ښاغلی ولي محمد(همدرد) دقدرمن امين ګل زوی او دافغانستان دپکتيکا د ولايت  دی  خو لاهم دهجرت په ديار کې سړې او تودې ګالي اود پاکستان دسرحدا يالت  په ټل کې دژوند شپې  سبا کوي . نږدې ۲۸کاله مخکې  يې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې  عصري زده کړې يې تر نهم ټولګي کړي خوپه ديني زده کړو کې يې دبخاري شريف له خوږو څخه هم برخمن دی .يعني ديني زده کړې يې پوره کړي او دفضيلت دستار يې هم له سره تړلی دی. له کوچنيوالي يې له شعر سره مينه لرله دنورو شاعرانو شعرونه يې لوستي  او دايې ارمان وو چې کله به  خپله شعر وليکي خوخدای (ج) داپېرزوينه هم پرې وکړه او زياته موده کيږي چې شعر ليکي او دهغې برسيره په ادبي فعاليتونوکې هم پوره ونډه لري او اوس مهال هم د(پښتو ادبي چمن ټل) دټولنې فعال غړی او ددې ټولنې  دکتابتون مسوول ده . دښاغلي همدرد داوږدعمر او نورو پنځونو په هيله يې درته دشعر څونمونې ږدو هيله ده چې دپاملرنې وړ به مو وګرځي.

 

 

غزل 

دمحبت درشتې تار يم غوڅوې به مې نه

ستا دحسينې غاړې هار يم خرڅوې به مې نه

زما تر کور چې غزېدلې ده خونخواره لارده

زه لاروی ددغې لاريم ودروې به  مې نه

  ستاګمان دی چې دامړې ايرې دي اورنه اخلي

پټ په ايرو کې سور انګار يم پوکوې به مې نه

چې په سفرتلو ماولي ته يې څه داسې وويل

چې ته مې يار يې زه دې يار يم هېروې به مې نه

 

غزل

تور ماښام بلامزل دې په دی غره کې

نابلديم اول ځل دې په دی غره کې

ترهيدلې يو خوا بل خو زر زر ګورم

نورڅه نشته تور ځنګل دی په دې غره کې

دشهيد دوينو مسته خوشبويي ده

کيفيت زما بدل دی په دې غره کې

خوډاډه يم چې دچاپه لار روان يم

ګام په ګام راسره مل دی په دې غره کې

ابادۍ ته مې زړه نه کيږي حيران يم

نه پوهيږم چې څه چل دی په دې غره کې

اوس مې وېره له چا نه کيږي ((همدرد))

اوس بلدشوم واک مې خپل دی په دې غره کې

 

غزل

داسې زړه مې دی چې يو ې کيسې ته رنډ شي

نوبيا اور اخلي که لږ هم پکې ځنډ شي

په خفګان کې يې خمار دسترګو زيات شي

چې څه سرې شي او څه اوښکې پکې ډنډشي

خپل پښتون مې هم په لر او بر کې ويشي

پښتانه به څنګه يو غېږې ته غونډشي

په رڼاکې دروزګار غم پرې راخپور وي

چې تياره شي ستا يادونه پرې راپنډشي

ما((همدرد))خوکيسې ډيرې اوريدلي

خويوه نيمه کيسه مې زړه کې خنډ شي

 

غزل

زه چې دستم له زوره پرېوتم

اوس لکه چې سم له زوره پرېوتم

ته به دامنې چې شودې زور اوبه

زه خو يې منم له زوره پرېوتم

ستاغمونو دومره وارخطاکړمه

غورزمه چې ځم له زوره پرېوتم

مابه چې ترې اخيستو دتورې کار

مات مې شو قلم له زوره پرېوتم

نشته د (همدرد) په زړه کې هغه زور

نوره دې صنم له زوره پرېوتو

 
غزل

لاړو تېر مې شو دعمر دوران داسې

تويوي چه لکه پاڼې خزان داسې

داڅاروان راته دغلوملګری ښکاري

په غلطه لار چې بيايي کاروان داسې

دټول عمر په سجدو به پوره نشي

ربه تاکړی په مادی احسان داسې

زه يې حکم ته ولاړ لاس په نامه يم

يم شيدا په ناليدلي جانان داسې

خرڅ مې نکړو خپل ضمير او دی مې پرېښود

ځکه سختې تېرومه په ځان داسې

جوړ جنون دې ياغي شوی دی (همدرده)

چې په خپل لاس دې څيرلی ګريوان داسې