کولى شو بدلون او توپير رامنځ ته کړو، کولى شو په ځانګړي ډول په نورو کې نفوذ پيدا کړو او کولى شو اوسنۍ نړۍ ته د يوې غوره او ښې نړۍ په توګه بدلون ورکړو.  

 

ستاسو هيله څه ده؟ کېدى شي يو داسې خيال وي چې تاسو هېر کړى وي او يا د له منځه تلو او زوال په کړنګ کې وي. که ستاسو هيله عملي شوې واى، ستاسو ننى حالت به څنګه واى؟ اوس څو شېبې په خپلو خيالونو او هيلو کې ډوب شئ، فکر وکړئ او وګورئ په ژوند کې ستاسو واقعي غوښتنه څه شى ده؟

 

کله ناکله چې کارونه ترسره کوو، بنسټ نه دى، بلکه زموږ دايمي اعمال دي چې ټاکونکى رول لري. زموږ د ټولو اعمالو پلار کوم دى؟ کوم عمل تر هر څه نه ډېر زموږ د شخصيت او ژوند د لارې ټاکونکى دى؟ د دې پوښتنې ځواب د پرېکړې (تصميم) په کلمه کې نغښتى دى. د پرېکړې شيبې دي چې زموږ برخليک پکې بدلون مومي. زه له هر څه نه ډېر په دې عقيده يم، هغه څه چې زموږ برخليک ټاکي، زموږ د ژوند شرايط نه بلکه زموږ پرېکړې دي.

 

چا منله چې د يوه آرام او بې ادعا سړي ايمان (داسې حقوق پوه چې د سولې  په بنسټ معتقد و) دومره ځواک ولري چې يوه ډېره پراخه امپراطوري نسکوره کړي. په هر صورت د مهاتما ګاندي پرېکړه او په دې باندې عقيده چې له خشونت پرته کولى شي د هند له خلکو سره مرسته وکړي تر څو بيا د خپل هېواد واګې په خپل لاس کې واخلي، د ځنځير په  ډول د يو شمېر غير منتظره پېښو او بدلونونو سبب شوه.   

وګورئ يوه پرېکړه يا تصميم چې په وخت او ايمان سره په هغې باندې عمل کېږي، څومره ځواک لري. که څه هم ډېرو دا کار يو غير ممکن خيال او هيله ګڼله، د ګاندي درنښت او پابندي هغه پرېکړې ته چې کړې يې وه، هغه خيال او هيله په يوه داسې واقعيت واړوله چې انکار ترې د منلو وړ نه دى. مهم ټکى دا دى چې ځان داسې ژمن کړو چې ونشو کولى له خپلې پرېکړې څخه بېرته راوګرځو.   

 

که تاسو په همدې کچه انګېزه او لېوالتيا، ايمان او عمل په ځان کې لرلى چې د درېدنې نه وړ خوځښت رامنځ ته کړئ، په څه ډول پرېکړو به مو لاس پورې کړى واى؟

 

زموږ د هر يوه په د ننه کې د لوى ځواک داسې سرچينې اېښودل شوې دي چې کولى شي موږ خپلو ټولو خيالونو، هيلو او آن له هغو څخه ډېرو څيزونو ته ورسوي. يوه پرېکړه کولى شي زموږ پر مخ ډېرې دريڅې پرانېزي او په ډېر لږ وخت کې ښادي يا غم، سعادت او خواري، يووالى او بېلتون، اوږد عمر او يا مړينه رامنځ ته کړي.

 

له تاسو څخه غواړم چې همدا نن داسې تصميم ونيسئ چې له واټن پرته ستاسو د ژوند د بدلون، پرمختګ او څرنګوالي د ښه توب موجب شي، هغه کار چې ځنډولى مو دى ترسره يې کړئ... نوې وړتياوې د ځان کړئ... په زړه سوي او ډېر درنښت له نورو سره چلند وکړئ... او يا هغه چاته چې څو کاله کېږي خبرې مو ندي ورسره کړې، ټلفون وکړئ. پوه شئ چې ټولې پرېکړې پايلې او ارزښت لري. آن که هېڅ پرېکړه هم ونکړئ، دا خپله يو ډول پرېکړه ده.

 

په تېر وخت کې مو کومې پرېکړې کړې يا ندي کړې چې ستاسو په نني ژوند يې سخته اغېزه کړې وي ؟

 

په کال ١٩٥٥ کې مېرمن روزاپارکس پرېکړه وکړه چې له يوه غيرعادلانه او پر نژادي تبعيض ولاړ قانون څخه سرغړونه وکړي. دغې مېرمنې له دې چې په بس کې خپل ځاى يوه سپين پوستي ته پرېږدي ډډه وکړه او د نوموړې، دې عمل، داسې پايلې رامنځ ته کړې چې په هغه شېبه کې يې په ذهن کې نه ګرځېدې. آيا دې هوډ درلود چې د ټولنې جوړښت ته بدلون ورکړي؟ د دې موخه چې هر څه وه، د ژوند لوړو معيارونو ته د هغې پابندۍ او درنښت، مېرمن دې عمل ته اړ کړه.

 

که هغه معيارونه چې لرئ يې، لوړ کړئ او رښتينې پرېکړه وکړئ چې د هغو معيارونو پر بنسټ ژوند کوئ څه غوره بدلونونه به رامنځ ته شي؟

 

موږ ټولو، د ځينو وګړو د ژوند کيسې اورېدلې دي چې د شرايطو له محدوديتونو سره سره يې په غوره او عالي کارونو لاس پورې کړى او د بېلګو په ډول يې ځانونه د انسان د روح له ستر ځواک څخه تېر کړي دي.

 

زه او تاسو هم کولى شو خپل ژوند دې ته ورته په يو ډول افسانې سره تېر کړو، په دې شرط چې مېړانه ولرو او پوه شو چې قادر يو هغه پېښې او واقعې  چې زموږ په ژوند کې رامنځ ته کېږي په لاس کې ونيسو. او که ونشو کولى تل هغه پېښې چې زموږ په ژوند کې رامنځ ته کېږي کنټرول کړو، لږ تر لږه کولى شو د هغو پېښو په اړه او هغو غبرګونونو په اړه چې د پېښو په مقابل کې يې ترسره کوو تسلط ولرو.

 

که ستاسو په ژوند کې داسې څه وي چې له هغه څخه ناخوښ يئ، (د بېلګې په ډول د روابطو په غولي کې، روغتيايي سلامتيا يا شغل) همدا اوس پرېکړه وکړئ چې له واټن پرته په هغه کې بدلون راولئ.

 

هر څومره چې ډېرې پرېکړې وکړئ، ستاسو د تصميم نيونې ځواک ډېرېږي. لکه څنګه چې د بدن عضلې د بدني روزنې (ورزش)  په اثر ځواکمنې کېږي، د پرېکړې ځواک هم په تمرين سره ډېرېږي.

 

همدا نن، د دوو کارونو په اړه چې ځنډولي مو دي پرېکړه وکړئ: يو هغه پرېکړه يا تصميم چې نيول يې آسانه او بله هغه پرېکړه چې ترسره کول  يې لږ ستونزمن وي. له واټن پرته د هغوى هرې يوې د عملي کولو په لور ګام واخلئ او دې کار ته په بل ګام سره چې سبا يې اخلئ ادامه ورکړئ. په دې کړ (عمل) سره، ستاسو د تصميم نيونې عضلې ځواکمنې کېږي او کولى شئ ډېر ژر د خپل ژوند په ټولو اړخونو کې لوى بدلونونه رامنځ ته کړئ.

 

بايد ځان مقيد کړو چې له خپلو تېروتنو څخه پند واخلو، نه دا چې په ځان تېرولو او نغاړلو اخته شو او ځان ملامت کړو. که مؤقتاً کښتۍ مو په وچه کې پاتې شوه، په ياد راوړئ چې د انسان په ژوند کې ماتې معنا نلري، بلکه يواځې پايله شتون لري. دا ضرب المثل په پام کې ونيسئ. نيمګړتيا له تجربو څخه ده، او تجربه غالباً د ناسمې پرېکړې پايله ده.

 

په خپل تېر وخت کې د کومې ګناه مرتکب شوي ياستئ چې وکولى شئ له هغه څخه نن د خپل ژوند د پرمختګ لپاره استفاده وکړئ؟

 

برياليتوب او ماتې معمولاُ واحده منشا نلري. ماتې له (ټلفون کړلو، د يو کلو مټر لارې طى کولو يا د مينې او محبت څرګندلو) په شان د عمل له نه ترسره کولو څخه د ډډې پايله ده. لکه څنګه چې ماتې له يو شمېر جزئي پرېکړو څخه ده، برياليتوب هم د پيل، نوښت، ټينګښت او قلبي او ژورې مينې دبيان له څرګندولو څخه دى.

 

نن كوم کوچنى عمل ترسره کولى شئ چې د ژوند د برياليتوبونو په لور خوځښت رامنځ ته کړي؟

 

د څېړونکو پلټنو، تل ښوولې ده چې بريالي وګړي معمولاً په ګړنديتوب سره پرېکړه کوي او کله چې د کار په ترسره کولو سم پوه شي په آسانۍ سره له خپلې پرېکړې څخه نه راګرځي. پر عکس، ماتې خوړلي وګړي معمولاً په ځنډ سره پرېکړه کوي او په آسانۍ سره خپله پرېکړه بدلوي.

 

هر کله مو چې وړ پرېکړه وکړه، هغه مه پرېږدئ.

 

اډرابرټس، له مرستياله پرته د تصميم نيونې او ارادې انساني  مجسمه ده. هغه لومړنى معلول کس دى چې د لاس او پښتو له لرلو پرته، د کاليفرنيا له پوهنتون څخه فارغ شوى او د کاليفرنيا د بيا رغونې رياست ته يې ځان رسولى. دى چې د معلولو وګړو نه ستړى کېدونکى مدافع دى، توانېدلى د معلولينو د ټوليزو حقوقو د ساتنې لپاره ډېر قوانين تصويب کړي او د اړونده قوانينو د اجرا لپاره يې هم ډېر نوښتونه ښوولي دي.

 

تاسو هېڅ د منلو وړ پلمه نه لرئ. همدا اوس درې داسې پرېکړې وکړئ چې روغتيايي ، شغل او د ژوند د اړيکو حالت ته مو وده ورکړي او بيا پر هغه پرېکړو باندې عمل وکړئ.

 

څنګه کولى شئ نه ليدل کېدونکى څيز د ليدو وړ وګرځوئ؟ لومړى ګام دا دى چې خپل خيال او هيله په دقت سره تعريف کړئ. يواځينى څيز چې ستاسو د وړتياوو حد ځانګړى کوي، همدا دى چې وکولى شئ په دقت سره خپلې غوښتنې تعريف کړئ. اوس غواړو ستاسو خيالونه او هيلې رڼې او څرګندې کړو او په څو راتلونکو ورځو کې داسې پلان ورته جوړ کړو چې په ډاډ سره تاسو خپلو موخو ته ورسوي.

 

موږ ټول، که پوهېږو او که نه پوهېږو، د موخو لرونکي يو. دا موخې، هر څه چې وي، زموږ په ژوند بنسټيز اغېز لري. په هر صورت ځينې موخې، د بېلګې په ډول ( زه بايد خپل پورونه او حسابونه تاديه کړم) هېڅ خوښي او پارونه په انسان کې نه رامنځ ته کوي. د واقعي ځواکونو د آزادولو راز هغه دى چې پاروونکې موخې ځان ته وټاکئ چې په رښتنې توګه په تاسو کې د پنځونې ځواک ژوندى کړي او د خوښۍ او پارونې محرک وي.

 

همدا اوس په پوهاوي سره خپلې موخې وټاکئ.    

 

هغه موخې چې ستاسو په آند د څارلو او تعقيبولو ارزښت لري په ياد راوړئ. بيا يوه موخه چې تر ټولو پاروونکې وي بېله کړئ. هغه بايد داسې څه وي چې په خاطر يې، هره ورځ سهار وختي له خوبه پاڅئ او د شپې ناوخته خوب ته ځئ. دې موخې ته د رسېدو لپاره ټاکلې نېټه په پام کې ونيسئ او په څو کرښو کې وليکئ چې ولې تر دې نېټې پورې خامخا خپلې موخې ته بايد ورسېږم. آيا دا موخه، دومره لويه ده چې ستاسو ذوق او انګېزه راپاروي؟ يا سبب شي چې د خپلو محدوديتونو له چوکاټ څخه مو وړاندې يوسي؟ يا خپلې پټې وړيتاوې څرګندې کړئ؟

 

که مو تر اوسه پورې موټر يا يوه نوې وسيله پېرودلې وي، پام مو شوى چې له پېرودلو وروسته، هغې ته ورته په هر ځاى کې وينئ. البته دا څيزونه، له دې نه مخکې هم ستاسو په شاه او خواه کې موجود و، خو هغو ته ستاسو پام نه کېده.

 

موضوع ساده ده. د مغز يوه برخه مسئوله ده چې ټول اطلاعات غلبېل کړي او يواځې هغه څه چې د پايښت او يا برياليتوب لپاره اړين دي ذهن ته داخل کړي. ډېر داسې څيزونه ستاسو په شاه او خواه کې شتون لري چې ستاسو د برياليتوب او هيلو په ځاى کېدو لپاره په کار راځي، خو د هغو د شتون په اړه مو پام ندى. ځکه خپلې موخې مو روښانه ندي تعريف کړې او په بل عبارت خپل مغز ته مو ندي ښوولي چې هغه څيزونه ډېر ارزښت لري.

 

وروسته له دې چې موخې يا مهمې چارې مو په خپل ذهن کې راوستې، (د ذهني شبکې د فعالولو سسټم) په نوم يو ډول ذهني غلبېل په کار اچول کېږي. د ذهن دا برخه د مقناطيس په شان عمل کوي او ټول هغه اطلاعات او موکې چې کېدى شي ستاسو د چټک برياليتوب او موخې ته د رسېدو موجب شي جذبوي. د دې ځواکمنې عصبي کلۍ په کار اچول، کولى شي په څو ورځو يا څو اونيو کې، ستاسو د ژوند بڼه په بشپړ ډول بدله کړي