له مودو راهيسې مالګه رنځپوهانو دزړه درنځ لپاره ډيره مضره او دمرګ سبب ښودلې وه اودغه فکر  عام شوې وه چې دمالګې له خوړلو سره ناڅاپي بلډپرېشر(فشار)پورته خيژي چې له امله يې انسان دزړه ددورې ښکار کيږي. مګر اوس پوهانو ديوې نوې څېړنې له مخې پخوانۍ ټولې ادعاوې باطلې ګرځولي دي .دبيلجيم دهيواد روغتيايي ماهرينو په  يوې  څېړنې کې ويل شوي چې زياته مالګه خوړل انسان دزړه ددورې په کنټرولولوکې مرسته کوي اوهمدغه راز يې له دماغي رنځونو څخه هم محفوظوي .داتو کالو په موده کې دغه څېړنې په روغتيايې کړيو کې نوي بحثونه راپارولي دی. دراپور له مخې کوم خلک چې په ورځ کې يو ه وړه دخوراک دکاشوغې څخه کمه مالګه استعمالوي هغه دهاغو خلکو په نسبت چې يوه دخوراک کاشوغه مالګه خوري زيات په خطر کې وي.په راپور کې راغلي دي چې دکمې مالګې خوړونکو دزړه د دورې فيصدي زياته ثبت شوې ده .پدغه کې څېړنه کې ۳۶۸۱  هاغه اروپايي سړي اوښځې پوښتل شوي  دي چې عمرونه يې ۶۰ کاله او ياهم لدې څخه څه کم وو.په دغوسړيو اوښځو کې چې کوم کسان نسبتاً زياته مالګه استعمال کړې هغوی ددوينې دفشار له رنځه نسبتاً په امن وو.مګر دکمې مالګې دخوړونکو فېصدي زياته پورته ښکارېدله .دراپور ترمخې په ۸کالوکې دزياتې مالګې خوړونکو فيصدي ۶ فيصده دزړه ددورې اونور مرضونو څخه بچ شوي دي.دبيلجيم د((ليوون)) پوهنتون يو ه پروفيسر((سټېسين))دغه څېړنه په ((هايپرټينشن لابراتوار)) کې ترسره کړې ده.همدغه راز دامريکا دمتحده ايالاتودرنځپوهانو ديوې اتحاديې په خپرونه کې يو راپور خپورشوې چې پکې راغلي چې دانساني رنځونو ۵۸ سلنه دمالګې دکمو خوړوله امله کيږي.چې دهغې له جملې نه دزړه دوره،او دګوزن (فالج)له امله انسان دمرګ منګولو ته لويږي چې همدغه راز دزياتې مالګې دخوړونکو زياتره برخه يې دزړه ددورې ،ګوزن،او فشار له ناروغيو څخه بچ وي.