه مې وساته.



که چېرته غوسه په دغه څيزونو له منځه لاړ نه شوله، نو بيا که ولاړ وې، کېنه او که ناست وې، څمله او همدارنګه خاورې ته ځان نږدې کړه ځکه انسان د خاورې څخه جوړ دی، نو د خاورې په شان خپل ځان عاجز کړه، د غوسې سبب ګرمتیا ده، او ضد يې دا چې په ځمکه څملي او ځان عاجز او یخ کړي.



خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: غوسه یو سوزيدونکی سکروټه ده. ایا د غوسې پر مهال خپلې ورېځې براخه او سترګې مو سرې ندي ليدلي؟ نو پدې خاطر چې څوک له تاسې څخه غوسه شي، که ولاړ وي، کیني به، او که ناست وي، څملي به.



که بیا دې هم غوسه نه وه ارامه شوې، نو په یخو اوبو اودس یا غسل وکړه، ځکه اور د اوبو څخه بغير په بل څيز نه ختميږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: کله چې څوک له تاسې څخه غوسه کیږي، نو په اوبو دې اودس وکړي، ځکه غوسه د اور څخه پیدا کیږي، په بل روایت کې راغلي چې ( غوسه د شیطان او شیطان د اور څخه جوړ شوی دى) 



حضرت علي کرم الله وجهه فرمايلي دي: پیغمبر صلی الله علیه وسلم هیڅ وخت د دنیا د کارونو لپاره غوسه نده کړې، بلکې صرف د حق په لار کې غوسه شوی او نه ورڅخه چا د غوسې بدله اخیستې