څو مخکنۍ خبرې : نږدې نیمه پېړۍ وړاندې ، ځواني وه د ښوونځي څخه له فراغت وروسته مې د کانواو صنایع په وزارت کې دنده پیل کړه . د رسمي ماموریت تر څنګ مې د تچ (Touch) په توګه د تایپولو په یوه سیالۍ کې د بریالیتوب وروسته د یو ځانګړي قرار داد له مخې د حق الزحمې په بدل کې په انګلیسي ژبه د لویو پروژو د څېړنیزو راپورونو ، قراردادونو اوورځنیزو مکتوبونواو لاسوندونو تایپول هم په غاړه واخیستل . له همغه وخته مې د هر تایپ شوې سکالودمنځپانګې د غوره بڼې جوړولو سره ، که څه هم هغه مهال ( چې کمپیوټر چا نه پیژاند ) اسانه کار نه وه، علاقه درلوده . خو بې خبره له دې ، چې کوم وخت به زه خپله د تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو د څیړونکو د ټیم ملتیاکوم . ډېر وخت لا نه وه تېر شوی ، چې د هېواد په کچه په یو سرتاسري ازموینه کې د بریالیتوب وروسته د لوړو زده کړو لپاره د اقتصاد ــ انجینري رشته کې بهر ته واستول شوم . د لوړو زده کړو د تر سره کولو وروسته د هېواد په بېلابېلو ادارو او تصدیو کې ، چې د اقتصادي فعالیتونو ( تخنیکي ــ اقتصادي څېړنې ، پلان جوړونې ، مالي او تولیدي ) اړوند چارې ورپورې تړلې وې په کار بوخت وم . خو له بده مرغه د هېواد دڅولسیزو غمیزې زه هم لکه د نورو هېوادوالو په څېر اړ ایستلم ، چې له هېواده وه وځم . بهر مې د نورو بوختیاوو تر څنګ په وزګاروخت کې د انترنټي شونتیاوو او اسانتیاوونه په استفادې په روسي ، الماني او انګلیسي ژبو د خوښې وړ مطالبو لوستل مې هم د ورځینیز ژوند برخه وګرځېده . یوه ورځ مې د How To Write A Feasibility Study Report (FSR) سرلیک لاندې په یوه سکالو، چې پکې د تخنیکي ــ اقتصادي (وټیزو ) څېړنو رپوټ د برابرولو اړوند مطلب ځای شوی وو سترګې ولګېدې ، نومې مې غوره وګڼله چې په پښتو ژبه یې وژباړم او د موضوع درندو مینه والو سره یې شریک کړم .
ژبـــاړه :
لیکواله : ماري لېوینسون
دتخنیکي ــ اقتصادي څېړنو رپوټ څنګه لیکو ؟

په پنځو پړاوونوکې ستاسې د پروژې تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتوپه اړه د راپور زده کړه :
د یوې پروژې د پیل پړاو په دننه کې تخیکي ــ اقتصادي مطالعې تر سره کول ، د څېړنیزو فعالیتونو یو د کلیدي برخو څخه ګڼل کیږي . د هغې موخه تحلیل اود تخنیکي پلوه د پروژې توجیه ، د سوداګرۍ بریا او د بیوــ اغیزمنتوب دی . دا څېړنیز خدمتونه دیوې پروژې د معقولیت ثابتولو او د هغې د پلي کولو د اړتیا د توجې یوه لار ده . پس له هغې چې څیړنې تر سره شوې وي ، باید د فني ــ اقتصادي څیړنو رپوټ (FSR) چې د فعالیتو لنډیز پکې ځای شوی وي بشپړ او دا روښانه کړي ، چې ځانګړې پروژه واقعي او عملي ده .
راځئ چې پوه شو FSR څه مانا لري ، ولې هغه مهمه ده او څرنګه يې لیکلی شو .

د اقتصادي ــ تخنیکي مطالعاتو پیژند (تعریف ) :
د اقتصادي ــ فني څیړنو رپوټ(FSR) څه شی دی ؟ . په ساده توګه ، دا یواځې یو سنددی ، چې د یوې پروژې د وخت او پیسو ژغورلو( خوندي کولو) په موخه د حل لارو لټول ، په ګوته کول او ارزو ل دي . د سند په اړه دا لاندې تعریف پراخه پوهه وړاندې کوي :
یو اقتصادی ــ تخنیکي رپوټ (FSR) د تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو نه د تر لاسه شوو پایلو یو رسمي سند دی ، چې د وړاندیز شوي حل بیاکتنې لپاره د ترسره شویو تحلیلونو او ارزونود پایلو لنډیز او د پروژې د بدیلونو پلټنه ، چې دا معلومه کړي ، چې په رښتیا سره پروژه عملي ، دلګښت له پلوه ارزانه ( مؤثر) او ګټوره ده . هغه د پروژې تر ټولود غوره حل لارې تشریح او ملاتړ کوي .
رپورټ د پروژې لنډ مالومات او ځیني شالید مالومات وړاندې کوي .
په رسمي توګه دا سند د منشور د مخه د فرعي پړاولپاره د پیلېدو ټکی دی . په عمل کې دا په دې مانا ، چې سپانسرکولای شي په پروژه باندې د پانګونې لپاره د پرېکړې په نیولو پیل وکړي او د پروژې مدیر ته اړینې دندې جوړوي .
د تخنیکی ــ اقتصادي مطالعاتو ارزښت :
د راپور لیکلو پروسه دتخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو(فیزیبیلیټي ) د رپوټ په نامه یادیږي . ډېر وخت دا د پروژې د مدیر مسؤلیت دی ، چې د داسې پروسې کنترول وکړي . د دې رپوټ لیکلو ارزښت د پروژې د ژوند، پایښت اود لګښت اغیزمنتیا په اړه دقانوني او تخنیکي شواهدو برابرولو کې شامل دي . د راپور جوړونې بهیر اجازه ورکوي ، چې لوړ پوړي مدیران د بودجې او پانګونې پلان د مهمو پرېکړو لپاره د اړتیا وړ مالومات تر لاسه کړي . د فني ــ اقتصادي مطالعاتو سم لیکل شوی شابلون تاسو ته شونتیاوې ددې لپاره برابروي :
ـــ د پروژې تحلیل ، ځکه د FSR بېلکې د پروژې مؤثریت د بودجې د لګښتونو د تړلو سره مرسته کوي .
ـــ دخطر د کمول، ځکه چې د احتمالي پلان جوړونې اود ستراتیژۍ پراختیا د خطر د درملنې سره مرسته کوي .
ـــ د کارکوونکو روزنه ، ځکه راپور کېدای شي د مشرې رهبرۍ له خواد اړتیا وړ بشري ځواک د مالومولو او همدارنګه د اړتیا وړ متخصیصنو د تر لاسه کولو او روزلو لپاره وکارول شي .
د راپور ورکولو بهیر یو داسې پیل (ماشه ) دی ، چې د سوداګرۍ د قضیې د لاسوندونو له لارې د پروژې د پانګونې پروسه پرمخ بوځي، د پروژې د ترسره کولو دلیلونه تشریح کړي، او د پروژې لګښتونه او ګټې تحلیل کړي .
د یوې تخنیکي ــ اقتصادي څېړنې د لیکنې د پړاونو بېلګه :
څنګه کولای شو یو تخنیکي ــ اقتصادي څېړنېز راپور وليکو ؟ د پروژې د سايز، اندازې او ډول پرته یوڅو نور کلیدي پړاونه د یو داسې مهم سند د لیکلو لپاره هم شته . راځئ دا پړاونه په تفصیل سره وګورو .
۱. ‎د پروژې د تشریح لیکل ،
په دغه پړاوکې ، تاسو د تشریح لیکولو لپاره دخپلې پروژې د شالید په اړه د مالوماتو را ټولو ته اړتیا لرئ .
د مثال په توګه ، ستاسو شرکت د پلور انلاین زیاتیدو اوپه ویب کې د خپلو محصولاتو او خدمتونو پراختیاته اړتیا لري . بيا د خپل راپور په لومړۍ برخه کې تاسو کولای شئ لاندې تشریح ورپسې ولیکئ:
« دا پروژه په انترنیټ کې دمحصولاتوــ خدماتو د ودې لپاره دپرمختګ ویبسایټ دی او دمشتریانو د هڅولو اوتشویقولو له لارې چې د ویبسایټ نه لیدنه وکړي د پلور انلاین ډیروالی او د چنې وهلو انلاین جوړول دي . »
۲. د ممکنه حل تشريح ،
ددې لپاره ، چې د تخنیکي ــ اقتصادي څیړنود رپوټ شابلون لیکلو لپاره دا ګام پورته شي ،
، تاسو به د بدیل تحلیل ترسره کولو ته اړتیا ولرئ او د خپلې پروژې لپاره ممکنه حل لارې تشریح کړئ . د بېلګې په توګه ، ستاسود FSR په شابلون کې کېدای شي ستاسو برېښنایي سوداګریزه پروژه د حل لارو دا لاندې تشریح ولري :

“ دا پروژه د دوو ممکنه حلونو د پلي کولو له لارې ترسره کیدی شي : ۱ـ د انلاین هټۍ ، ۲ـ د شرکت ویب پاڼه . دحل لارو هر یوه په غور سره تحلیل شوې او د مدیریت ټیم د وروستۍ پریکړې لپاره اړین معلومات شتون لري. "
۳. د ارزونې دمعیارونو لیست ،
اوس ، د ممکنه حل لپاره د معیارونود ارزونې د ټاکلو او تعریفولو وخت دی . تاسو د FSR رپوټ لیکلو په دې مرحله کې د حل لارو څېړنو ته اړتیا لرئ . د بیلګې په توګه، تاسو کولی شئ خپل راپور ته لاندې معیارونه اضافه کړئ :
"د دې پروژې ممکنه حلونه په لاندې معیارونو ارزول شوي او پرتله شوي دي : 1 ) د مفکورې ځانګړتیاوې . 2) د محتویاتو پلټنه؛ 3) دتخنیکي ډیزاین ځانګړتیاوې . 4 ) د پیل مهال ویش اود وخت چوکاټ . "
۴. د ډېر شوني حل وړاندیز ،
کله چې معیارونه د حل کولو ارزولو لپاره کارول کیږي، ستاسو راتلونکی ګام دتخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو د راپور لیکلو لپاره دا دی چې د اقتصادي پلوه مناسب او تخنیکي پلوه مشخص حل وټاکئ ، کوم چې شرکت ته د 1 ) د پروژې د سرچینوغوره کارول وساتي او 2 ) تر ټولو غوره ممکنه ګټه ترلاسه کړئ .
د بیلګې په توګه، ستاسوپه راپور کې کېدای شي دا لاندې موارد شامل وي :
"د ممکنه حلونوله ارزونه وروسته، د دې پروژې لپاره ترټولو ممکنه حل پیژندل شوی او ټاکل شوی، نو پروژه په اقتصادي ، حیاتي او عملي بڼه بدلیږي .

۵. پایله ولیکئ ،
د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو د راپور د تیارولو د پروسې وروستی پړاو له تاسې نه غواړي ترڅو د پروژې د موخې لنډیز اوتر ټولو شونې د حل وړ لارې بیان کړئ . د بېلګې په توګه، ښایي ستاسو د FSR پایله وي :

"د دې پروژې موخه د ویب سایټ یو بشپړ او اصلي ډیزاین رامینځ ته کول ، چې د پلور په انلاین کې برخه واخلي، د پام وړ پیرودونکو پام ځان ته راواړوي ، او دلګښت له پلوه اقتصادي وي . د پروژې لپاره ترټولو ممکنه حل لاره ټاکل شوې او تصویب شوې او اوس د نورې پراختیا ( وضاحت) لپاره چمتو ده. "
همدارنګه، د پروژې د شونتیاوو او اختیاري شننو چوکات وګورئ ترڅو معلومه کړئ چې دیو بدیل د طریقې انالایز څنګه ترسره کوئ .

د تخنیکي ــ اقتصادي څېړونو د نمونوي راپور لپاره د منځپانګې اړتیاوې :
د نمونې د احتمالي راپور منځپانګه د مختلفو اړتیاوو سره سم بڼه شوې او جوړه شوې وي ، چې کیدای شي د سازمان څخه سازمان ته توپیر ولري .
په ورته وخت کې، عام وړاندیزونه شتون لري، کوم چې لاندې لیست شوي دي .
مخکنۍ (لمړۍ ) سکالو :
د یونمونوي feasibility رپوټ لیکلود پيلولو لپاره ، لومړی تاسو باید د سرلیک پاڼه ،چې یو تشریحي لنډیز ، ستاسو (د لیکوال) نوم، بریښنالیک، دنده، پوست (مقام ) او همدا راز هغه اداره چې تاسو یې راپور لیکئ جوړه کړئ . بیا تاسو باید د هغه محتوياتو تفصیلي لیست ،چې سرلیکونه او فرعي سرلیکونه ، لکه څنګه ، چې دوی د رپوټ په بدن کې جوړ شوي دي ، شامل کړئ .
همدارنګه د لاسوندونو په دننه کې د ټولو کارول شوو توکو لیست ( جدولونه، شمېرې ، انځورونه، ضمیمې ) اضافه کړئ . په یاد ولرئ چې د سرلیک پاڼه باید شمیره نشي او د 4-5 څخه زیات پاڼې نه باید د لمړۍ موضوع لپاره ځانګړې شي .

درپوټ د بدن بڼه (فورمات) :
ځکه ، دتخنیکی ــ اقتصادي مطالعاتو د راپور د بدن د بڼه کولو لپاره ډیر مختلف ډولونه او اړتیاوې شتون لري دا به ستاسو لپاره ستونزمنه وي چې تاسو د خپل راپور لپاره سمه بڼه غوره کړئ ، نو زه وړاندیز کوم چې تاسو ددې مسئلې په اړه ستاسو د لارښود یا څارونکي (امر) سره خبرې وکړئ تر څو باید تاسو ته د سم (صحیح ) سټایل او ډیزاین اړتیاوې چمتو کړي .
په ورته وخت کې ، په عمومي ډول دلته دا لاندې وړاندیزونه شتون لري :
ـــ د راپور د بدن هره پاڼه باید د بیان کولو سرلیک د راپور لپاره لنډ لنډیز ، د لیکوال نوم او د پاڼې شمیره (په ښي لور کې) ولري .
‎ـــ د رپوټ د جوړښت سرلیکونه او فرعي سرلیکونه د سند د منځپانګې په جوړښت کې دننه کړئ .
ـــ ډاډ تر لاسه کړئ چې په هره پاڼه کې سرلیکونه په سمه توګه بڼه شوي وي ، ( د بېلګې په توګه ګیڼ اړخ او لاندې ته حاشیه او نور) پرېښودل شي .
ـــ په ټوله کې د ټولو راپورونو د چوکات د سرلیکونو لپاره ورته کړنلاره وکاروئ .
ـــ هېڅکله دومره لویه او یاکوچنۍ لیکنه مه کاروئ ( لیکنه باید مسلکي بڼه ولري، 10-12 ټکي) .
ـــ د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعې د ګټې پورته کوونو سرچینو د چوکاټولپاره ورته حوالې سټیل (لکه CBE، APA، او نور) وکاروئ .
د راپوردچوکاټ برخې :
دالاندې لست د مهمو برخو یو لنډیز ، چې د راپور منځپانګې پکې شامل دي ، وړاندې کوي :
ـــ اجرائیوي لنډیز - هغه ستونزې / فرصتونه ، چې په دې څیړنه کې په نښه شوي ، د راپور هدف او ستاسو د پام وړ لیدونکو لپاره د څیړنې د ارزښت یوه تشریح .
ـــ پس منظر (ریفرنس مالومات ) - د feasibility مطالعې یو ډیر تفصیلي توضیح ، چې چا دا تر سره کړی ، او آیا دا په نورو ځاینو کې پلی شوی دی .
ـــ تحلیل او تجزیه ــ د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو په تر سره کولو کې د ازموینې او ارزونې کارول شوې طریقې .
ـــ بدیلونه او وریانټونه (اختیارونه ) - د مطالعې اصلي وړاندیز سره په پرتله کولو کې د بدیل وړاندیزونو یا وریانټونو کتنه او د هغوی د ځانګړتیاوې .
ـــ دلګښت ـــ ګټې ارزونه – د انالایز دقیق میتود چې د لګښت او ګټې د اغېزمنتوب اصلي وړاندیز دارزولو اوهمدارنګه دتکنالوژۍ د شونتیاوو ، اقتصادي عمليات ، ټولنیزو غوښتنو او د چاپیریال ساتنې وړاندیز څرګندولو(ښوولو) لپاره پلی شوی و .
ـــ .پایله ــ د بشپړ شوي کار لنډه څرګندونه او ستاسو د ارزونې په اړه ستاسو خپلې پایلې .
ـــ سپارښتنې - ستاسو د خپلو پایلو پر بنسټ د یو شمیر سپارښتنو لړۍ او تعقیب کړنې .

وروستنۍ سکالو :
یو وروستنی شی چې تاسویې په تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو کې په اړه غورو کړئ ، هغه په راپور کې باید د اخذ پاڼه او داړوندو سرچینو لیست دی .

اخځ :
http://www.mymanagementguide.com