، ګڼه ګوڼه، چيغې او فريادونه، د کور تنګوالى، ککړ چاپيريال، په ورځنيو چارو کې تېروتنې، اروايي فشار او داسې نور ډېر څه شته، چې د اندېښنې سبب ګرځي.



په نړۍ کې هېڅ انسان له دې رنځه په امن کې نه دى؛ ځکه خو د ډېرو وګړو جسم او اروا ورڅخه په عذاب ده او ژوند يې هره ورځ تر ربړونو لاندې دى.

 

دا رنځ په شتمنۍ او فقر پورې تړلى نه دى؛ بلکې خپل ځانګړى حالت لري، چې تر غريبو بډايه خلک ډېر کړوي؛ لکه چې وايي(( دنيا چې څومره ډېرېږي د انسان حرص هم ورسره لوړېږي))؛ خو ډېر داسې خلک شته، چې خوشې په خوشې اندېښمن وي او يا خو په داسې مسايلو اندېښنې کوي چې اوس يې په اړه فکر کول هسې خپل وخت ضايع کول وي.

 

کله کله انسان له ځينو ستونزو سره مخ کېږي، چې نه جبرانېدونکې وي، دانو بيا د اروايي ناروغۍ په زېږېدو کې ستره ونډه اخلي او ذهن په اوږد مهاله اندېښنو وراړوي.



ډاکټران له ډېر پخوانه ددې ناروغۍ د درملنې لپاره هلې ځلې کوي؛ خو لايې تر اوسه په دارو درملو تيارولو بريالي شوي؛ ځکه نه دي، چې دا له انسان سره يو طبعي تړاو لري.

 

د اندېښنې نښې نښانې:



هغه انسانان چې تراروايي فشار لاندې وي د خطر احساس کوي، ځان په بدحال کې ويني، پرته له کوم څرګند لامل ويره او وحشت لري، د خوب ګډوډي او اروايي شکايتونه او ناراحتۍ احساسوي، چې د وخت په تېرېدو سره اخته کس يوازيوالى غوره کوي، د کورنۍ له غړو سره اړيکي سستوي او له ټولنيز ژوندانه ګوښى کېږي.

 

ښايي د ځينو ارواپوهانو نظرونه مو د اندېښنو په لرې کولو کې مرسته وکړي:

 

١- تر هرڅه وړاندې بايد په دې پوى شو، چې راپېښه ستونزه په اندېښنې کولو ارزي کنه!.

٢- د اندېښنې اسباب له تيارې نه رڼا ته راوړو او د هغو په باره کې ښه په دقت سره فکر وکړو.

٣- د هغو لانجو په اړه چې د اندېښنې سبب ګرځي په مبارزه لاس پورې کړو.

٤- په ټولو حالاتو کې بايد دا کوښښ وکړو چې خپل ارزښتناک وخت په ارزښت منو کارونو تېر کړو، نه په بېځايه اندېښنو.



٥- کله چې پوه شو اندېښنه زموږ فکر ته لاره پېداکوي؛ نو بايد ځانونه په نورو کارونو بوخت کړو.

٦-  بايد په دې پوه شو چې ژوند له هرې ورځې څخه خوند اخيستل او هره ورځ ژوند د خپل رنګ لپاره بېله پاڼه پرانېزي. 



٧- له پرون او سبا ورځې سره بايد کار ونه لرو او ځان يوازې نن ورځې ته مسوول وګڼو؛ ځکه نننۍ ورځ په خپل نفس په پوره اعتماد سره پېل کړو او دا تصميم بايد ونيسو چې نن به يو ارام او په زړه پورې ژوند پېل کوو او دا خبره له ځان سره تکرار کړو چې الله ج زموږ سره دى او هغه پاک ذات د ژوند له تکليفونو سره د مقابلې پوره توان او کلکه اراده راکړې ده.